(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوبې دکرکټ کړي

لوبې د کرکټ کړي افغانان تل اتلان دي

مټوکې يي زورشته بریالي په هرمیدان دی

لوبې دکرکټ کړي       

                 جوړې ولولې کړي دکرکټ ښکلي توپو سره

مست وی بالران او بیټمینان د حماسو سره

ویاړ وطن ته راوړي په میلو او اتڼو سره

وینو کې يی جوش شته ننګیالي دي او زمریان دی

لوبې د کرکټ کړي         

سرې سترګې لوبیږي دا همت ددوی په ځان کې دی

خپل ملي بیرغ یی لوړ ساتلی هرمیدان کی دی

ویره دبري یي رسیدلی ټول جهان کې دی

ننګ دوطن ساتي ددی خاوری وارثان دي

 

 لوبې دکرکټ کړي      

و وتل ولټکپ ته اوس جهان کې ځلیدلي دی

کله چې حملې کړي حریفان یی لړزیلي دي

پاس په شنه اسمان کې لکه ستوري راختلي دی

لوړ کړي پروازونه دوی دجګو غرو بازان دي

لوبې دکرکټ کړي       

ای حفیظ ملیاره مونږ ملي قهرمانان لرو

شور لروجزبه لرو حمت لرو طوفان لرو

ننګ د وطن ساتي مونږه داسې شازلمیان لرو

تل د وی سر لوړي د میرویس نیکه بچیان دي

لوبې دکرکټ کړي   

abdul hafiz malyar

-
بېرته شاته