(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوي اختر د رارسيدلو په مناسبت

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

تر هر څه د مخه خپل، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړو لخوا د ١٤۳۴ ق کال د لوي اختر د راسيدلو په مناسبت مبارکي او نيکي هيلي د نړي ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان زوريدلي، کړيدلي اومظلوم خلګو ته وړاندي کوم.   د لوي خداي (ج) د دربار څخه ټولو مسلمانانو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر غواړم.

لوي اختر چې مسلمه امت ته د خداي (ج) و دربار ته د حضرت ابراهيم (ع) د اطاعت او د حضرت اسماعيل (ع) د ځان تيريدني يو لوي درس دي، بايد هرمسلمان په ووياړي او عمل په وکړي.

درنو هېوادوالو!

زموږ په هېواد کې د دري لسيزو ناخوالواو جګړو له عمله هره ورځ په لسګونو مظلوم او بي وسه افغانان د جګړي قرباني کيږي، خويندي او ميندي مو بوري او کونډي کيږي چې د اختر مبارکی ورځي په اکثرو کورونو کې د غم او ماتم ټغر خپور کړي، ځکه نو جګړه د افغانانو د پاره د حل لاره نده.    راځي چې د پخلايني او سولي د ټينګښت دپاره يو موټي سو او د مذاکراتو، جرګو او لوي جرګي د طريقه ملی پریکړی او د هميشني سولي دپاره هلي ځلي وکړو تر څو چې د جنګ، جګړي او ولسي قرباني کمبله زموږ د ګران او   وياړلي هېواد افغانستان څخه د هميش دپاره ټوله سي.

د وخت څخه په ګټه اخستلو يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم. اختر مو بختور  الحاج غرزي خواخوږی


د هجران  اختر

څوک په اختر کې د جانان سره وی

څوک بیا یواځې دخپل ځان سره وي

څوک   له خوښیو  اټنونه  کوي 

څوک بیا د اوښکودګریوان سره وی

رښتیا د پیغلو اختر ښه اختر وی

په اوربل ټیک پوزه پیزوان سره وی

خاونده ته ورته اختر اختر کړی

چې  د چا عمر د  خفګان  سره وی

حفیظ  ملیاره  ستا اختر  به څه وی

له وطن  لری  چې  هجران   سره   وي

 


دسولی اختر

تنګ یوله جګړو،خدایه دسولی اخترراولی
دی توری تیاری ته ،خدایه څریکه دلمرراولی

داسی اخترراولی،چی ټول سره پخلاکړي مونږ
بیرته کورکھول ته،له کورورک مرورراولی

سوله سوله وایي،خوتدبیریي دجنګونودی
ورک دجنګ سرونه کړی،دسولی کوم سرراولی

یونجیب دی واخیست،بل دسولی سړئ نه راغئ
مونږته دنجیب په څیر،دسولی رھبرراولی

الحاج الھام الدین قیام


خدایه اختر څنګه ولمانځو !؟
زاړي بابا بابا ناری وهي کوڼډی ایتمان خدایه اختر څنګه ولمانځو
سور ور بلیږي جنګ دی په افغانستان خدایه اختر څنګه ولمانځو
دا اوسني اخترونه د پیسدارو خلکو لپاره یوه ښه تفریح ده خو د
د خوارو غریبو افغانانو زړونه ډک دي له خبګیان خدایه اختر څنګه ولمانځو
د ناماعلومو د پټو پیلانو د جال سازۍ جنګ جګړو له لاسه
ټول وطن مو کڼډواله کڼډواله ویجال وران خدایه اختر څنګه ولمانځو
هره ورځ په د وطن کې د قتل عامونو چیغی ناری دي کفارو
او موشرکینو تور تم دوزخ راته ګرځولی دا جهان خدایه اختر څنګه ولمانځو
د دنیا له هر خوشحالیو مستیو نه یی بی برخی کړي یو په مونږ
جاهیل خره زناور ټوپک سالار غله دي واکداران خدایه اختر څنګه ولمانځو
کلونه وشول چی په افغانانو قیامتونه تیریږي خدایه ستا له ترفه
هیڅ فیرضو ینه نه شته شپه ورځ مړه کیږي افغانان خدایه اختر څنګه ولمانځو
نه مو دعاګانی قبلیږي نه صوله راځي هیڅ نه پوهیږو دا څرنګه
بد ژوند ده چی تیریږي دنیا ده راته جوړه شوی زیندان خدایه اختر څنګه ولمانځو
ذبیح لله شریفي

 

-
بېرته شاته