(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښکلي شعرونه

غـز ل

زَ مــاد درد ، او کــړاوونـو داستـان  څــــلـه لـو لــې

د جــفــاء ډکــي خاطــرې د جــانـــان  څــــلـه لـو لـــې

چــي دي د وصــل پــه يَـوه آ يـات عـــمـل ونـــه کــــړ

بيا مي د ميني دا سپــېڅلـی قـرآن  څــــلـه لـو لـــې

رقيبه تا هم زموږ په زړو کي څه پرې ايښي نه دي

پـه غـور غـور فـلـســفـې د شيــطـان څــــلـه لـو لـــې

که ته ريشتيا چيرته د ميني په رمـز نـــه پوهېـږې

بيا مي خطونه پټ پــه مينـه پنـهان څــــلـه لـو لـــې

ته په خپل وخت کي د تيارو ترپُولو وا نـه وښتې

د رڼـــا ګــانـو ډک تاريــخ  د افــــغـان څـلــه لـو لـې 

ته خـو د اوښکو پــه لفـظـو نـو پخوا نـه پو هيدې

اوس  مي په  وار، وار ملتيـاره ګريوان څله لولې

 

 ايمېل : [email protected]ملتيار   :  جنوبي پښتونخوا


ازلي مينه
لا زمانه د خداى په خيال کې نه وه
ما سندريز شان پيغلتوب کې ليدې
زه چې ويده اوم د عدم غيږه کې
د هغې شپې نه مې په خوب کې ليدى
***********************
ما به ليدل چې کاينات جوړيدل
تانه يې څاڅکى د سرور ورکړ
چې دې نقاب له مخه لرې کړ بس
زرو لمرونو ته دې نور ورکړ
****************
په رنگينه شرارتي نړۍ کې
ما دې په هره خوا لټون وکړ
پيدا مې نه کړې خدايزده ولې دا ته
ما خو په ټولو لارو يون وکړ
**********************
ستا په رڼا چې ستا په تمه باندې
ماډيرې تورې زمانې ليدلي
د ښاپيرو وطن ته درغلمه
ما هغه ټولې افسانې ليدلي
*****************
ما دې د حسن د ليدلو په نيت
د يونان ښکلي خدايان ټول وليدل
ستا د انځور د ښکلولو نيت
په تلوسه مې بوتان ټول وليدل
*****************
ښه ده ته راغلې خو زړگى مې ريږدي
چې ازلي مينه دې هيره نه وي
چې د عدم کلي کې و درسره
د خپل لالي مينه دې هيره نه وي
 

Syed Shah Saud
زمونږ د چم په منځه پوله باندې لوړ چناره 
_________________________________________ 
زمونږ د چم په منځه پوله باندې لوړ چناره 
سهار دې سیوری وي په مونږ او ماځیګر په نورو 
ستا په وجود کې تصور د خپل پردي نشته دی 
نه دې نظر په مونږه کم وي نه نظر په نورو
 

ستا په ښاخونو کې ړڅانګو له تړونه لوګی
سل پسرلي درباندې تیر دي خزانونه تیر دي 
د سوداګرو جنګیالو او د نیکانو خلکو 
درسره خوا کې په زرګونو کاروانونه تیر دي 

ستا د شنو پاڼو منظمه حرکت نه قربان 
له استقلاله دې لوګی له استقامه دې جار 
ښه دي که بد دي د سایې نه دې محرومه نه دي 
له محبته له شفقته احترامه دې جار 

زما د چم په منځه پوله باندې لوړ چناره 
کشکې مو ستا پشانته ځان د ټول جهان ګڼلی 
کشکې د مینې په تړون مو پوهیدلې څانګې 
کشکې انسان مو چې د هر ځای وی انسان ګڼلی 

کشکې قلم مو وی په لاس کې ټوپکونه نه وی 
کشکې دا ظلم او دا جبر او جنګونه نه وی 
زمونږ د چم په منځه پوله باندې لوړ چناره 
کشکې زمونږه هم په زړونو نغرتونه نه وی 
__________________ 
سید شاه سعود

