(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو ځلمو

 راواخلی د انقلاب نوي مشالونه پښتنو ځلمو
په وطن جنګ ده بلیږي ورونه پښتنو ځلمو
خوار غریب په کې سوزیږي هیڅ لاره نه
شته د تیښتی له دغو غمو دردونونه پښتنو ځلمو
سووال زاری کوم له پښتنونه سره یو شی پوخلا شی
وطن خلاص کړی له دغو جنجالونونه پښتنو ځلمو
ولی د پلار نیکو غیرت میړانه مو درنه هیره کړه
هره ورځ په مونږ باندی تیریږي قیامتونه پښتنو ځلمو
د خپلی بی اتفاقۍ له لاسه په خپل کور کې وهل کیږو
اخیر تر سو به لاس تر زنی ناست یونه پښتنو ځلمو
خپل وطن مو د ځمکی له معدنونو شتمنیو نه ډک دی
تر سو به د مزدوري پړی په غاړه ګرځونه پښتنو ځلمو
دا هم لوی جهاد ده چی د وطن غدار سره د قلم له لاری
وجنګیږۍ په زغرده ښکاره یی افشا کړی چلونه پښتنو ځلمو
نن که مونږه یو بل ته سپینه تونده خبره ونه کړو څوک به یی 
راته وکړي درکې پیدا کړی ویجداني غیرتونه پښتنو ځلمو

 کافران چا راوستل سیافه
له هر خوا د پښتنو په وطن د غم درد باران راغی
چا نضر کړل چی په پښتنو د بی اتفاقۍ توفان راغی
د پلرونیکو د یوالي مینه محبت یی ورنه هیر شوی ده
ځکه نن د دوۍ ته دوښمن شیطان په لباس د انسان راغی
سبا بیګا د غم ناری اورو چوپه چوپتیا ده پښتانه په سلګو دي
نن جوړه د پښتنو په وطن کې بیا کربلا ده پښتانه په سلګو دي
هغو بیشر مو چی بی رحمه کافران راوستل اوس د پښتنو
د واکدارۍ دعوه کوي نن راغلی غټه بلا ده پښتانه په سلګو دي
هغه چا چی وطن په ډالرو خرس کړ پښتانه یی قتلی عام کړل
دوۍ یی څه فروا لري ځانونه یی ښه سم اسوده شتمن ارام کړل
د دشتی لیلي شهیدان یی هیر کړل په اول کې یی پښتانه هره
ورځ په یو نوم په بل نوم بندیان شول په زیندانو کې عدام کړل
فهیم احمد زیا محقیق دوستم سیافه دا هر څه حساب کتاب غواړي
دا دومره لر او بر پښتانه مو چی ووژل دا هر څه جواب غواړي
نن د که سبا ده راغلي کافران درنه تښتي دا هر رنګه خر مستیانی
چور چپاول مو وکړل دا هر څه د خدای عذاب غواړي

کله به سره یو کیږي پښتانه
د بی غورۍ له خوبه به کله راویښیږي پښتانه
نه پوهیږو په جرګه ولی نه سره یوکیږي پښتانه
هغه به کومه ورځ وي چی دوۍ د یوالي انقلاب
وکړي ولی د دښمن په پټو دسیسو نه پوهیږي پښتانه
د دوۍ لپاره هر چاغوړولي رنګا رنګ دامونه دي
ځکه تیت پرک جدا جدا دي هره ورځ وژلکیږي پښتنانه
د خپلو بی اتفاقیو ځان ځانیو کین له لاسه یی هر څه تبا
شول نه مشر معلوم ده نه کشر ورځ له بلی بیلاریکیږي پښتانه
پښتنو هر وخت په توره ګټلی ده خو سیاست کې یی بیلي د پلار
نیکه وطن یی چور تالا شو تقسیمیږي نه په خبریږي پښتانه
نن ورځ دا وطن لکه شهید صمد خان خان غفار خان غوندی مشرانو ته
سخت زرورت لري کنا په نورو جنجالو مرضو دردو ککړیږي پښتانه
لیکوالانو شاعرانو ساسیتوالو راجیږ شی سپینه واضعه خبره وکړی
کنا دا د غم د درد نه ډک د جګړو سیلابونو کې ټول ډوبیږي پښتانه
لیکوالانو شاعرانو ساسیتوالو شف شف پریږدی شفتالو ووایی تونده خبره 
وکړی په اکادومیک اسري لوکس لوغتو باندی کله پوهیږي پښتانه
لیکوالانو شاعرانو ساسیتوالو که ستاسو هم دا چوپتیا ړوند توب وي
او هم دا خپل منزنۍ دوښمنۍ ځان ځانۍ وۍ له د بتره به دردیږي پښتانه

-
بېرته شاته