(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

گواښونه

11.01.2014


د يار کوڅه کې رقيبان راته گواښونه کوي
توري په لاس بيا غمازان راته گواښونه کوي
زما د يار د مخ رڼا يې پر زړه او ربل کړی
ځکه نن ستوري د اسمان راته گواښونه کوي
ما ويل د گل پر پستو شونډ و به مې شونډې ږد مه
د زمانې سپيره خزان راته گواښونه کوي
له ما نه غواړې په سرووينو گټل شوی جانان
د خوږي ميني د ښمنا ن راته گواښونه کوي
گناه مي داده چی ښکلا د خپل وطن مې ستايم
د تو رتمو نو خاوندان راته گواښونه کوي
قلم مې اخلي رانه ژبه په چاړو غوڅوي
وايي چې چوپ شه غداران راته گواښونه کوي
زه خو بچی د خپل وطن يم خپل وطن مې خوښ دی
په کوم يو جرم سره ليوان راته گواښونه کوي
د ژوند په لارويې زما د ښکيل دا مونه ايښي
دارما نونو قاتلان راته گواښونه کوي
ما مې غزل سره لوظونه د حجاب کړي دي
د نقد مور چل نه طالبان راته گواښونه کوي
سپين سپين به وايمه سپين زړه لرمه سپين مې خوښ دي
خير که د تو رو شپو ديوان راته گواښونه کوي
نصرته سربه غليمانو لره ښکته نه کړم
که د مرگونو قصابان راته گواښونه کوي

-
بېرته شاته