لوپـټې مـو له دستـاره کـمې نـدي

 اغلې ندا ساپۍ غزل

د زړه حال مې له قراره اوس وتلی

پټ احساس دی له اظهاره اوس وتلی

 شتون د مينې دې په زړه تصديقومه

خو د ژبې له اقراره اوس وتلی

 يوه هو،مې پښتنه درسره وکړه

دا لفظ مې له انکاره اوس وتلی

 اوس مې درک ته د ادراک له کوڅې راشه

وصف د حال مې له ګفتاره اوس وتلی

نور دې خوښه خندوې که ژړوې مې

 د ژوند واک مې له اختياره اوس وتلی

ندا څنګه به سو دا د حسن وکړې

چې يوسف دې له بازاره اوس وتلی"

 

رڼا.م

ستا چې د راتلو لمنه ټوله شوه
دلته د سپرلو لمنه ټوله شوه
ګل د انتظار په زړه کې وویل
بیا د ټوکیدو لمنه ټوله شوه
اوښکې د خاطر په سترګو وژړل 
دا چې د ګیلو لمنه ټوله شوه
برخې ازلي چې ویشیدئ په مونږ
ماته د خوږو لمنه ټوله شوه
خیال چې د خندا په غیږ کې پریوته
بیا ېې د اغزو لمنه ټوله شوه 
دا وګوره ستا د زړه کمال،رڼا
نن چې د تیارو لمنه ټوله شوه
رڼا.م

 

چې د قام تمې او باور ته رسي
دلته هغه سړی خطر ته رسي
انسان د داسې اسلحې په فکر
چې لوی تاوان یې وبشر ته رسي
د عشق په لاره یم په دغه روان
چې دغه لاره اخیر چرته رسي
چې تر عمل یې وي خبرې ډیرې
دلته هغه خلګ اکثر ته رسي
له دې تشبې مې بلا کرکه کیږي
چې د جانان باڼه خنجر ته رسي
زموږه بخت لا دومره نه دی بیدار
څوک چې د ښکلي د زړه ور ته رسي
سعیده جام او نه جانان شته په کې
دا شپه به بیا څنګه سحر ته رسي

غـز ل
ستــا د پـیـکـــی او انـنـګــیــو درتـــه څــه و وايـــم
د خـپـلـو او ښکـو او سلـګيـو درتـــه څــه و و ا يـــم
چــي پــه يــوه نـظــر يــې سـل ځلــه وژلی يـمـه
د هـغـــه سـتـرګـــو خـونــړ يــو درتـــه څـه و وايــم
نـه مي ګـريوان تـه د رقيب نــه د جانـان رسي لاس 
د خــپــلــو ډيـرو بـیــوســـيـو درتـــــه څــه و وايــم
پر دې سوځلو دښتو خدای خبر چي وه به سپړي
اه . د وړو وړو غــو ټـــيـــو درتـــــه څــــه و وايــــم
دنــوو نـــوو حــادِثو پــه منــځ کي ورک يم اشنــــا
د هــغــه پيــښــو پــرو نــيـو درتـــه څــه و وايـــم
دهء پښــتـو هيره کړه په خپل کلتور ملنډي و هي
ددې بـېـــننــګ د بېــننګــيـو درتــه څــــه و وايــم
چي به له وهمه په ځانګو کي زما په نو م و يد ېدل
اوس د پنجــاب د تورلينګيــو د ر تـــه څــه و وايـــم
ښـه دی چي زړه دي لا تراوسه پـه امان پاتــه دی
کـــه نـــه د عشــق د ليو نــيـو درتـه څــه و وايــم
تنکي ګلان مي ستاپه تور او ر بل کي نه و ټو مبل
نــو ر د خوني خونـي سيلــيـو درتــه څـه و وايــم
پر وچــو شونـــډو ملتـيـاره مُـسکا نـــه و ه د چــا
د سـوو ســوو ، آسويـــلــيـو درتـــه څــه و وايـــم‎"

