(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوی کال/ د سترګو نم /مها جر

مها  جر    

خوږ وطن سپرلی سپرلی درنه شی پاته

لکه مور او یا زړګي  درنه شي پاته

ستا به څنګه نه یادیږي راته وا یه

چې  حجرې  سیتار منګی درنه شي پاته 

په ولله  ماشوم زړګي دې په سلګو شي 

که د خپل اویا پردی درنه شي پاته 

  کلیوال او  خپل  همزولي تل یادیږي

  د خپل پلار پوله پټی درنه ښي پاته

د بام خوب داوړي شپه د ستورو لاندې

یخ شمال  نری  نری  در نه شي پاته

د حفیظ ملیار   غزلې   پسی   ژاړي

د ګدر دنګ  چنارګی درنه شي پاته                                                      

 

د سترګو نم 

 

ته چې  زما  ځینې صنم  غواړې  
زړګیه  بیا د  سترګو نم غواړې 
پریږده د زړه مینه نن نکوی څوک
څله  د  ځان  لپاره  غم غواړې 
زه به زخمي زړګی کړم څنګه ټکور
زه طبیب  نه  یم  ته مرحم غواړې
یم  مهاجر  یو بې  وطنه انسان 
ته په  ماتم  کې بل ماتم غواړې
حفیظ ملیار يي چې په اوښکو لیکي
د غم  غزلې  دم  په دم غواړې

نوی کال

نوی کال نوی ژوندون       

نوی خیال نوی مضمون       

چې شو واړه مینه مینه     

هر لیلا ته خپل مجنون      

جوړ باران د محبت شې     

شي ظالم دښمن زبون         

نورې او ښکې تویی نشي     

داسې نه لکه پرون         

په دنیا د بشریت کې      

وي د سولې کلک  تړون      

بی وطنه مهاجر مو        

خپل وطن ته شي راستون     

ای حفیظ ملیاره کاشکې     

جنګ نه خلاص شي هر پښتون   

31.12.2013Dienstag 


یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان           

زه پښتون که پشيي یم       

که ایماق نورستاني یم      

هزاره او که تاجک یم       

که ازبک نورستانی یم       

دا وطن شریک وطن دی        

زمونږ روح دی زمونږ ځان     

یو افغان یو افغان تل افغان تل افغان

لغمانی که کابلی یم        

مزاری که بدخشی یم         

دقندهار که دفراه یم        

د تخار که پنجشیری یم   

زمونږ وینه ده شریکه    

یو دخاوری وارثان      

یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان

د میرویس نیکه بچیان یو  

په حمت دخوشالخان یو    

لرو جاله دبازانو      

طور یالي یو ننګیالیان یو

خپل بیرغ مو لوړ ساتلی  

اتلان یو دمیدان        

یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان

مونږ دسولی مینان یو   

مونږدشمعې پتنګان یو   

مونږ د جنګ ختمول غواړو

صادقان یو عاقلان یو    

دحفیظ ملیار ګلشن  دی    

داښایسته افغانستان    

یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان

03.01.2014

-
بېرته شاته