(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

خان که ریا کړي خلکو ته رښتیا ښکاري

خوار که رښتیا کړي خلکو ته ریا ښکاري

دلته هم سوالګر هم حکمران سوال کوي

خو چا ته ناروا چا ته روا ښکاري

یوه پښتنه په محفل کې ګډېږي

یو پښتون ته دغه مسته ګډا ښکاري

وینوو چې مو وینه بیخې یو رنګ لري

خو ستا وینه ګرانه ، زما وړیا ښکاري

که غریب سړی دانا وي نادان ښکاري

که نادان سړی شتمن وي دانا ښکاري

چې سپین شخص سپینې سپینې خبرې وکړي

بیا ځينو اشخاصو ته بې حیا ښکاري

احمدزیه خوله پټه کړهٔ سر به بایلي

اوس نو په ښار کې سر په سر سودا ښکاري

(جاوېد احمدزی)

04/01/2014

-
بېرته شاته