(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نزونه تازه شول

واکداره موږکان

زه یم وطن  زمابزرګان په هډ سوي مردار

 په ما مین  زامن دهغو سوي رکابدار

 دلته لوټماران په اهلیت مقرریږي

  زما د شتو  پټولو ته سوي وژ مردار 

ټول وزیران مي ګوره سوي نمک مردار

دغنمو دجوال موږ کان سوي واکدار

***

داوښکو توپان

دا خلک نه توپ لري نه هاوان

د هغو اوښکې محلو ته سي توپان

دا توپان په سترګو نه لیدل کیږي

نمرود وژني په ګاوله دخپل پاسبان

***

دلته بډي اواختلاس سوی په شرعه    روا

چې دی لاس رسي درته ده په شرعه    روا

دهغه چا چې نه  رسي لاس انګور وته

 هغه دي وايي شراب نه دی  په شرعه روا

***

دعطرو دبوتل سره ما درته خلاص کړ

نور د باد کار دی دهغه خپرول او شندل

ما دبسلمان په سیاست ستا سر خلاص کړ

نور دي عقل پوهیږي  او دهغه ټاکل

 

نامسلمان غل

 دکار خنډ

ما ویل یو بیکاره  وزیر ته په پند

په دومره پيسو دي جوړ نه کړ یو بند

ول زه دهمدې لپاره مقرر سوی یم

  چې دبندودجوریدو سم خنډ اوځڼد

***

نا مسلمان غل

په  دار وځړید یو افغان غل

 دولت هغه باله نا مسلمان غل

دولت په کوشنیو غلو شرمیږي

ځکه هغه بې شرم و د یو نان   غل

***

د سپو قدر

پخواد غلو لپاره ساتل کیدل سپي

   اوس دلته غله خپله غلاکوي سپي

سپي  دننه کوټه کې ساتل کیږي

هرڅوک پاسباني کوي  دخپل سپي

 

دنوي عصر سیاست

نن چپو خولو ته وايي خوار او  بې مټو

پوه هغه چې ټوله ورځ  تیروي  په کړتو

 الپی الا او ډنګر څوک نه بولي سړی

سړی هغه دی چې وي پنډ او چړامبو

سم سړی به هیڅ وخت نه سي وزیر

هغه  واکمن کیږي چې وي لړو پتو

 هغه اوس په سیاست کې دي بریالي

چې کار بار یې وي ټوله په خرتو پرتو

 آس ته دبزکشي اجازه کله  ورکوي

 چې په وطن کې پاته وي یوګوډ ټټو

له سیاسته نه ورکیږي غدو او بډو

چې ناست وي پر تخت یو دوپه ڼانټو

ډنګرو ډاکټرانو ته وار د کار کله رسي

چې پاته  په کلي وي یو بې سواده خیټو

اوس هغه قام   په سیاست خوري ملکونه

چې غر و پیل یي خبرې وي دهر باټو

 داوس بړواګي  داسې ګرځي لکه اتلان

هغه وخت ولا‌ړ چې مخ یې پټوه په پټو

اوس دزعامت دعوا کوي هر  غل غدو

همدا  دکور خاوندان هغو ته  سوي للو پتو

 د اوس په سیاست کې مشر ان کیږي  هغه

 چې یو پردی یې ټینګ نیولی وي له خټو

 وزیر بودجه په خپل حساب کې  ساتي

هغه پوه یې دی تر هغو ناپوهو ډیر چټو

دې بې خاره  مقامو ټوله غله کړي پیران

 هر یوتر ځانه ټول ولس بولي  ډیر مټو

هر یو یې په وار دا وطن سم جارو کړ

نه یې  د سیک  ډیره  ناغه کړه نه دایران ټسو

یود  قرباني پسونه  بل  داردودرمل هضم کړه

 ورته نسوار نه دي که کوشنی   دي که خړامبو

 ولس په چا وکړی  اوس اعتماد دکار

هغه ډنګررهین یې  تر ټولو راوخوت پېټو

                                                            یو بل ته نسوای ویلای  خیانت مه کوه

هر یویې وار ته ګور ي دخرتو پرتو

  خدا ی دی  هغه ملت ته خیر پيښ کړې

چې خلک یې شخصي ګټې کړې بې خټو

نظری چپ سه ټوله  اخته دي په جان کني

هغه چې له چوره ګټه نه اخلي پر  وایي لانت تو

چړامبو( لټ )، کړتو ( چټات)، لړوپتو( بی نظم )، لړو چټو ( اصرافی )، بی خټو( بی غیرته اوبی کاره ).نانټو( دټولو پوروړی )، مټو ( کم عقل )، للو پتو( چاپلوسي)، پېټو( پر خور)، خرتو پرتو( غولونه )،  الپی الا ( خوار)،ټسو( ډیر لږ)

درښتیا خوب

 خوب وینم

 مشر مې تر ستوني نیولی

 ځان ته يې راکښوم

 سترگې یې  راوتلي

ژبه ې  راوتلې

 وايي څه مي کړې؟

 ورته وایم :

څه لا کوې؟

 ووایه :  خپلو وزیرانو ته

 تاسو د ملت وزیران یاست

که د رذالت

 تا ویل نور مصلحت نه کوم

خاین ورکوم

هیڅ دي ونه کړه!

