(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای قهرمان ملته

د مليتونو لوی افغان ټبره

ای د تاجک او نورستان ټبره

د هزاره ازبک ترکمن پرګنو

میشت په زابل اوپه جوزجان ټبره

نن ستاسو پوه متانت دی پکار

د قندهار غور سمنګان ټبره

راځئ يو موټی يو قوت شو سره

ای په بادغيس میشت په لغمان ټبره

په ننګرهارکه په زابل کې ميشت دي

د پکتیاد خوست بدخشان ټبره

ټول ای زموږ درانه خواره قومونه

ای د امو نه تر بولان ټبره

***

څوبه په زړوکې ملامت کوومونږ

نور به ريښتنی بغاوت کوو مونږ

دلته کې څه تيرشوي څه تيریږي

لدې غمیزو شکایت کوو مونږ

دا د لسیزو ماتمونو لړۍ

ټولې نړۍ ته حکایت کوو مونږ

نن زموږ هر کلی ماتم ژړوي

د واکدارانو ملامت کوو مونږ

د يو پاڅون دځان خلاصون په خاطر

په لر او بردا  مصلحت کو مونږ

داسې حالت نور د زغملو ندی

لا به تر څو خوب د غفلت کوو مونږ

***

لږ شئ دخوبه را بیدار ولسه

ای مدبر اتل هوښيار ولسه

په تااوس ظلم دی تيری چليږي

ته په نړۍ کې وې نامدار ولسه

سره يو موټی یو قوت که نشوئ

شئ به محتاج د هر اغیارولسه

ته وې فاتح ته وې باتور د زمان

د تاریخونو افتخار ولسه

نن دا پردي دا د لستونو ماران

ستا بربادۍ ته دي تیار ولسه

همدا شيبه ده سرنوشت وټاکئ

نور نو غفلت ندی پکار ولسه

***

پاڅه را ويښ شه ولسو ته ګوره

ته دپلرو جګو شملو ته ګوره

ټول نن په ویر او په ماتم ژړيږي

ته لر او برو پښتنو ته ګوره

دی کور او کلی مالتونه په غم

دا نور قومونه پرګنو ته ګوره

اوس دې په قوم په مليتو بيلوی

ته د غليم مکراو پلمو ته ګوره

ستا د نيکودی کارنامی معلومې

د نجيب زړونو کارنامو ته ګوره

دغه د هیلو ارمانونو منصور

دا په وطن شهید بچو ته ګوره

***

ددې بديو انتقام پکار دی

دغو ناخوالو ته انجام پکار دی

څوبه د غم نارې سورې وي دلته

دلته بادرده پوه زمام پکار دی

نور په دوکو تشو وعدو څه نشي

پردي صفتو ته لږ پام پکار دی

چې مو نورخلاص لدې ظلمت کاندي

يوبا تدبيره انسجام پکار دی

نور به يو کیږو د بقا لپاره

پوهه ا خلاص رښتينی ګام پکار دی

افغاني هیلو ارمانو په خاطر

دغو نا خوالو ته فرجام پکار دی

سمیع الدین افغاني

۵ - ١ - ٢٠١٤

07.01.2014

 

-
بېرته شاته