(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعبدالحلیم همت

دغم په سوچ کې خامخاسړی ژړا ته رسي
خو که تمرین دخوښۍ وکړي نو خندا ته رسي
دڅه نه ډار ، دڅه نه عار دڅه په تمه شمه
داخوحتمی ده چې ژوندون به انتها ته رسي
بس بندګی دیوه خدای ده ښه توښه دسړي
خواکه یی لاره محمد ته که موسی ته رسي
ویښه که خوب دی ، که مې فکر ، که په خیال کې یمه
زه چې په هره لاره ځم اخریی تاته رسی
هغوی به هم دخاورو لاندې شي همته اخر
چې یی لاسونه دومره لوی دی چې خلا ته رسی

*****

داسې مې زړه ستا په دیدار تازه شي
لکه ګلان چې په بهارتازه شي

په هغه ورځ په ځان کې نه ځاییږم
چې دې په سترګو کې اقرار تازه شي

کلي ته راشه مسافره یاره 
چې له مودو پریښودې لارتازه شي

ستاپه راتلو مې سترګې وځلیږي 
اباده ، شاړه ، کلی ښار تازه شي

همته پریږده ورکتلی نه شم 
په ورلیدو دمینې نار تازه شي

*****
دافغان خونه سپیره شوه 
له اکسوسه تراندوسه 
تور اوسره يې سره وژني 
بې ګناهه بې تپوسه 
یوه لحظه یې ژوند کې نشته 
بې ژړانه ، بې افسوسه 
هیڅ وارث یې پیدانه شو
دې پیرۍ کې لا تراوسه 
ــــــ ـــــــ ــــــــــ
بس څه نیمه پیړۍ وشوه 
چې اورونو کې سوځيږي 
پاس ګولۍ اوري بی شمیره 
په بمونو کې سوځیږی
دافغان جنتی خاوره
دوزخونو کې سوځیږی 
اوف ،دخپلو څو بچیانو
هوسونو کې سوځیږی 
ـــــــــــــــ
له پامیره ترخیبره 
هرڅپک په وینو سوردی 
غراوسمه سره ګلګون دی 
سیند سرک په وینو سوردی 
کندهارکې لمغړی دي 
بهارک په وینو سوردی
خیرشه کوز پښتون وطن ته 
تراټک په وینو سوردی 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یوڅو غله په تخت سپاره دي 
تاریخونه يې رسواکړل 
ذخایرلګیادی لوټي 
معدنونه يې ټول غلاکړل 
دغیرت ګنډي یې ویستی 
ټول حدونه يې پنا کړل 
نښانونه دغیرت یې 
هوسونو نه فداکړل 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ-
دمیرویس په ښپو پریوزم 
چې ګرګین شا غرغره کړی 
په ملاله پسې ځمه 
چې بیاپورته شي نعره کړي 
په احمد پسې ورځمه 
چې غلیم ته ځمکه سره کړي 
ځم خوشال ته چې مغل ته 
خپله توره بیا تېره کړي 
ـــــــــــــــــــــــــــــ
له دې نیله واته غواړي 
یوڅوک غږوکړئ موسی ته 
چې غنم راوړي احمد ته 
څوک ناره کړئ صابرشا ته 
چې بیا توغ دافغان جګ کړي 
ځۍ خبر ورکړئ شیرشاته 
یا اکبرخبرول غواړي 
چې پرنګ ته ورکړي ماته 
ــــــــــــــــــــــــــــــ
لویه خدایه لویه ربه 
ای خالقه لایزاله 
نور کرم وکړې په مونږه 
نورموبچ کړې له دې حاله 
افغان یوموټي یو لاس کړې 
زړه یې تورکړې له قتاله
ربه زور دعیسی ورکړې 
چې سر پرې کړي له دجاله


