(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لا ډېرېږي غمه

غزل

په سوال او زاري کله تم کېږي ژوندون

څومره په منډه منډه تیرېږي ژوندون

په تور رنګ باندې سپین ویښتان نه پټېږي

لکه سپین غر کال په کال سپینېږي ژوندون

د دنیا قومونو سره خوشالي کړي

مونږ سره په غوړو کې سوځېږي ژوندون

زه په ځواني کې پر تا ډېر ډېر نازیدم

چې زوړ شوم پر ما خندېږي ژوندون

ما به ویل چې عمر چېرته ژر خلاصېږي

خو  د سترګو په رپ کې ختمېږي ژوندون

تېر وخت د پسرلي موسم په شان خوږ وو

اوس لکه د ژمي شپه سړېږي ژوندون

چې احمدزی سم شي ژوند یې نه سمېږي

د یو وران محل غوندې نړېږي ژوندون

غزل

چې دې څومره خورمه لا ډېرېږي غمه

ورځ په ورځ په ما باندې غمېږي غمه

کله کله د خانانو خوا ته ورشه

نه توبه ! ته خو هلته شرمېږي غمه

بېخې نه ختمېږي،بېخې نه درېږي

د يورپ باران غوندې اورېږي غمه

غم بې نیټې راځي دغه یو متل دی

د دې کلي پر سر تل چورلېږي غمه

ما ویل چې نو شپه ده سبا به شي اخر

ته لکه د تورې شپې تورېږي غمه

ړومبی زه ماشوم وم بیا ځوان شوم اوس زوړ یم

عجب کار دی ته هېڅ نه زړېږي غمه

احمدزی چې چېرته ځي ته هم هلته ځي

لکه سوری راسره ګرځېږي غمه

-
بېرته شاته