(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

لا تراوسه مو لیدلی یوبل نه دی
یواځی اورو دیوبل خواږه غږونه
هغه هم له غرو پناده 
او زه هم له غرونو اخوا
څومره لری فاصلی دی 
څومره لری سرحدونه 
زه به تاته درسیږم 
دا باور په ځان لرمه 
زه به تا دځان کومه 
داباور په ځان ساتمه
تاپخپله راته ویل چی سپینه نه یم
تاپخپله راته ویل نیازبینه نه یم
تاویل ته چی غنمرنګ یی 
زه هم یمه غنمرنګه 
زه که ډیره ښکلی نه یم 
ډیره هم نه یم بدرنګه
داکیسی خوږی کیسی وی 
هره شپه به دی کولی 
څه دمینی ډکی شپی وی 
چی تراوسه می لمانځلی 
تاویل زه درپسی مرمه 
تاویل ژر راشه وطن ته 
ګرانی اوس مسافری ده 
ډیره سخته زندګی ده 
هره ساه کی می وسیږی 
دونیاڅومره ارمانی ده
جانه ځاردی شمه جانه زه درځمه
جانه ټول خوبونه زه ریښتیاکومه
ګرانی بس دی ګرانی شپه ده زه ویده شه
ګرانی خیر دی یوسندره زمزمه شه
ستاسیلاب دی تانه ځارشی 
نور غوګی می بندومه
اوپه مخ دی ښکلومه

Abaseen Selab

-
بېرته شاته