(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونه

خپلي ليلا ته شه دلبر پښتونه ټوله دنياکړه پری خبر پښتونه دا هندوکش او تاتری خبر کړه چی سره يو کړو لر او بر پښتونه ډيورنډ خط د سرطان دانه ده ستا تباهی ته دی خطر پښتونه دا اوبه ندی ترينه اوښکی راځی زرشه خوشحال کړه دا سپين غر پښتونه يا د تقدير زرشه ډير زر بدل کړه يا د سر و جنګو په غر پښتونه د خوشحالخان له پاکی خاوری ځينی جګ شه اورنګ کړه لاس په سر پښتونه د ملنګ جان په زړه چړی خښی شوی تار د اغزن لکه خنجر پښتونه که موټی نشو او وهدت ونکړو داسی به ګرځو در په در پښتونه دا د سبا وعدی کړی لنډی نوری هرڅه کړی خپل تر مازديګ ر پښتونه راوړی ډولونه اټنونه مرش کړی په غليم جوړ کړې يو مهشر پښتونه حفيظ مليار باندی به جوړ شی اختر که شمله جګ کړو د خيبر پښتونه

Abdul Hafeez Malyaar -
بېرته شاته