(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټک او ټک ټک

  یو ښکلی شعر
دا چې نن ټک او ټک ټک بېل او پای بېل یو
دا دې خپل ټوپک ویشتلي یو غربیل یو
دا منو چې شته بچو کې بې بچو یو
یو دښمن بل ته نیولي له پښو یو
داسې یو چا پر موږ حمله د توپ ویشتو کړې ده
چا چې عمرونه د بل غېږه کې للو کړې ده
یو له صبر پرته ورته هیڅ بې صبري نه ده پاتې
زموږ حکومت تم (ته هم) بله لار د بري نه ده پاتې
خود به چارواکي په کڼو غوږونو ساه اخلي
دچا سیاست چې د پره دي لمره رڼا اخلي
منو چې ته او مونږه کورا کور بدۍ هم لرو
خو بیا په جنګ کې ډېرې ښې اتلوۍ هم لرو
دا یو اعلان وکړه او ته را ته ګوښې ته کښېنه
چې سر یې ستا او مال یې زما دی تماشې ته کښېنه
که پر دښمن باندې مو مېندې ژړولې نه وي
نو ما به بیا د پښتنې شيدې خوړلې نه وي
که د دښمن سر مې رانوړو کنړي لاسو کې
بیا مې را واچوۍ ټکری په سر بنګړي لاسو کې
زه د غیور ولس په مټو کې لا زور لرمه
زه لا اوس هم د کنړي سينه کې شور لرمه
زه تر ملتان او پاني پت د هرې تورې خان یم
زه د ګوشتې او د کامې او د لعل پورې خان یم
زه په یوه ګزار سل ټکه د زرګر وباسم
د کونړ شګې چاڼوی شمه ترې زر وباسم

-
بېرته شاته