Saeed Zabuli

مخ که مي کعبې که بتخاتې ته اړولی دی

ما د خپل جانان د کوڅې لوری پیژندلی دی

شیخه چي په شک مي درته وکتل معذور یمه

ما دي د کوثر په نوم د زهرو جام چښلی دی

کله د طاووس په رنګینیو پټیدلای سې

مار دي په لستوڼي کي آدم ته ور وستلی دی

ستا شور به مي څنګه د صنم له کوڅې وباسي

ما یې له منبره د بلال ږغ اوریدلی دی

اوس به دي وعظونه د ګریوان تر تڼۍ تیر نه سي

دلته لیونیو نن د عقل ښار نیولی دی

پریږده چي تڼاکي مي اوبه کم په اغزیو کي

سیوری د قسمت مي په دې لاره کي لیدلی دی

پټ راته مغان په لنډه لار کي راته وویل

پل چي یې د ده پر پلونو ایښی دی ښاغلی دی

نن دي جهاني لکه پانوس لمبه لمبه وینم

بیا دي څه الهام د زړه په ښار کي اوریدلی دی

د ۲۰۱۳ کال د جولای څوارلسمه

ویرجینیا

Abdul-Bari Jahani

چغې ویدې شوې

شپه دکور له اخیر پوړ

ځمکې ته را کوزه شوه

تورتم

دانګړ دلویې ونې

له څانګې څانګې څاڅې

زه یې

د پستو عطرو لاندې

تتې رڼا ته شعر لیکم

او

مرغۍ

د سرک په غاړه

د باران په اوبو

دبیګانۍ زنا

پاتې شونې

      مینځې

Nazifullah Takal

په تکه توره شپه کې شه ډیوه راته بلېږه
غزل به درته زه شم، شه نغمه راته غږېږه

ګیلو نه به تېرېږو ځو د مینې لوې بازار ته
زه به درته زه شمه، ته هم راته زه کیږه

منګی سیتار به راوړمه دیرې د ملنګۍ ته

په غیږ کې به دې واخلم، ته رباب راته ټنګېږه

چې پټې دواړه سترګې کړو خیالي نړۍ ودانه
د کڅونو مسته زرکه شه او ته راته ګډېږه

په سیند کې مې څپه شه له ناخوالو مې راباسه
مشعل به درته زه شمه خو ته راته سوځېږه
ـــــــــــــــــــــــــــــ اباسین ( مشعل )
د ښاعلي عبدالله صادق صيب يو ښکلي شعر
په ښکليو خو هر ځاي کي د انسان مينه ماتيږي
جانانه ستا په سترګو د ايمان مينه ماتيږي
له هر عرض نه پاکه غنمرنګي لنډه داچي

په تا خو مي نو خداي شته څه بل شان مينه ماتيږي
هر څوک چي هلال وويني دوعاګاني ځانته کاندي
زما پري ستا د سترګو د عنوان مينه ماتيږي
قدرت چي په جمال او کرامت ګوره لمانځلي
صادقه په ښه مخ د پاک قران مينه ماتيږي

 

 

ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې
که لږ په خپله ځمکه ودريدې نو آسمان به شې
(رحمت شاه سايل)

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري
(پير محمد کاروان)

مست يم، می پرست يم،رندي کړمه،کړمه،کړم
واوره محتسبه! باده خورمه،خورمه،خورم
(خوشحال خان خټک)

د يار په زړه باندې غباره سړی څه ووايي
چې دروغجنه شي هينداره سړی څه ووايي
(مجيد قرار)

هر قدم مې له نګاره تر نګاره
استغفار مې له انکاره تر انکاره
(ميوند فدا)

جينۍ مکتب ته په سبايي ده ښار کې روانه
قاتل خبر کړۍ چې زندګي ده ښار کې روانه
(جلال امرخيل)
 

