(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطنه

زمــــــــوږ او ستا ميـــــــنه وطنه د مجــــــــــــــنون او دلــــــــيلا ده هر معـــــــــــدن دي خــــــــزانه ده هر لويشـــــــــــــــــــته دي طلا ده هر سنګر دي کلک تر غرو دی ساتل شـــــــــــــــوی په زمرو دی هر ګل بوټــــــــــی دي ګوهر دی هر تــــــــــيږه دي کيمـــــــــــــيا ده هر درياب دي رودٍنــــــــيل دی د فرعـــــــــون د سر قتـــيل دی هر څانــــــــــــــــــــــګه د بهار دي په سرو وينو خوشنـــــــــــــما ده هر مرچـــــــــل دي فولادي دی هر بچــــــــــــی دي غــزنوي دی هر غاوٍر دي ابــــــــــــدالي دی هره لـــــــــــور دي زلــــــــيخا ده هر آواز دي زلــــــــــــــــــــــزله ده هر پاڅــــــــــــــــون دي تـجله ده هره ښــــــــکلې کارنـــــــامه دي حيــــــــدري ته رهنــــــــــــــما ده

خالدهادي حیدري کندهار ١ / کب / ١٣٧٦

!Khalid Hadi Blog!

Khalid Hadi Haidari -
بېرته شاته