(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

چې د تقدير په فيصلو مې ضمير نه دے راضي
ے د لفظونو انتخابه تحرير نه دے راضي
عقل د زړۀ نه ،زړۀ د عقل نه تندے ټکوي
باچا وزير نه ، او با چا نه ، وزير نه دے راضي
وا ناز برداروخاطر مه درنوئ، جار شم درنه 
خو ستاسو مينځ کښي يو بې نيازه فقير نه دے راضي
ته يې خپل شان د دلدارۍ کښې ګستاخي مه بوله
بس يو دلګير هم هغه شان دے دلګير، نه دے راضي
ممتاز عاشق دے د نقطې، با يد خپل هوډ اوپالي
ځه مفسره، بيخي ستا له تفسير نه دے راضي

 

يوې پوښتنې ته راغلے يم، خو څۀ پوښتنه؟
ته ما نه ولې هيروې زما په زړۀ پوښتنه
ښه خبر لوڅ يو.مونږ کړه جوړه خپله خپله رايې
مونږه د يو بل نه او نه کړه يوه خولۀ پوښتنه
د هغه دوو سترګو خاطره څومره ګران يې په ما
زړۀ نه که را غٰله ما مرۍ کښي کړه رانجۀ پوښتنه
څراغه!نن به بې له تانه شوګيره کومه
نن مي اودۀ ده د نصيب په زنګا نۀ پوښتنه
ممتازه زه د يو امکان په سر ژوندے اوسمه
ما مدام کړي ديواله نه ده د ورۀ پوښتنه

 

ډاډه غږيږي تا سره اي خدايه غني خان
دا ډاډ مومي اخر له کومه ځايه غني خان
خوشبو به ېې خوره وي تر پيړيو..تر پيړيو
راتلونکي به ډير ښه پيژني سرايه.غني خان
خوشال به په جنت کښي وي.د ګل په تماشه
مسکے به وي ولاړ ورته له ورايه.غني خان
اي تورې تورانۍ!ستا تنا نا يې لافاني کړه
اي تورې تورانۍ سحر کښي ستايه غني خان
ممتازه که څوک وايي.سوز او ساز او رنګ وي څۀ؟؟
کليات دغني ورکړه.ورته وايه.غني خان 

07.01.2014

-
بېرته شاته