د شرر ساپي ٬اتل افغان٬او طایرځلاند
اتل افغان
غزل
نه يي احسان نه پرې احسان خاورې به ورنکړمه
ستوري چې رانکړي اسمان خاورې به ورنکړمه

که جوړوى ورنه ګلدان خاورې دى ټولې يوسي
که جوړوى ورنه بتان خاورې به ورنکړمه

هغه که ماته په بدل کې تاج مخل راکوي
خو د وران شوي ګلستان خاورې به ورنکړمه

ځان به مجرم نه کړم ده بل نسل ده بلې پیړۍ
دا وي يو وخت د امتخان خاورې به ورنکړمه

هغه په خپل حسن مغرور زه په شليدلي ګريوان
هغه که رانکړي ګلان خاورې به ورنکړمه
.......
طایرځلاند
که ستوري مات شي او سپوږمۍ شي بې رڼا اسمان کې
نو دا لمر نه دی؟ دا به هم شي وار خطا اسمان کې

دا خلک ولې داسې تنګ شول په دې ځمکه باندې
داخلک ولې جوړوي ځانته دنیا اسمان کې

مونږ له یو ژونده په یو رنګ مزه وانخيستله
زه په جدا ځمکه وسیږم ته جدا اسمان کې

په شبنم اوښکو، دخوشبو لپې په چا خرڅوي
دا په ګلونو پسې څوک کوي ژړا اسمان کې

زما خپل زړه باندې ګمان راغی د بلې دنیا
طایره! ووایه چې خدای وي په ریښتیا اسمان کې؟
***********
شرر ساپي

مينه
مينه نه هوس ده نه کوکۍ، نه د وصال تمه
نه د چا د زلفو، نه د شونډو نه د خال تمه
مينه د يو روح غني کول په ښکلا د رب
نه د چا ښکلا نه خپل هوس لره د سوال تمه
مينه مقدسه ده، معصومه ده، سپېڅلې ده
نه ځايږي دې کې د ګناه او د وبال تمه
***
سترګو چې د زړه په خوښه واخيسته نو مينه شوه
دا خبره غوڅه شوه او دا خبره سپينه شوه
***
مينه هوس نه دی، هوس نه دی مينه مينه ده
مينه غريزه او هوس مه ګڼه ساده ياره
مينه د ويشتلې هوسې کړېکه ده په ژوند پسې
مينه فاصله ده، فاصله ده، فاصله ياره
مينه يو جوهر دی خو وروستۍ خبره غوڅه ده
مينه د روحونو فيصله ده فيصله ياره
***
زړه ته کوزېدل د يار د مينې د کمال نښه
دا د پای ټکی دی او نه لري د سوال نښه
***
ما درته د مينې د پاکۍ خبره کړې وه
ته ترې نه راتلو لپاره جوړه کړه بانه ياره
وينځې ترې غبار د هوس ستا دمينې سرې اوښکې
هغه زړه کې څه خيری چې وي لکه اينه ياره
مينه دې همدغسې سپيڅلې وي سپيڅلې وي
ستا شرر ساتلې ده وصال کې فاصله ياره
***
مينه د تيارو دښمنه مينه ده اسره د ژوند
مينه که ژوندون نه دی خو مينه ده ډيوه د ژوند

 

نعمت صدیقي
له ابده ترابده يې تمثيل شو
چې تخليق شو نظام هغه وخت تکميل شو
نظر ومونده بقا له خپل وجوده
چې زره زره په سترګو کې تحليل شو
ورخطا نه دى د عشق له سرچينو نه
يو سړى بې له وژنې هم قابيل شو
ژاړه ، سترګې، مسکا، اوښکې کتابونه
حيراني ده دا د کوم مضمون تفصيل شو
فکر پروت وو دنقطو په دايرو کې
يو شهکار د زمانې شو چې تخيل شو

 