ګوره ژوند کې مزه نشته 
له اغازه تر انجامه
بې له زیړ مازیګری نه
بې له تور سکڼي ماښامه
******************
نه لیلا کې ابدیت شته
نه شوه پاتې ګل اندامه
هرڅه تیرشو په یو- رپ کې
له مجنونه تربهرامه
محبت کې بل څه نه و
بې له دې ساده پیغامه
چې بس مینه هغه مینه
چې په سر دې شي تمامه
یادې اوښکې وي لیمو کې
نامراده شې ناکامه
او زړه نو هغه زړه دی
چي ذري ذري فداشي
چې دیار له موسکو سترګو
هلته لرې په درزا شي
یاد مینې دردو غم کې
په ځای ودریږي فناشي
********************
نسل راشي نسل لاړشي
له عدمه ترعدمه
دغه لوبه ده روانه
له ادمه تردې دمه
مشرق شپه له مرۍ نیسي
لمرښکاره دهسک په بام شي
مغرب لمر له ستوني تیرکړي
شپه راپورته شي ماښام شي
*************************
د زمان په دې کوشتۍ کې 
څوک پاچاشي څوک غلام شي 
لنډه دا د انسان عمر 
په ژړا خندا تمام شي

*****
د2006 کال یوپخوانی نظم 

(( مرګ د ژوند انتها نه ده ))
-------------------

نه ، ته هر څه شي کولاي
ته خالات شي بدلولاي
داچي وروسته په شا ګوري
دا له مرګ يي ډاريدلي

مرګ نه مه ډاريږه مړه
مرګ څوک نه خوري بلا نه ده
مرګ د بل جهان درشل دي
مرګ د ژوند انتها نه ده

مرګ به هر ځاي ته ور درومي
که دوهۍ ده او که تخت وي
مرګ نه مه ډاريږه مړه
مرګ معلوم دي پخپل وخت وي

مرګ د نوي ژوند اغاز کي
په زړه پوري مرکه ده
مرګ د نوي سفر وړاندي
يوه نرۍ د خوب جټکه ده

مرګ د زړي منځ کي ژوند دي
مرګ د مني خاموشي ده
بيداري دي ختمي بوله
مرګ وړه شان بيهوشي ده

مرګ ته وخانده چي ډار شي
په خندا يي سترګي ښکل کړه
نيغ په خلاصه غيږه ورشه
هک خيران ځان ته اجل کړه

مرګ د خوب مشري ورور دي
د اوږدي مودي ارام دي
ګور که تنګ دي خلک وايي
خو د مړي پري ناکام دي

چي هر څه يي دي دلته پاتي
مرګ د هغه ژوند اغاز دي
دا چي څه دي ستا په برخه
دا تر اوسه لا پټ راز دي

اوس خو پوه شوي چي مرګ څه دي؟
اوس دي څنګه اراده ده؟
مرګ د دوه ژوندو تر منځه
يوه نرۍ غوندي پرده ده

*****
د ارمان څلي ته ژاړم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وهم وهم زنده گی ده
د ګمان څلي ته ژاړم
زه دژوند په وروستۍ غاړه
دارمان څلي ته ژاړم

په زندۍ زندۍ فضاکې
دحسرت اوښکې تویومه
دوخت توره درنه شپه کې
دامید ډیوې بلومه

ځکه ساه لا راپکې ده
زړه مې ښکته پورته کیږی
لامې پوهه راسره ده
لامې لاس او پښې خوځیږي

ولولې که مې مړژواندې
خو احساس مې لاژوندی دی
لا مې غږ دضمیر اورم
لا وجدان مې ګړندی دی

دخپل تن په تودو وینو
تنکۍ هیلې لویوومه
خپل مات شوي زخمي زړه ته
داتسل تل ورکوومه

توره شپه به لمن ټوله
راښکاره به سپین سباشي
دشیرین ایمان له زوره
به مومن ځوان راپیداشي

له دې ښاره تاو ښاماربه
په تیره توره حلال کړي
رابهربه يې له ګیدې
غصب شوی ښکلی لال کړي

دښارمارترهه به ختمه
هره لور به شي ازاده 
هریوځوان به خوښي کاندي
هره خوابه شي اباده 

دهلال توغ به شي پورته
مارپلوی به صلیب شي
خپلواکي به يې په برخه
اوبسیا به هر غریب شي

دخپل واک نعره به پورته
دبادارسر به په دارشي
دحریت ډیوه به بله
او روښانه به ټول ښارشي 

