(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پــــښــتـو

ګــنـا د بـــل چــا نـــــــه ده دا زمــــــونــږ خــپــلــــــه ګـــــنــا ده

پــښــتـو، پــښــتـونــولـــــی تـــــه اړولــې چـــې مــو شــا ده

 

پــښـتـو تـــشــــه ژبــه نـه ده دا د ژونـد ښـکـلې قــانـون دی

پــښـتـــــو او پــښــتـون تــورو کـښـې ښـه لــويــه مـعنـــا ده

 

چې نـنګ وکړي جـــــانانه څـــوک پـښـتو باندې پښتون شي

پـــښـتو پــخـپـلـــــه پـــت، ښــــيــګــڼه، تــوره او وفـــــــا ده

 

پــښــتـو چې د پـــتـمـن پــښــتون اولــــــس د زړګـی سرده

د خــپــل وزيــر بـاچـــــا لـه لاســــه ســــروهــــی تـــــــالا ده

 

پــښـتون چـې څـوک کـړي مـشر او خاوند شي د کــــــرسۍ

هـغــه بــس مـــــاتـه کـړې دا د خــپــلــې پــښـــتــو مـــلا ده

 

بــاچــيــــــــــان خو پښتانۀ تاريخ کې ډېـــــر زيات دي تېر شوي

خـــــو خـپـلـــــه پــښـتو ژبــه پــرېـــښودلــې هــر بــاچــــا ده

 

بــاچــــا چـې د کــــوم قـــام، د قـام پــه ژبــه نــه پــوهــېـږي

دنـيـا کښې بـه څـنـګ ســيـال شـي تـمه څه د پــــر مخيا ده

 

پــښـتـون نه، غـېـر بل قام ســتوری دنيا کښې چـــــا ليدلی

چـې قــام پـــــــــه اقـــتــــدار وي او د ژبــی وتــــې ســــاده

 

-
بېرته شاته