ستا له سپینو ډکو جار شم
عندلیب-دیر
د موجونو قیصې پریږده
خپله ماته کشتۍ ژاړه
تاته چل د لامبو ښايي
ځانله ځي په غاړه غاړه
-
چې په دې کوڅه ورنشې
پکې ورور وژلی ورور دی
ګرانه تاته دې رب خیر کړي
ستاسو کلی سړي خور دی
-
زمونږ کلی هدیره ده
د قبرونو په شمیر څه کړې
هاغه پورې غر مې پوره مات کړ
خو خازې مې پوره نه کړې
-
دا چې وران شه په لمحه کې
دا چې وینې پرې پاشلي
دې تصویر په جوړیدو کې
وایه!څو پیړۍ نیولي
-
چې تنکي ګلان دې ریژي
کور دې ډک د جنازو دی
ستاله سپینو ډکو جار شم
مورې!زړه دې د کتو دی
-
چرته نوی ستم جوړ کړئ
د مرګي ستم زوړ شوی
عندلیب له دې نړۍ نه
خدایګو تیښتې ته جوړ شوی

 

هغه خلک چې د مینې کر له راشي
په سر سترګو دې زما دوتر له راشي
شر مې بدي شي خو څه وکړم عالمه!
چې سړی راپسې کور ته شر له راشي
خپل ميئن په کاڼو مه وله جانانه!
د چنې نه به دې چرته ور له راشي
په خمار کې د سکون خواږه پیدا شي
له نظره چې نشه نظر له راشي
د ورڼي نه تر کفنه پورې زغل دی
خوار انسان دغه لنډي سفر له راشي
یا نغمه شي عندلیبه یا شعرونه
د زړه درد چې دې د ګوتو سر له راشي

 

غرڅنۍ مزل

(د چلتن له لمنې څخه د ګړدې پښتونخوا د جغرافيۍ کتنه)
نثار احمد لالا
ما له بولانه تر چتراله د بڼو په څوکو
پرون يو ستړې شان مزل وکړو منزل مې اوموند
زۀ مندوخيل په لاس نيولې په دۍ تړو سر کړم
زما ملګري هم د فکر په کشتۍ سواره وو
د پښتونخوا په کروندو څروندو وګرزېدو
د اباسين هلمند په لور رودونه مخ په سر وو
د پښتونخوا د ژغرۍ څوکې اوبۀ هم راژغوري
بيا ترې ژوند اوبۀ د ګړد انسانيت جوړې شي
ما لويې ميرويس د پښتو په جرګو بوخت وليدو
ما پير روشان وليد د وخت ملا يې مخ ته ولاړ
د ارتقا د يون مزل يې بيا په ګوته کړلو
لويې احمد شاه په لويې هند نه په لويې افغان قانع وو
د دهلي تخت يې هېرولو پښتونخوا ته راتلو
د ستر خوشحال د ايمل خان غورزنګ په مخ روان وو
د ګورو يک وچو تړو هم د اباسين سيالي کړه
مستو زلمو يې مينځنۍ پښتونخوا مسته کړله
زۀ باچا خان او خان شهيد هم لاس نيولي وينم
د پښتنو د سباوون لارې ګودرې ټاکي
ما ستر ترلۍ لکه ستورۍ د قطب په لار ښودنه وليد
بيا سپوږمکۍ شو سامراجي تند يې لار ونيوه
د لر او بر قطب سهيل په غرڅني مزل کې
د سپېرو تړو په واورين وحشي تياره ژور کې
يوه د نمر څړيکه سباوون ته ناسته
په سامراجي بڼو بندي د يار د مينې نظر
د سرې ډولۍ په هيله ناسته يوه نيمزاله پېغله
د اوښکو ډنډ د اسويلو په يخ کنګل ماحول کې
د پښتونخوا د تيتپرکو زلمو هډ ته ناسته
چې په تودو جذبو د يخ ماحول کرنګ مات کړي
د ازادۍ د ناوۍ سرۀ ډولۍ په کور کښېنوي
سرۀ اننګي يې بيا د نوي سباوون ښکارندوۍ
چې بيا نړۍ ته نوۍ يون د ارتقاء وښايو
د پېغلې شرط د پښتنو زلمو ملي اتڼ وو
ول يې ؤ لوار مې د شهيد سلګۍ ترسره کړلو
که يو طرف ته د کور ستر په بيديا پېغور دۍ
نو بل طرف ته تيتپرک قامي ژوندون نسکور دۍ
اوس مو مرضي ده شاه زلمو پښتنې هوډ ته ګورۍ
که تيتپرک ملي ژوندون په يو والي بدلوۍ
او که بيا هغه شاه ليلىٰ د ازادۍ هېروۍ
چې څنګ تر څنګ يې شهيدانو بدرګه کوله
او د ژوندو زلمو ؤ لار ته
لاس په زنۀ ناست وو

