(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاشکی/دکابل خوب

دکابل خوب 

ما بیګا په خوب کی ولیدو کابل

چی ووغلو،ترلاس نیولئ یرغمل 

وی یی"ویښ شئ ای بچیانوچی غلویوړم

خپل واکدارمی دی دغلودلاری مل 

ھله ھله راپاڅیږئ،درنه وړي می

وړاندی لارکی ورته ونیسئ مورچل 

دازماواکداران دومره وږي غله دي

چی یی چورکړم،اوس می پلوري مُکمل 

په لباس یی غلط نه شئ،ټول رانیسئ

دوی آغوندي تل لباس بدل بدل 

نن می ستاسوافغاني غیرت په کاردی

نه ښیری،اونه دعا اونه ښکنځل 

که دانن ځمانجات ته راټول نه شوئ

بیابه ھیڅوک ځانته نه وایئ اتل 

ټول راووځئ،سوله ایزقیام شروع کړئ

دورورۍ لاسونه ورکړئ یوتربل 

په یووالي کی به ټول له منځه یوسئ

"که دښمن دی،که خاین دی اوکه غل 

د کابل چیغو راویښ کړمه له خوبه

تر سھار می دکابل په ویر ژړل

کاشکی

خدای بنده پیدادی،دانسان په څیر

چاژوندته اړکړی،دحیوان په څیر؟

کاشکی په انسان،دانسان مینه وای

یوانسان وای بل ته،دجانان په څیر

کاشکی دانسان سره نفرت نه وای

مینه دانسان وای،دایمان په څیر

ھیڅ خودخواھي نه وای دانسان سره

ھرچا،بل بللئ سم دځان په څیر

کاشکی انسانیت،په ھرانسان کی وای

نه وای ھیڅ انسان ھم دشیطان په څیر

دومره دژوند،لوی توپیرھرګزنه وای

نه وای انساني ژوند،دارمان په څیر

ھرچاته،ژوندون قیامه ښکلئ وای

نه وای داجھان،دسترزندان په څیر

دکابل یاد
څوک به ستايي تورپیکۍ اوتوراوربل
څوک به ستايي اوږدی زلفی ول په ول
څوک به توری،ګورګورینی سترګی ستايي
توری شوی لکۍ داری په کاجل
څوک به ښکلي،غشي غشي باڼه ستايي
چی څکڅيخ کوي دزړه په سرویشتل
څوک دسروشُنډو،تکسره سرونه ستايي
څوک په شُنډوسپورپیزوان اوڅوک چارګُل
څوک دزنی شینکۍ خال په غزل ستايي
څوک دټنډی خال ته ولیکي ناوُل
څوک دچاله خیاله ډک ګامونه ستايي
چی دزرکی په څیرکړي په لارمزل
ځوانان ټول په مازدیګرکی ګودرڅاري
بیاھرځوان لیکي ګودرته یوغزل
دھرچایی خپله خوښه چی څه ستايي
خوقیام به ستايي تل ښکلئ کابل

الحاج الھام الدین قیام
Elhammuddin Qiam

-
بېرته شاته