(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رهبر لاره بدله کړه

ستاخو بیا ټکور ټکور نظر لاره بدله کړه 
هسې مودردونو دپرهر لاره بدله کړه
ماخودبڼو ترچنارونواوښکې راوستې 
تا په نیمه لاره د ګودر لاره بدله کړه
غوټه مو دردونه په تڼاکوکې وو تلوپسې 
څه وکړو ملګرو چې رهبر لاره بدله کړه 
تورمچان یې بیاسپینوشکروباندې کېناستل
مونږ چې اخیرببا دپیښور لاره بدله کړه
باد داسویلو دې بیا له مخه څڼې ټولې کړې
بیا دې تور وریځوله سپین لمر لاره بدله کړه
څومره دې دژوند تودې سړې (حسنه) تیري کړي
نه دې شو زړه زوړ نه دې هنر لاره بدله کړه 


ډاکتر زبیح الله حسن

Dr. Zabihullah Hassan

-
بېرته شاته