 

احسان خوږلن دیر

مانځه له نه راځي
لوي واړه د کلي د جمات مخې ته جمه شول
عږ شو په جمات کې چې احسان مانځه له نه راځي
څومره اسان کار دی سړی هسې ښکته پورته شي
دا ناراسته دومره دې اسان مانځه له نه راځي
سخا د بل په غوښو په مسواک يې داړې پاکې کړې
هیڅ په خپلو کړو باندې پښیمان مانځه له نه راځي
یو بل ته نیت چپ دی خو په صف کې تنې سیده شوې
دلته بد نیتۍ له مسلمان مانځه له نه راځي
بل جمات به جوړ کړم ذغه لر کلی په ډله کړم
یو جمات ته دواړه دښمنان مانځه له نه راځي
چا کړه ګډ‌ه وډه د مومن او د معراج کیسه؟
دلته خو جمات ته څه شیطان مانځه نه راځي
مینه يې له وړاندې د یار در ته سجیدو له ځي
خیر که لیونی سیرې ګریوان مانځه نه راځي
مینه يې لوګی شوه ورته عقل ډیوې تتې کړې
خود به د بانګیانو په اذان مانځه له نه راځي

محمد دین مقید

ګيله مې ځکه وکړه

بويونه د ګلانو کړى هوا سره خبرې
نغمه د بلبلانو کړى شهلا سره خبرې
څنګونه د ساحل کوى دريا سره خبرې
موجونه د دريا تهه و بالا سره خبرې
د زلفو توره شپه کړى د رڼا سره خبرې
د مخ رڼا کوى د زړۀ درزا سره خبرې
زاهد کوى په کُنج کې د مولا سره خبرې
رندان کوى د مئی او د مينا سره خبرې
که شپون د ابادۍ کوى صحرا سره خبرې
مجنون هم د صحرا کوى ليلا سره خبرې
لګيا دی دنيادار کوى دنيا سره خبرې
ديندار کوى کورانو د ماوىٰ سره خبرې
که فکر اندېښنې کوى دانا سره خبرې
کوى هم لېونى خپلې سودا سره خبرې
غمونه د بېلتون کوى ژړا سره خبرې
دردونه د لړمون کوى قضا سره خبرې
دنيا واړه دنيا کوى دنيا سره خبرې
فنا د محبت کوى بقا سره خبرې
کوى ټوله دنيا ټولې دنيا سره خبرې
يو تۀ ئې چې تۀ نۀ کوې لۀ ما سره خبرې
نو ګيله مې ځکه وکړه

بورا په ګل تاوېږى راتاوېږى قربانېږى
ګلان شو پرېشان کوى اظهار د محبت
سپوږمۍ د محبت رڼا ښائست کې راښکاره کا
شول ستورى بې شمار په پړقهار د محبت
بر دې ورته سر کېښودو په پښو کې
سيفل چې پښو ته واچؤل پېزار د محبت
خبر ئې ابراهيم (ع) ځکه ئې اور ته دى دانګلى
چې يو دى لطافت کې نور او نار د محبت
خبرې چې په مينه د بلقيس او سلېمان شوې
سندرې وائى زاڼې په قطار د محبت
مينا چې په رفتار کې محبت غوندې ښکاره کړه
اوچتې شؤلې سروې په جوئبار د محبت
دنيا کې هيڅوک نۀ کوى انکار د محبت
يو تۀ ئې چې تۀ نۀ کوې اقرار د محبت
نو ګيله مې ځکه وکړه

