(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

موږ چیري روان یو؟

مخ په لوري رهي  د ترکستان یو

دغلو پسې موزون قدم سپاهیان یو

مسلمانان رهي  پسې دشیطان یو

په خپل کورکې د بل د ګټي  پاسبان یو

 موږ چیري روان یو؟ موږ چیري روان یو؟

***

درواغ مو نه ویل پخوا بې درکه او زوره

اوس رښتیا نه وایي بې پیسه ګکه او زوره

خپل د کور غلو ته سوي یو بیوسکه او زوره

دقاتل پسې چکچکې  کوو ښه غوړمالان یو

موږ چیري روان یو؟ موږ چیري روان یو؟

***

قاتل ، غل،غاصب  زموږ سوی امیر دی

  شوکمار   اختلاس ګر زمو سوی کبیر دی

 د بل نوکرو جاسوس زموږ سوی وزیر دی

قاتلانوته  لاسونه پورته  تسلیمیان یو

موږ چیري روان یو؟ موږ چیري روان یو؟

***

مقامونه دومره کښته سوه د واکوال

اهمیت د څوکیدار سو د ستر جنرال

پاچاهي ته ځان کاندید کړ شوم چغال

موږ ټوله دبګیلانو ګیدړو   چرګان یو

موږ چیري روان یو ؟موږ چیري روان یو؟

***

 چې پزه  یې باید پرې سي هغوی پيزوان غواړي

شرم ورک سو پزه  پرې دچاړو دوکان غواړي

 موږ یې له کلي شړو هغوی ارګ دخان غواړي

دنیا چې پرخره بار یې دهغه خره شاتران  یو

موږ چیري روان یو؟ موږ چیري روان یو؟

 

نخودک نخودک هوف

شکر چې ټاکنو ته استعفاه وکړه څو زورواکو

څه مده خلاص سو وطن دخاینو او تور  واکو

هله ژر ژر کا رکوئ  وطنپرسو  او خپل واکو

لږ سوه  هغه  چې د نفاق سکاره کړې پف

 دهغوچپه پاتا کوئ  نخودک نخودک هوف

***

افغانستان به کله خلاص شي د جنګسالارو

پوه به کله کښېني پر ځای د چورونګ سالارو

 دا پلان دی وطن جوړوي په وژ نګ سالارو

دهغو  ساړه بادونه  دولس دلاسونو کوف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

***

ګوره دقومي جنګسالارو دا ښه دريځونه

د هر ملي خاین تر شا دي پردي سفارتونه

ځغلوی بهرته هر یود وطن شته او  معادنونه

ټوله په جیب ډکولو دي خورا  ډیرمصروف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

***

چې نن دا تور کارغان په لوړو ښاخوګرځې

اخیربه ښاخ مات سي  ، هغوی به راپرځې

تر کله به  دهما  خواد هغو پرسر ګرځې

 اخیر به یوڅوک د هغو په مخ کړي تف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

***

خره ته رایه ښه ده نه  وچ سترګې انسان ته

چې دشرم سترګې ولري ښه ده هغه حیوان ته

نه دانسان په قالب کې ږیرور شیطان ته

 نور مه ختا وځه د شیطان په غلط دم وچوف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

 ***

راویښ شئ ولي دناز په خوب ویده یاست

په رڼو سترګود سویی  په خوب بیده یاست

وطن یې چورکړ د مرګ  په خوب پراته ياست

 په رایو نه ورکولو هغوی کړئ له یوه سره موقوف

دهغوچپه پاتا کوئ  نخودک نخودک هوف

***

دیموکراسی نه ده قام پرستي ده وکړه باور

د پردو حکومت چلیږي نه افغاني وکړه باور

وطن یې خراب کړ په قصدي  وکړه باور

ګنا هکارو ځانونه خلاص کړه په غورو پف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

***

 اوس لا وخت سته پښې ټنګي لګوئ

دهغو  غوړپلو چلو په دوولاسو خورئ

 هغو ته لکه تاسو ته چې وایي درواغ وایئ

 پام ولس ونه کړې  په دوران د هغو نور اف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

***

کرزي دحنظل مړاو بوټو ته وړکړې اوبه

په ټوله خزانه یې   دغلو وده وه لویه سوبه

ټوله غله یې د خوار ملت پر څټ کړه سپاره

 اوس  هرقاتل  غل ځان بولي د ملت فیلسوف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

***

په قانون کې یې د ریاست څوکۍ کړه د خرکار

نه  زده کړه ، نه سابقه، نه تجربه ده دچا په کار

نه سن راغلی نه قد اونه بوټ لمبرد خودکار

غلا روا ده چې ږیره لویه کړی څوک  د تصوف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

