(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځواني لاړه/ بلي ډیوی

بس دى سګرټى

بس دې سګرټى نور یې نه څښمه
شومه ليونى نور يې نه څښمه
د ځوانۍ عمر مې خزان شو
تير مې شو سپرلى نور يې نه څښمه
یو سودایي له مانه جوړ شو
شومه پيریانى نور یې نه څښمه
په لاره ځم هسې ځنګيږم 
شومه وچ لرګى نور یې نه څښمه 
په سل مرضو یې اخته کړم 
خورمه خپل زړګى نور یې نه څښمه
خپل او خپلوانو ته بدرنګ شوم
ښکارمه پردى نور یې نه څښمه
حفيظ ملياره رنګ مې تور شو
شومه سپيلنى نور یې نه څښمه

بلي ډیوی

څیرې ګریوان کې مې داوښکولا قطری پاته دي

ژونده په زړه کې مې لاهم یوڅوګیلې پاته دي

عمر مې لاړه د ځوانۍ په نشه پوه نشومه

ساقي ستا شوخه میخانه کې مې پیالې پاته دي

له وطن لري دهجران په دام کې ګیریمه زه

مانه د کلي د ګدر ټولې میلې پاته دي

د خټو کلی، دنګ چنار، اود سحر بادونه

د بام په سر کې دخوبونو خاطرې پاته دي

مرګیه لږ انتظار وکړه وارخطايي څله؟

ریبار ورغلی دیار کلي ته جرګې پاته دي

وطنه ځنګه به د هیر کړم هیروی دنشم

ستا خړه خاوره مې تر اوسه په لیمې پاته دي

دا دحفیظ ملیار په قبر ګلان ونه کرۍ

لا خو زما د ارمانو بلې ډیوې پاته دي

ځواني لاړه

د یو خیال په طمع طمع ځواني لاړه 

سوزیدلم  لکه  شمع  ځواني لاړه   

دا ژوندون خو په ولله د سترګو رپ وه

سم چې زه پرې خبریدمه  ځواني  لاړه

سرمې سپین شو ګیره سپینه خوله کڼډاسه

نور  زهیر  شومه  له  تنه ځواني لاړه

کینه پریږده بغض پریږده مینه وکړه

را ترغاړې  شه  همدمه  ځواني  لاړه

د زړه درد  مې درته وایم راته ژاړې

ژاړه  ژاړه  ای   قلمه ځواني   لاړه

په زړښت کې د ځواني خوندونه نه وي

زه ورځه  د زړه   مرحمه  ځواني لاړه

زه حفیظ ملیار د زړه زخمونه  شمارم

وزګار  نشومه له  غمه  ځوا ني  لاړه

-
بېرته شاته