 

د ارواښادکبیر ستوری روح ته

عرفان الله کوټوال

دا د کـوم اجـل جـرس ؤ چـې پــه غـــــوږ مــــو لــګــیـدلـــی
چـې د ســتـورو له مـداره مو یـو ســتـوری غورځـــیــدلــی
یـا بـه مـونـږه بـدنــصـیـــب یـو، یا خــدایـه سـتـا رضـــا وه
ســتا رضـا ده، ســتا رضـــا ده، دا مــو تـا تـه در بـــښــلـی
د پــــښــتـو د پــټـکــــي ول ؤ د غـــــرور یــوه شــــمــــلــه وه
زمــونـږ ســتـوری د اقــبـال ؤ چې په سر مـو اوســیــدلــی
زمـونـږ لـعـل ، زمـونـږه ګــنـج ؤ دا زمــونـږ د ژوند رڼــا وه
چـې بـغـیـر له دی ژونـدون وی مــونـــږ بــه ولـی ژړیـدلــی
دا به څومره نـیکـمـرغی وی چې د خــپل سـتوری رڼـا تـه
مـو فـرهــنـګ غـیـږی وهـلـی او یـــو بـــل ئـــې څــمـلــولـی
دا به فخر دا به ژوند وی چې یو ستوری مـو پـه لاس وی
دا وړه، وړه پــــښــــتـو مــــو لاس نــــیــولـی ګــرځــولــی
د کــوټــوال بــه پــه تـــنـدی کــې رڼـــائـــې د سـتـورو نه وه
کــه نـه ســــتـوری بــه تــر عــمــره مـــو پـه ټـنـډه ځـلـیـدلـی

د کیټس (keats)د یو نظم ژباړه
ع ن د ل ی ب
----
یوه ویره مې د زړه لمنه نیسي
چې زه هیڅ لیکلی نه شم
قضا به راشي
او زما زما خزانه
چې لا تراوسه مې سینه کې خوندي ده
زما شونډو ته
د راتګ نه مخکې فنا کړي
د وفا وریځو
او ځلیدونکو ستورو
چې زما په سوچونو کې د مینې موسمونه ځاي کړي
کیدی شي کیدی شي
چې سیوری يې هم ونه وینم
چې زه فاني انسان یم
نه به هغه اوینم چې د مینې په منتر يې لیونی کړی یم
ماته محسوسیږي
چې د نړۍ په مورګه ولاړ یم
بیخي یواځې یمه
او خپل سوچونه راته وايي
چې مینه او شهرت هم
لکه زمونږ بې حقیقته څیزونه دي

 