په زندۍ زندۍ فضاکې
دحسرت اوښکې تویومه
دوخت توره درنه شپه کې
دامید ډیوې بلومه

وهم وهم زنده گی ده
د ګمان څلي ته ژاړم
زه دژوند په وروستۍ غاړه
دارمان څلي ته ژاړم

*****
فیسبوکي نظم 

سپوږمۍ نیمه غوندې ښکاري 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستوري تت دي په اسمان کې
سپوږمۍ نیمه غوندې ښکاري
دکابل روښانه ښار کې
نن یتیمه غوندې ښکاري 

دښار مستو رڼا ګانو 
يې وقار دی خراب کړی 
مبایل فیسبوک او ټي وي 
يې بازار دی خراب کړی

اوس دځوان کهول په زړو کې 
ها زړې سندرې نشته 
اوس دشعر ژبه بدله 
ها زړې خبرې نشته 

چې میینو به سپوږمۍ ته
د دیدن کړه منتونه
چې عاشق به معشوقې ته 
دسپوږمۍ کړه صفتونه

اوس نړۍ شو واحد کلی 
کوم یو تار ته حاجت نشته 
اوس تري جي ، ګرځند ، فیسبوک دی 
بل ریبار ته حاجت شته

اوس وختونه بدل شوي 
اوس بدله ده سندره 
ایی ټي کړه دنیا وصل 
اوس بی کاره داخبره 

زما دلرې وطن یاره
سپوږمۍ ته ګوره زه په بام ولاړه یمه

*****
سپیڅلی اروا 

ربه ربه زما ربه
یوه اروا راکړې سپیڅلې
لکه لمرغوندې روښانه
پاکه صافه ،رڼه ښکلې
چې دژوند په تیارو کې
سمه لاره راته ښايي
چې مې عیب دتنې ګورم
نو هنداره راته ښایي
ربه غره غوندې ثابته
راته راکړې قوي ګروهه
چې مې ذهن کړي روښانه
راعطاکړې داسې پوهه
چې همدرد وی د دردمنو
زړګی راکړه مهربانه
نه دوینو خلته ګوټې
بی له درده بی جانانه
چې يې زړونه وي هنداره
داسې پاک خواږه یاران را
چې یې مینه روحاني وي
داسې مست ښکلی جانان را
چې دسردښمن ته خاندم 
ربه داسې حوصله را
ته دستونزو سمندرکې 
دنجات قوي جاله را
ربه ربه زما ربه
زړګې پاک ، ژبه خوږه را
درانه بار د ژوندانه ته
له همت ډکه اوږه را

*****
بس ناست یم بخارۍ ته ، او باران وریږی یاره
په زړه مې ښکلي ښکلي، څو یاران وریږی یاره

باران باران یادونه، دیوښکلي هرموسم کې
په دښته د زړګې مې، هر زمان وریږي یاره

دیار مسته موسکاکې ، پراته زیري دسپرلی دي
دیارله خوږو شونډو، سره ګلان وریږي یاره

د نوح دوعا یی نه شي ، بچ کولای له توپانه
چې څاڅکي دعذاب، په کوم کنعان و ریږی یاره 

نوخدازده که یاري مو ، سلامته شی راپاتی 
داستاله هره لفظه ، بد ګومان وریږي یاره

بدرنګه پسرلي دي ، چې رادرومی دی وطن ته 
دګل په ځای بمونه ، له اسمان وريږي یاره

همداسړی همته ، رسوی شی مونږ ساحل ته
دسترګو له کاسو یی ، کلک ایمان وریږی یاره

*****
د زړه کیلي دی راکړه
---------------------------------
ای لمرمخې ګلورینې
ستالیمې دنورډیوې دي 
ای حسینې نازنیینې
ستاښکلابلې لمبې دي 
ستا دسرو شونډو سرونه 
هم غوټۍ دي هم ګلونه 
نو چې وخاندې سپرلي شي 
زړه می مست شی ،لیونی شی 
له مستۍ وهي ټوپونه 
رانه لرې شي غمونه 
چې دې شونډې شي رپانده
علامې دې د خفګان شي 
چې دې اوښکې شي بهانده 
پسرلی په ما خزان شي 
د زړه ستنې مې کږي شي
دامیدڅلی می وران شي 
دامید ډیوې مې مړې شي 
تورتمونه می جهان شي 
نو خندیږه چې تازه شم 
رازرغون شم پسرلی شم 
دزړګی کیلي دی راکړه 
چې مرادکې بریالی شم

