(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غبرګلوني

که په سترګوکې هرځای سمې وکږې شوې

یاخوړلـوکې پـه خوله خوږې وترخې شوې

دروغ رښتیا اورېـدل هـرې خواتــه کـېـږي

کـه تـرغـاړې نــه درتاؤ غـټې ووړې شوې

دامـه وایـه چـې ږونــدون بـه یـو رنګه شي

غـبرګلونۍ نـه لـه آزل جـوړې رېښې شوې

نـروالـي وښـځـه والـي دې ږونـد بنسټ دی

پـیـدایـښـت یـې دې هـرڅـه ساو مزې شوې

دې دې کـــون دې کــائــنــاتــو لــه سـتایـنو

لـوی قـادرتـه دې زړه سنتې ورکـږې شوې

ډول دول دابــــویــــونـــــه دارنـــګــونـــــه

(عـلي خانـه) لــه الله مـوږتــه مـېـوې شوې

-
بېرته شاته