نه مې جرګې شته نه مې هاغه شملور پښتانه
عندلیب
نن چې د یو کوره لوګی د تنور پورته نه شو
ما وې که خلک له دې کلي نه په کډه تلي
د بر کنډاو په تور ګړنګ توره خارو ناسته وه
خو د پخوا په شان په خله کې ي سندره نه وه
په هر پټي کې مالکونډۍ او کاريزې ولاړې
دسرو غانټولو قطارونه په نظر نه راتلل
دسرو منګو ماتو کودرو راته ځکه ژړل
چې ي په خوا کې د ګودر په سينه اور بلېدو
نه درمندونو کې رشې وې نه دلۍ ښکارېدې
نه په ډبه باندې پيتاوی ته د خلکو ټولګی
شاړې حجرې د پخوانی دور ارمان کولو
دوړو ته زوړند وو يو ګټ کې بې تارونو رباب
نه مې د توت سيوری ته کټ نه مې چيلم وليدو
نه کروندې وې نه لوونه په اشرو کيدل
نه د قلبې تکړه غوايان شته د ديقان په کور کې
هغه ايوه شته نه جغ او نه خاښۍ چرته کې
نه د چرګۍ په غاړه بيا کوړمه راغونډه شوله
نه په خانک کې شته ليټۍ نه د غوړو ډنډونه
نه د رباب او منګي غرب شته نه ژړا د ستار
نه د غرسه جانان شپيلۍ زما تر غوږو شوله.
نه چلغوزي شته د نخترو نه پرګی د سيړو
نه مې شپونکے وليده نه هغه رمې په غره کې
نه په ودونو کې دسرو لاسو اتڼې کيږي
نه مې د غم په وخت کې ساندې تر غوږونو شولې
نه په اخترو کې سيلونه او ټالونه شته دی
نه دېوالګو باندې د ګوتو د مټۍ ګلونه
نه په شپلونو باندې شته د لولکو سيلونه
نه په نکريزو سره لاسونه نه خالونه په مخ
نه مې اوګۍ نه مې چارګل نه مې پيزوان وليده
نه د کخي خله کې ټپه شته نه جواب د ټپې
نه پورې چم کې د تنمبلونو اوازونه خيژی
نه مې په دې سيمه د دروزې څپلۍ ولېدلې
نه اوس په ژرنده کې دانو ته خلک شپې روڼوي
نه ترېو لاوڼ شته نه پيتي او نه کټوۍ د شومبلو
نه د ميچنو تاويدلو اوازونه شته دی
نه غلبيلونه شته دی نه هغه چجونه چرته
نه په توڼو او دروازو باندې ژور ګلونه
نه نظرماتی له لوګی شول سپيلنی او نمير
نه مې جرګې شته نه مې هاغه شملور پښتانه
نه هغه يار شته چې د يار په سر کي سر ورکوي
ما عندليب له خپل زړګي دا مشوره راکړله
نامرده ځه له دې وطنه دلته څه پاتې

 

سترګې
سترګې مې خوښې وي
خو
چې اوښکې مې بربنډې کړي او درد مې سترګورو ته وځلوي نو وایم چې شمکور وی ښه به وم
سترګې مې خوښې دي خو
چې د نیستۍ او مستۍ لغړ پرې وینم نو وایم که شمکور وی ښه به وم
سترګې مې خوښې وي خو
چې غړیږي او هیڅ نه ویني نو وایم چې شمکور وی ښه به وم
سترګې مې خوښې وي خو
چې د ځانونو نه د ورکو شوو خلکو په کلي کې يې د هجر غم نه ژړلی
سترګې مې خوښي دي خو
په رڼا کې په سایه ورپسې شوي دي
سترګې سترګې مې خوښې وي خو
د رنګونو غلامي
او د مخونو سلامي کوي
سترګې مې خوښې وي خو
چې راډکې شي نو جلال ته مې د جلال حقیقت بریښوي
سترګې مې خوښې وي خو
کله کله مې په داسې منظر پیښ کړي چې خپل وجود راته لکه د تصویر ښکاري
سترګې مې خوښې وي خو
کله چې يې پټې کړم نو د چا یاد راله داسې راپیښه وکړي لکه قیدي له چې ملاقاتي راشي-او بیا د اوښکو امیلونه راپغاړه کړي
س ت ر ګ ې مې خوښې وي
خو
خو
خو
عندلیب دیر پښتونخوا

 

Layaqzada Layaq

څوک د پښتو په غم کښې اوژړيدل
چا د پښتو په نوم دنيا اوخوړه
هر چا ته خپل مخ په آئينه کښې ښکاري
چا ته به څۀ وايم چې تا اوخوړه

اوس خبرې په زړګو کښې نۀ پټږي
وخت بدل دے هر سړے لکه لقمان دے
څوک د چا د محلونو پروا نۀ کړي
هرپښتون ځان له باچادے ځان له خان دے

-
بېرته شاته