*****
څه ترینه ورک دی - څه وریادیږی 
زړه می له درده - نری خوږیږی 

سهارسبادی - یارمې جدادی 
په شونډو خاندم - زړه مې ژړیږی 

وخت مازدیګر دی ، دګودر غاړه 
باران داوړي ـ نری وریږی 

دغره لمن کی - دسیندپه غاړه 
کوچۍ ولاړه - میږې څریږی 

ډډ دچنار ته - ناست یم په ډډه 
ویاله روانه - سیلۍ چلیږی 

پاس په چنارکې ـ دخارو ځاله 
مور ترینه ورکه - بچیان چغیږی 

وخت دماښام دی ـ عمر تمام دی 
خدایه ناکام دی - زړه مې درزیږی 

بی یاره شپه ده ، ډیره اوږده ده 
چایجوشه باندې - ډیوه بلیږی 

همته یاره ، ژوند بی دلداره
خوشې بی کاره پرې چې تیریږی

*****
مخ دي سپوږمۍ ده ، زلفې دې شپې دي
سترګې موسکۍ دې ، دنورډېوې دي

داسمان ستوري ، واړه درګوری
ستانه چاپیره ، ټول په سجدې دي

واړه درګوري ، داستا په لوري
ستاپه لیمو کې ، دژوند چینې دي

ستا په ښکلاکې ، نازو اداکې
دقدرت نښې ، درب جلوې دي

ښکلې نادانې ، درته حیرانې
که ښاپیرۍ دي ، که پرښتي دي

په کړس خندادې ، نازو ادا دې
دژوند دونې ، خوږې مېوې دي

سره اننګی دی ، کان دیاقوتو
یا زمروتو ، یا سرې مڼې دي

تکې سرې شونډې ، دی سره ګلاب دی
یاسره شراب دي ، یاسرې لمبې دي

دبنګړو شرنګ دی ، دشونډو رنګ دی
دسپرلی زیری ، دګل وږمې دي

زما جانانه ، څه یم بی تانه
شوګیروهلی ، سترګی می سری دی

همت بی تایم ، بی یاربی سا یم
دژمې شپې دي ، یخې اوږدې دي

*****
یاران 

یار راته وايي چې محدود اوسیږه 
یواځې زه او ته یاران ښه یو 
دریم خو رقیب وی یارانه ورانوی
له دې غلیم نه په امان ښه یو 
زه ورته وایم ګرانه داسې نه ده 
یاران خو ژوند کې بلا ډیر ښه وي 
چې دیارۍ په تول پوره وخیژي 
داسې یاران له شمیره تیر ښه وي
هغه یاران چې په پښتو پوهیږي
چې ننګ ناموس پت اوغیرت وي پکې 
هغه چې غم دې ورته خپل ښکاري 
چې شجاعت او مروت وي پکې 
داسې یاران مې بلا ډير په کاردي 
داسې یاران دخدای نعمت ګڼمه 
یار دې په دې ما بی وفا نه ګڼي 
دوستان دژوند یوضرورت ګڼمه

*****
ای راشه راکړه جوخته غاړه بلاستړی یمه 
دنړۍ غم راڅخه نغاړه بلاستړی یمه 
انتظارونه رانه ګرانې نورکیدلې نه شي 
نورمې وغیږې ته درغواړه بلاستړی یمه 
له هرې ساه مې پورته کیږي لمغړې دتندې
ګرمه بیدیاده وچه شاړه بلاستړی یمه

*****
ستا دعا راته اكسيروه

مورې ستالۀ نومه ځارشم ، مورې ځارشم ستالۀ مينې
مـورې تاته مې ډالۍ كړې، دايــــــوڅــــــــوخبرې سپينې

منم مـــورې په لفظوكې ،ستاعـــظــمت نۀ شي ځايدلی
مورې هيڅ استعاره كې، ستاالفت نۀ شـــــــــي ځايدلی

