(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

دا یې قواله په چا یې منې

تر هغه وروسته چې مهرسو تړون نظامي

د ځنګله دهوسیانو سره دغره د ببر زمري

زمری حق نه لره  ښکار بېله وضع اضطراري

نه یې حق لره هر وخت کورونه کړي تلاشي

  زموږ لویي جرګې په ولاړې لنګیږي له زرافې

دا یې قواله په چا یې منې

***

 یوه ورځ یوه هوسۍ په منډه وه له ځنګله

ګیدړې هغه ولیدله چې سایې په اوږو شړله

ول څه پېښته  ده ،هوسۍ په ځغاسته ورته ویله

ډیره سخته تلاشي ده مه یې کوه پوښتنه

 ول له  یوه سره ټوله اخته دی په پرې  پرې

دا یې قواله په چا یې منې

***

 ګیدړي ویل ماچې ویل سونامي  ده

ستا دومره ویره د یو عادي تلاشي ده

 ول عادي تلاشی نه ده نسل کشي ده

ددرو کپورو    حساب اوسرشمیري ده

  دهیڅ نر خلاصي نه سته  ترې

دا یې قواله  په چا یې منې

***

زمری ددوو اګیو اضافه اګۍ شکوي

ددوو اګیو چا ته زیات نه پریږدي

زه تښتم چې ز ما هغې پرې نه کړي

ول ته ولې تښتې چې لرې دوې

 پرمختللی  وسایل لري څومره ساده یې

 ول دایې قباله په چایې  منې

***

 ول هغه زور ور اول  ټوله  اګۍ شکوي

 بیایې په په ماشین سره حسابوي

 که پوره وي بټه ګوته درته جرتک نیسي

ښه ده چې دهغو په تخنیک قناعت لرې

ول دایې قباله په چایې  منې

راځئ چې غلامان سو!!

تر دې آزاد ژوند خو ښه دی چې مرییان سو

دګاډۍ آس ښه دی تر هغه چې ګاډیوان سو

راځئ د کافر دګټې لپاره ټوله جهادیان سو

راځئ تیر نور ددې تش نوم   آزاد افغان سو

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

رزق اودانه  به مو نور په غاړه د امریکا سي

دهغو بې پیخره مرسته او بیرته وړل دي دواسي

دلاسپوڅو پر ځای به خپله سیا زموږ پاچا سي

ددې درواغو لویو جرګوبه  خلاص فقها سي

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

دامریکا قانون به زموږسي اساسي قانون

څه په کار د نیمې شپې دزور او درواغو تړون

موږ د بزرګانو لاسونه پورته دي اودي بې زبون

بیله هغه هم داوطن سوي جنګي ازمونتون

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

هغوی غواړې په موږ معاصره ایران کړي

تر نظر لاندې مو جبعه خانه د پاکستان کړي

مسکو ته مو نژدې لږ نور عسکر او ځان کړي

چین ته هم له موږه جوړ چنګیز خان کړي

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

دا داوس دغلامي ډول په بل شان دی

شیطان په کښې تر ټولو باایمان دی

تر ټولو خاین  په کښې ښه مسلمان دی

ښه غل  په کښې لوی اتل او قهرمان دی

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

دا دومره یې  مړه کړه  چاپزه ورته تروه کړه!

