(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون حسېن

ای غـــېرتــــــــــي! ای ننګيــــــــاليــــــــــه! ای پښتــــــــون حُسېنه! ای د انســــــــــــــان انســـــــــانيت، روح او ژونــــــــــــدون حُسېنه! تــــــــــۀ سفينــــــــه يې د نجــــــات د هــــــــــــدايت مشـــــــال يـــــــــې يـــــــــې نمــــــونـــــــه د انقـــــــــلاب او د بـــــــــــدلــــــــون، حُسېنه! پــــــــــه کـــــــــربـــلا کښې دې پــــــــه پـــاکــــو او سپېڅــــــلو وينو انســـــــــان تـــــــه وښودو د ژونــــد پـــــه لاره يـــــــــون، حُسېنه! راز د بقـــــــــا دې پـــــــــه فنــــا کښې کـــــړو څرګنـــد هـــر چـــــا ته انسـانيــــت بــــــــــــــه همېشـــــــه وی ستـــــــــا ممنون، حُسېنه! پــــــــه قــــربانۍ بــــــانـــدې د سر دې حـــق باطـــل کـــړل جـــــــــدا تــــــا بـــــــې نقـــــابـــــه کـــــړو يـــزيد غــوندې ملعون، حسېنه! زمـــکــــــه دې هــــــره کــــــربلا، ورځ عــــــاشوره جــــــــوړه کړه فــــــــــرق دې کــــــــړو ختـــــم دا د نـــــن او د پــــــــرون، حُسېنه! تــــــر څـــو انسان چــې وی انسان نــــو هېر به نـــــه کـــړي چـرې چـــــې دې پـــــه وينو کــــــوم تحــــرير کړلـو مضمون، حُسېنه! د دنيـــــا ټــــــول غمـــــونـــــه ستـــا يـــو غـــــم تــــه نــــه رسېږي په غم کښې ستا شته زړۀ چاودون هم زړۀ راښکون، حُسېنه! شــــاهين کـــــه هــــر څـــــو نـــــاقـــــراره پــــــه غـمونو کښې دی ستــــا پــــــه نــــامــــه کښې دی حـــاصل ورته سکون، حُسېنه!

انور شاهين خانخېل – پېښور (کوزه پښتونخوا)

Jarga

Anwar Shaheen KhanKhel Koza Pakhtoonkhwa -
بېرته شاته