مورې خيرته يې قبـــــول كړه، دا اواز زمــــــــــا دزړۀ دى
دازمـــــــــــــــادزړۀ درزا ده ، دا انداز زمـــــــــــــا دزړۀ دى

تـــــابــــابـــــا،مــامــا،رازده كړل ، دخبرو ځواك دې راكړ
اوس طــــوطــي غوندې غږيږم ،دسندرو ځواك دې راكړ

تانيــــــــــــولې وم ترګوتې ، درفتـــــــــــــارچل دې راوښود
تاخبــــــــــــركړم په ښوبدو ، دګفتـــــــــــــارچل دې راوښود

اوس مې هـــــم ستادللو غږ ، په غوږو كې انګازه كړي
دلته نشـــــــته داسې تله ، چې ســـــــــتامينه اندازه كړي

تۀ دژونــــــــــد دوجــــود ونه، زۀ دې ګل يم زۀ دې څانګه
تادزړۀ په وينـــــــــــــــولوكړم ، زۀ يم ســــــتادمينې پانګه

تۀ اســـــــــره زما دژوند يې ،ستاپه مينه اعتـــــراف كړم
تۀ قبــــــــله زمــــــادسترګو، هره ورځ لۀ تاطــــــــواف كړم

اوس مې هغه لمحې يادې ،څــه ژوندون دماشومتوب و
څه سكون و،څه ارام و، چې مې غـــــېږه كې ستا خوب و

تابه لاس تخـــــــــــــرګ ته راوړ ، په ټخ ټخ دې خنــــــدولم
زماخـــــــــــوښي ستالـــــوارزوه، تابه غيـــــــږ كې ګرځولم

په خنـــــــدامې وې خنــــــدانه ، په ژړامې وې غمجنـــــه
ستاارزو زمـــــاخـــــــــوښي وه ، ستا ارزو زمـــــــاساتنه

كه به چــــــــاراته څـــــــــه وويل، يابه چـــــاوكړه ګواښنه
ماته لويــــــــــــه پناګاه وه ، لۀ هرغــــــــــمه ستالمـــــــــنه

تابه زور دوعــــــا ته وركړ،چې به لږغوندې ناروغ شوم
ستا دوعـــا راته اكسيروه ، زۀ به ستاپه دعــاروغ شوم

اوس مې هغه لمــــــــحې يادې، ترماګــــرده چورليدلې
مــــــــابه وى كــــــــا تابه آه كړو، په ژړامې ژړيـــــــدلې

خوچې مورې څنګ به روغ شوم، نوهمځولو ته به لاړم
هــــــــــــــــاوخت لږ شرارتي وم ،پلاندې كـولو ته به لاړم

ســـخي، شـلغاتي ،اله داتې ،كوټنۍ مې مشـــغله وه
دبابــــــــــــونه دجـــــګړو د ،زندګۍ مې مشـــــــــــغله وه

مابه ځان كــــــــــــكړ پكــــړكړ، بلــــــــــورۍ به مې كولې
كــــــله مل به وم دجونو ،او چينــــــــــدرۍ به مې كولې

په جګړو كې جامې څيرې ،تورماښـــام به كورته راغلم
ستــــــــــاغوسه به لۀ مـــــاهــــېره ،په ارام به كورته راغلم

تابه غـــــــــوټې روڼ تندی كړ،زۀ به غلی در روان شــــوم
ځـوړنــــــد سر او پښيمانه ،پښـې راښـكلی دروان شوم

تۀ به ډيره په غوسه وې ،خو غوسه كې دې دعـــاكړه
تابه ويلې متره مۀ شې ،تاپه دې شكــــــــــل ښيرا كړه 

زۀ به بوټ يوكــــــونج ته لاړم، ستاپه قاربه مې ژړلې 
تابه نـــــــورې جامې راوړې، په خندا دې راغوستلې

په غــــوسه كې به خنداشوې، په تندي به دې زرښكل كړم
مابه ژرســـــــــلګۍ كابــــــوكړې، تابه من زۀ په دې چل كړم 

تابه خــــوږ نصيـــــحت پيل كه ،چې بچيه ورانې مۀ كړه
ګــــوره ، تۀ خو ښۀ سړى يې، ښه زړګـــــيه ورانې مۀ كړه