 ***

شلو نفرو داټول  ملت نیولی یرغمل

 دلته خوب د رهبری وینی هر غل

په دې کام پرستي کې دی دهغوی چل

 له دې وضع څخه په کار دی وحف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

***

ددویم متفکر مرستیال سو اول لمبر قاتل

داول نمبر خاین مرستیال سو اول لمبر باطل

له دې بلا و څخه به یوه بلا سي پر موږ نازل

بیا به پر وطن خپور سي د یو ټنبه باد او پف

زړه به د خولې راوچوي  نخودک نخودک هوف

***

دا ازمایلي څیرې یو نه دی د خدمت

شیدې یې سره ایله کړي دپاره دغنمت

د غله اوقاتل اوغاصب دی مشراکت

د وطن خیر نسته  په دی دوامداره خسوف

دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف

وییونه اوکنایې: وحف ( ویره )، شیدی سره ایله کول (دیو بل سره دوستی کول )،خسوف (تندر)

صابونکیان

راغلې ټاکنې په کار دي دهر پادوان صابون

یو په ژبه  موښې بل په لاسو بل په ځان صابون

څوک کند وزي کاروي څوک د ځان صابون

کله سپین وای سي  دا شاتوتان صابون

راغلی ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون

***

په سوټي له چا خیري جلاکوي دوبیان

کیسې وهي اخته دي هر چیرې  کیسه مالان

کله سپینیږي په پرېولو  داسوی سکوران

کله به له دې کرغیړنو سي د افغان خلاصون

راغلې ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون

***

هرچیري یو ناست دی ځان ته کف ورکوي

چا ژبه رایستلې په تغار ه کې کف ورکوي

بل دخیړن پیرن سر ته د شامپو کف ورکوي

څوک چکۍ کاروي څوک پوډران صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون

***

دیموکراسي ده  جزګي ته وايي  پستکیه

دکرزي پاچاهي ده  بیزوته وایي سپینکیه

دلوټمارو واکمني ده خاین ته وايي سادکیه

تور خړیسانو  ته  څه ګټه لري ګل نښان صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون

***

 بیاراغله هغه ناولي چې دي دملت قصابان

په زرو یې مړه کړه په کانتینروکې تاندلبان

لا باور لري چې ورکړي خلک هغوته ووټان

په خپل تور بدن مښي د اشرف نښان صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا سو ګران صابون

***

 یو یې په چغو دلویو بمونو کړ ځان زکام

بل یې  دتیو دکلسیون او دمړو د نڅا و امام

اوس هغو اجاره کړی ددشت برچي حمام

نه چې بیا وغولوي داښار ناپرسان  صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا  سوګران صابون

***

هر یوه هیر کړه  له ملت سره خپله ناروا

اختلاص، بډي، غصب دمځکو او غلا

په کومو سترګو دوی میدان ته راغله بیا

داخیرني ږیرې  غواړي درجنان صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا  سوګران صابون

***

چا سنګ پای مخ ته نیلوی چا چپه تورۍ

دچا لیف په لاس کې دچا دصابون چکۍ

څوک ښکر غوړوي څوک ږمونځوي لکۍ

استعمال  ډیره ګټه لري د ان په ان صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا  سوګران صابون

***

دا وطن په درنو دروند دی په سپکو سپک

پټو یې غوړولی دي هر غله دلاپکو لاپک

ځان یې کاندید کړی هر ناپوه دچپکو چپک

 عنبري کاروي څوک عطرافشان صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا  سوګران صابون

***

دهر خیرن په لاس کې ده دصابون چکۍ

څوک دنل په غاړه څوک دکابل دریاب په ژۍ

صابون یې  کله ورکوي بوی د پسکۍ

شل به  یې نه کړي  زما په ګمان  صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا  سوګران صابون

***

  لغړ د  دښو خلکو په صابون مینځي ځان

 دهغو تر شا ولاړ  پټوي کونه دهغو په تنبان

دغلا په صابون کله سپینیږي تور ایمان

دوینې لکې کله ورکوي  دومره اسان صابون

راغلې ټاکنې دلته بیا  سوګران صابون

***

راځئ ورکړو صابونکیانوته اماله دصابون

ورباندې وخورو په ټاکنو کې دانه د صابون

ورته بیان کړو ګټه نه لري دا  موښه  دصابون

ملت مو وجدان بویوی نه عنبر نښان صابون

دخدای لپاره  بس ده نور نه کړئ  ګران صابون

-
بېرته شاته