(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داولس میړنی

د  پردو  چې څوك   تقليد كوي، پردى  شي

چې د خپلو كړي  پالنه  مېړنى شي

مېړنى  د  اولس  نه   مري   تل  ژوندى   وي

كه  هر څو د  ځمكې  لاندې  ئې  كورګى  شي

معنوي  پانګه  چې  څوك  خپل  قام  ته  پرېږدي

د قامي  ذهن  نه  كله  بيا  وتى  شي

په  تاريخ   كې  د غيرت  به  ئې  نوم  يادوي

چې  د قام  او د وطن  نه  څوك  لوګى  شي

چې  د پت،  ښېګړې، تورې،  وفا  جوړ وي

هغه  (ستوری )  په  اسمان  كې  ځلېدى  شي

شاعر :  کبیرستوری

ترتیب کوونکی  :  انجنیرعبدالقادرمسعود

-
بېرته شاته