مـــــــــابه ســــــــر و ټيټ نيولې ،په ليموكې مې وه ژمنه
سهــــــــــر بياهــــــغـــــه مستي وه ،ماښام بياهاتيروتنه 

تاليـــــــــدله زماليـــموكې ،دارمـــــــــــــان ډيوه روښانه
تاګـــــــــڼله زمالۀ مـــــــــــخه ،دجهــــــــــــان ډيوه روښانه

اوس زۀ لــــوی يم زمامــــــورې، او س دډيروبچوپلاريم
اوس زۀ خپــــله لــــــــــويه ونـه ،اوس پخــــپله دروزګاريم

بياهــــم ســـــــــــــــتادمينې تږى ،اولۀ زړۀ درپسې ژاړم
مورې اوس چې كوركې نۀ يې ،مورې زۀ درپسې ژاړم

دهرغم سترګې ړندې شه، مورې تل دې وې خـــــوشاله
دروغتياســـپرلى دې تل وي ،لكه ګل دې وې خوشاله

زمــــــــالۀ ســـــــره لرې مـــه شه ،ستادژوند دونې سورى
مـــــورې تۀ چې پرې قدم ږدې ،سره ګلان شه هغه لورې

ستاليــموته مې اسره ده ،ستاپه پښو كې مې جنت د ى
پلاردې هم زړۀ بدې نۀ وي ،پلارمې توغ دمعرفت دى
۱۳۸۶

*****
له ځانه ورته ګران شي څوک پردی کله نا کله
ماشوم شی لیونی شی دازړګی کله ناکله
یادونه د ځوانۍ می راتازه شی رازلمی شم
چی وګورم ګودراو سورمنګی کله ناکله
سور اور دمحبت می زړګی وسوځی ایره شي
ګلان که هرڅو ډیروي چې اوربل دهغې نه وي
خزان نه هم بی خونده وی سپرلی کله ناکله
بی هوشه راپه هوش کړی دګلزارپه ننداره کې
له ګل نه ښه ثابت شي شین ازغی کله ناکله
نادودی دحالاتو چی یي وتړي ټول غړي
له مړه نه هم بی وسه وی ژوندی کله ناکله
همته هرتهمت ته غاړه کیږدي محبت کې
له زړه نه چې مجبوره شي سړی کله ناکله

*****
سرې پاڼی دې سروشونډو دهغې ته پاتې کیږي 

سپوږمۍ چې ته مې خوښه، له دې رازه یې خبر ؟
څيره دې دهغې ښکلې څېرې ته پاتې کيږي 

ستومان ستړی نظرمېې اننګو ته درپریوتې 
یخ سیوري دبڼوکې لږ دمې ته پاتې کیږي 

زړګی غواړي چې وګوري ساقي ترټولو مخکې 
چې بندې دروازې دمیکدې ته پاتې کیږي 

خوبولې ، ځنګولې ترګودره چې راځي 
ویده دچرګ له بانګه سرې غرمې ته پاتې کيږي

مرګي په ژوند غالب دی ورکوي به ورته ماتې 
دا ویړه لو نړۍ به هدیرې ته پاتې کيږي

*****
ماتیږي درنه تل چې پاک دستور دپاکې مینې 
پوهیږې نه محبوبې په منظور دپاکې مینې 

درځمه يوڅوشپې دې تیرومه په مالت کې 
ګڼم چې دې سپیڅلې کوه طور دپاکې مینې 

که غره یې ته محبوبې به خپل حسن اوجمال 
زه هم لرم بې شانه پاک غرور دپاکې مینې 

ته هم شوې زمزمه د واړه خولو زماله عشقه 
که زه شومه مجنون اویامنصور دزمانې 

توپير دمراتبو محوه کیږي دې نړۍ کې 
که شاه وی هم ګدا وي په حضور دپاکې مینې 

دا ځم چې ځنګیدلې هر مهال په هره لاره 
ګرځومه په مغزوکې تصور دپاکې مینې 

که مست شم مۍ پرست شم نوبایده لری همته 
مغرروریمه مسروریم په سرور دپاکې مینې

عبدالحلیم همت

-
بېرته شاته