 هغه ته مې لنگته واچوله

هغه ویل  مه کوه ؟

 خوږیږم

 ما ورته ویل :په خوږهم پوهیږې؟

 په همدې گیرو دار کې

له خوبه راکښېنستم

 خپله غاړه مې خپه کړې وه

ویل مي : کاشکي راویښ سوی نه وای

ددین خره

دین د خلکو د ژوند  ښکلا او  هنر جوړوي

په دین  لږ خبر له ځانه موشه خر جوړوي

لویه ږیره، سپین کالي سپینه لنګوټه

دا شیان  یوازې د  انسان ظاهر جوړوي

اصلی شی  په دین کې پوهه او ایمان دی

لږ پوه مسلمان له ځانه دشیطان چاکر جوړوي

دین په زړه دی نه په لویه  ږیره ،سپینو کالو

دین له پوه سړي نه د نړۍ متفکر جوړوي

وګوره ابن سینا،ال جبر او فخر رازي ته

هر پوه مسلمان د ساینس دعلم فر جوړوي

لږ په اسلام   پوهو ځان اواسلام خراب کړ

له خپلي خیټې له اسلامه ګوګړ غر جوړوي

په الوتکه کې دچین په ټول کې رهي مکې ته

مسواک په خوله کې له ځانه  سنتګر جوړوي

په قران کې یې نه وي زده الحمده په مانا

هر آیته  به په تاته  سحر یا علم جفر جوړوي

قران نه وایي په مانا په عربي  یې غلط لولې

دهغه د ایاتو له مانا څخه  درته الجبر جوړوي

فرض تل ترې پاته مښتي وي لکه ژوره په مستعب

دعربو د رواجه  د مسلمانانو تر منځ ټکر جوړوي

چې ونه کړې دلته دجاهل عربو دهغه وخت رواج

مخ  یې لکه چغندر سور سي درنه کافرجوړوي

د ږیرې لاندې  د ورځي سل ګناهوي غوټه کوي

بې ږیرې پاک سړی ته په ژوند انکر منکر جوړوي

تویوي دسیاست لپاره حرامه ، پاکه وینه

هر قاتل او خوني ته د جنت کلۍ او ور جوړوي

کله به دا زموږ بسلمانان سي مسلمانان

کله  به دخدای  له قرانه  خپل رهبر جوړوي

په زړه تور غول په بسم الله خوري په مزه مزه

په خیال له رشوته اوغلا صدقه فطر جوړوي

دلته دهر ږیرور هره  ګناه ثواب  سوې ده

 نا پوه  دسپین لونګۍ له کوټو څخه زر جوړوي

هر وخت چې علم بر سو پرلباس او ظاهر د بدن

دا علم اوپوه  بیا هغه وخت زموږ مقدر جوړوي

لباس باید د علم په پوړ لکه کمربند د ټکواندو

عیار سي کنه ددې لوږیرو کړه دین ته خطر جوړوي

وخت ویستله   دډیرو سپینو کالیو   سپين کالي

هریو په خپل کړه او فتوا ځان ته سقر جوړوي

باور مه کوئ په سپین ظاهر په تور باطن

داکسان افغان او اسلام ته لوی غرغړجوړوي

دمقام لپاره  مجاهد،مقاو متي او بسکر سي

د  جهاد په نامه دوبی کې کور اودوتر جوړوي

ټوله د مقام دپاره له اسلامه اخلې ناروا ګټه

له ځانه  څخه نخلونه دا  کیکر جوړوي

وروره  داسلام دخطر خبره نسته   خبر سه

دا د اسلام  خطر د پردو لوډسپیکر جوړوي

اسلام زده کړه  بیاپه هغه وکړه  عمل خپله

د زده نه مخکې عمل ستا نه لوفر جوړوي

دبل د خولې  په خبرو باور مه کوه  وروره

دا په نوم عالېمان هلته   د زقوم سر جوړوي

اسلام دانسانیت د ونې قوی ریښه ده

قوی ریښه قوی  تنه او قوی بر جوړوي

دماغ  په کار واچوه که یې  لرې لږ  نوکې

ناپوه په خپل لاس له جنته  سقر جوړوي

بسکر ( اجرتي قاتل )، کیکر(  ځوز لرونکی ونه )، ګوګړغر ( اتش فشان غر)، غرغړ ( جنجال)،

-
بېرته شاته