(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونواله/ غزل

غزل

ستـــا د مــیــنـــې دېوانه یم

هــم پــاګــل هــم مستانه یم

پتنګ غوندې اور ته ورشم

عجب عشـق کې مردانه یم

یو ساعت لـکـه د کـال شي

داسـې بــند پــه جیلخانه یم

ځیګر مې له وینو ډک دی

تـــل د غــــشــو نښانه یم

چـې جـنت نـه خلک باسم

د غــنــــم هــغــــه دانه یم

څومره جـفـا ده  وطن کې

مـــدام سـر پــه ویرانه یم

 زه احمدزی ډېر ګمنام وم

اوس  جهان کې افسانه یم 

غزل

په رښـــتیــا خــبرو ډارېــږي هــر اشنا نن سبا

د دې خلـکو شـونـډې ګنډلی دي کوم چا نن سبا

ســاقــي راشه په مـاتو هنــدارو لږ نظر وکــړه

دلتــه روغ زړونه پاتــې نه دي د هـېچا نن سبا

زمونږ د ښار اپلاتون هم بې ځوابه غوندې دی

ناست یوو بس تیارو کــې په تمه د رڼا نن سبا

یو ځواني دوهم غریبي درېـیم چې مینتوب شي

دغه درې خو عــاشــقانو ته شــي سزا نن سبا

احمدزیـه دا باقي عمر میــخـانه کــې تېر کړه

کـه څــه غــم کــړی د هغې ابدي دنیا نن سبا

19/09/2013 جاوېد احمدزی

 

پښتونواله

چــــې په خــپل وطــن شـیدا وي هـم مفتون وي

داســـــې خـــویـــونـــه يـــواځــــې د پښتون وي

نه له عــشقه نه لـــه جــنګ نه په شـــا کـــېږي

هـم یـــې رزم هـم یـــې بــزم کـــې ګـــډون وي

کــه صاحب د ډېر قــدرت یــا ډېر دولـت شـــي

په هر حال کې په هر ځای کې ډېر موزون وي

جګ او ټـيـټ خان او غریب نه وي په منځ کې

پــښــتونـوالــې کــې بـس دغــه یو مضمون وي

د بــل نــامـــوس تـه د خــور په نـظـر ګـــوري

ځـکه یــې خـــو خـلک څنګ کې په سکون وي

کــــه په ټـول عـمر خـواري او مــزدوري کړي

تــل لـه خـــپــله ربـــه راضــــي او مـمنون وي

دردمن ځــان یــــې د هــېواد پـه درد دردېـــږي

همېــشــه به یــــې دردونــــو کـــې ژوندون وي

غلــیـم ته دا ځــای لـکـه د سرېــښـــو ډنـــډ دی

چــې دلته بــند شي  ورباندې جوړ شبخون وي

احـمـــدزیـــه پښـــتـــانه ســــره جـــرګــــه کړه

کـه نـه تـــل به ســـتــا د لـــراوبــــر بېلتون وي

(جاوېد احمدزی)06/09/2013 

-
بېرته شاته