(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بارانونه او ډيوې

تیاره ده، تروږمۍ ده، ستا یادونه او ډیوې

له سترګو سره جنګ کوي خوبونه او ډیوې

ستا زلفې یې په مخ دانه وانه وې خورې کړې

بېګاه یو ځای راغلي وو بادونه او ډیوې

ګیډۍ ګڼ کمیسونه په کې چټې پښتنې

واه ! ښکلي یوځای شوي دي ګلونه او ډیوې

دا خلک خړو کلیو کې بس خپل جانان ته پریږدﺉ

دا خلک درنه نه غواړي ښارونه اوډیوې

په تنده دی په منډه دی ملت مې په تیاره کې

خاونده! یو ځای ورکړې بارانونه او ډیوې

مـات غرور

پورته دې باڼه کړه د ادا په غیږ کې شپه راکړه

ووروه زلفې د ښکلا په غیږ کې شپه راکړه

شونډو کهنګارو ته د مینې د آیت په نوم

شونډې را نږدې کړه د دعا په غیږ کې شپه راکړه

زه یم، یو څو اوښکې دمه ستا د بارخو سیورو ته

خیر دی مساپر یم د خندا په غیږ کې شپه راکړه

مات غرور خو نه یم چې د ناز غیږ نه مې وشړې

سترګو کې دې خوب یمه اشنا په غیږ کې شپه راکړه

خپل دې یم، پښتون دې یم، غزل دې یم، لیوال دې یم

ځار شم پښتنې نن د حیا په غیږ کې شپه راکړه

شاعر : عبدالغفور لیوال

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

-
بېرته شاته