څوک چا دلته څوک چا هلته محاکمه کړه

په پښتنو یې څومره  خواربمونه راایله کړه

زما اوستا د کور دننه یې جوړه شخړه کړه

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

موږ نر بزرګان په تور شپه کې لاسلیک کوي

ستره لویه جرګه فیصله بیله لوستلو د لیک کوي

پنج پدره مو په سپینه پاڼه ورته لاس لیک کوي

باشرفه مو په شنو ډالرو ورکړه د قواله لیک کوي

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

هر قاتل یې د محاکمې په وخت لیونی سي

هلته اتل وي چې دلته راسي  تورانی سي

چې دلته راسي په مړو بولي کوي سپی سي

جنایت کې لیونی  صلاحیت کې بیا سړی سي

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

څومره خوند کوي دهغو دا لوټماري او تلاشي

نارینه د شپې له کوره ایستل په ټګي ټوري

نرپښتانه وژنه په نامه د طالبي او تروریستي

بیا هم وطن پرسته بې قید اوشرط داتړون مني

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

بیله موافقې بیا د دې بزرګانو بلاربون ګوره

ددې جهادي  مرشیدانو بیاد شا لنګون ګوره

بیا د ټولې نړۍ رنګارنګ تهدیدون ګوره

بیا دا خوار اوزار افغانستان مسکین ګوره

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

که تړون نه وي رشوت ته یو غیران نسته

یوه الوتکه ملي اردو ته په آسمان نسته

دمړو لپاره د یو لک افغانیو جبران نسته

مشاورینو ته د ډالرو شنه  بنډالان نسته

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

یو ورته صلاحیت دافغان د مال اوځان ورکوي

ورکوي   بل ورته  صلاحیت د بل د دین او ایمان

بل ورته صلاحیت دتلاشي اوزندان ورکوي

بل امریکایي ته اختیار  دخپل خانمان ورکوي

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

دا پټ دوړن ستا  په کور هم ټوخیدای سي

د تلاشي اوښ ستا وره ته  هم چوکیدای سي

د بمبارد کوتره ستا په واده هم ریخیدای سي

په مستو سپو ستا ماشومان هم داړل کیداي سي

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

بیله هغه اوس څوک آزاد  کولی نسي ژوند

یوازې له غلامي اخیستل کیدای سي خوند

اوس په کار دی له  یوه  اتل سره اړیکه او پیوند

د کاته  دلاسه یوازې خوړل کیږي ممیزو  قند

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

د غلام لاسلیک هغوته دومره اعتبار لري

هر لاسلیک یې له ځانه سره د ډالرو انبار لري

داسې عزت کله ان لرغوني  احبار لري

اهمیت هغو ته لاسلیک زموږ د خرکار لري

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

موږ  تړون منو دلته لیونیان مه راولئ

له اردوتقاعد سوی سپیان مه راولئ

خپل کوڅه کښته ګیې او حرمونیان مه راولئ

دلته دعیسویت مکار مبلیغان مه راولئ

راځئ چې خپله قواله ورکړو او غلامان سو

***

 چې دا ټوله نه وي موږ دلته هډه څه کوو

 چې ښکار نه وي موږ داسې میله څه کوو

بیله مصونیته موږ دلته اوسیده څه کوو

بیله مهر سوی مرییانو موږ داخطه څه کوو

 نوراځئ چې خپله قواله وساتو او باداران سو

احبار د یهودیانو عالمان

دخلکو خولې نه تړل کیږي

پيغلتوب 

انجلۍ چې وي بدرنګه وایي هغه به   څوک غواړي

که  وي ډنګره وایي دامړژوانده به  څوک  مړه  وي

که چاغه وي وایي دا ګامېښه به دچا په کور ننوځي

که یې ورو خبرې کولې وایي ږغ یې له څا ه راوځي

چې چاته  رک ځواب ورکوي وایي څومره بې حیا ده

که په خبرو کې یې فکر کوی  وایي وا څومره یې ادا ده

که انجلۍ جګه وي وایي دا  درنګریزانو خاده ده

که په خبرو کې یې خندل وایي ډیره خېله ده

که په قد ټیټه وي وایي تر مځکې لاندې نیمی ده

که ډنګره ،نری اوخواره وي   وایي داخو قاف نی ده

که ډوډۍ ډیره خوري وایي ته چې وایې خورې واښه

که یې  لږ اغوستي وي وایي ډیر ه سوی یې ده وازګه

که انجلۍ لږ وخوري وایي یوازې کولمه غوړوي

که یې ډیر اغوستي وي وایي لکه چې واوره اوري

که ځان سینګار کړې وایي ځان یې یو غوړپ کړی جنۍ

که بې حیایي وکړي وایي پرتوګ یې ایستلی جنۍ

که ښکلې وي وایي په مرۍکې يې اوبه ښکاري

یایوبل  ته وایي څنګه   سترګې مړې مړې اړولي

واده سوې :

که ژر واده  سي وایي وخت د ناوکۍ بازۍ یې دی

اوس لا  له همزولو سره وخت دجزبازۍ یې دی

که یې خبرې نه کولې وایي اچار یې اچولي دي

که لږ ناوخته واده سي وایي  اچار ترې جوړسوي دي

که نوی کالي واغوندي وایي خر هغه پلان یې نوی دی

که ژر له حمامه راووته وایي لکه پشي ځان یې  پرېولی دی

که په ځنډ راووته  وایي ځان یې سرې  غوښې کړی دی

که اولاد یې ژر پیدا سي وایي لا یې  تف نه دی وچ سوی

که خرابه سود ا راوړي وایي دوکاندار ورته وو  ساتلی

که خسرګنې ته  ژر ځواب ورکړی وایي منتظره وه

که ځواب ورنه کړي وایي  په انک ناخبره ده

که مغرور وه وایي  بیا پر یو انډۍ کښېناسته

چې خوشاله وي وایي کله یې پښه مځکې ته رسیده

که شتمنه وي   وایي کور یې ښه اوډلی  دی

که غریبه وي وایي  میړه یې کورپه کور ګرزیدلی دی

په ادب ځواب ورکونکې ته وایي په قلم خبرې کوي

بوم ورته  وایي هغه چې  هر وخت کم کم خبرې کوي

وایي لوډسپیکریې تیر کړی چې کوي لوړې خبرې

یا یې بیا چا اډي پورته کړیيچې کوي لوړې خبرې

زړښت

که زړه روښانه کالي واغوندي وایي ځان یې  ۱۴ کلنه کړې ده

که ډیر   تیاره کالي واغوندي وایي ځان یې چونه انا کړې ده

چې ښځه مغروره سي وایي پر پزه مچ نه پریږدي

کمزوره چې زوروره سي خپل غچ نه پریږدي

که خپه سوه وایي ستونی یې ډک ډک کیږي

که خوشاله وه وایي د خندا کټ کټ کیږي

که دښمن په خپل نوم راسي وایي ډانګ په لاس یږ یادکه

که دوست ر اسي وایي عمر یې ډیر دی راغله چې مو یاد کړه

-
بېرته شاته