(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیایې پلـــوشې په ګلرخساروینم

شـکرمخامخ مې شېرین یاروینم

ډېر لرې له ماخوله هرچا نږدې

ګران دی په ماګران لیل ونهاروینم

کله چې وږمې یې زماپه خواراشي

خجل ورته عطردبازاروینم

داګلان که هرڅومره زېباښکاري

کله پکې حسن د دلداروینم

لږمې که له پاکې مینې حال ورکړم

ډېربه په نارواوپه کوکاروینم

ربه لا یې زیات کړې سخاوت پرما

پرېږدئ چې رقیب همداسې خواروینم

ومولید اغیارته خدای سزأ ورکړه

هغه ده غړۍ یې پاس په داروینم

ماه به دګلرنګ خیالي تصویرجوړکړ

اوس یې لکه ستوری هرسهاروینم

سږ کال اووه ویشتم اواووه ویشتم دواړه

زه پکې دپاک الله اسراروینم

وه جانانه هغه وخت به هم راشي؟

لاس مې چې داستا دغاړې هاروینم

ولې نه بسـمله خدای موډېرلوی دی

لېچې به مې ستا په مټ سینګاروینم

بیایې پلـــوشې په ګلرخساروینم

شـکرمخامخ مې شېرین یاروینم

محمدامین بسمل

-
بېرته شاته