(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دَ مور مينه

مـرګ دَ مـرګ  نصيب شـه دا ئې څـۀ ؤکــړل
مـيـنــــه بــــه دَ مــــور اوس چـــرتـــه ګــورمــه
زۀ ورته لـه هـر څــــۀ هـــر څــــۀ ګـــران وومـــه
شـپــــه ورځ خــدمـتــــونـــه ئـې زمـــا کـــــړي
څومره فاصلې کـــه مېنـځ کښې رامــو شي
څنګـه خپلـــه مـــور بــه مــانـــه هـېــره کــړي
کلـــــه چـې سـېـــزنـــۍ کښـې ئـې تــړلــم بـــه
څــــو ځلــــه کتـلـــــه او سپـــــړدلـــــه بـــه ئــې
سوچ بــه ئې کـــولـــو دا چـې خـــوږ نــــۀ شي
چـرتــــه کښـې پـــه دې بـــانــــدې بچـے زمـــا
سترګې پـــه ژړا چـې بـــه مـې ســـرې شولـې
زر بــــه پــــه رانجــــو ئې رالــه تـــورې کـــړې
جوخـت بــــه ئـې سينــې پـــــورې نېـول
ے ووم
زۀ  وومــــــــه  آرام  دَ  خپــلې مــــــــــور دَ زړۀ
ډېر زيات شڼشڼي ، جامې ، پېزار ،ټـوپـۍ
کله چې بـــه هــــم پــــلار مـــالــــه راوړل نــــو
مــــور بــه مـې وې نــه ، زمــا بچـي لـــه بـــــه
دا  راوړې  او  دا  او  هــــــم  بـــــه  دا  راوړې
کلـــــه چـــې بـــــه هـــــم زۀ پــــه ژړا شـــومـــــه
زړۀ  بــــــــــه  دردولـــــــــو  ورلــــــــــه  دې  ژړا
زر بـــه ئې ځــانـګـــــو کښـې واچـــــولــمـــــــه
لاس په ځانګــولــــو بــــه ئـې ستــــړ
ے شــــو
کلـــه چې خپـــــاړې مـــا شـــروع کــــړې نــــو
مــور  لــــه  خـــوشحـالـي  مـې  دَدُنيـــا وه دا
کلـــــه چــې اولــــــه قــــــــدم  واخسـت  مـــــــا
ډېـــر خـــواږه کـکــــوړي ئـې پـخـکــــــړي وو
کلــــه چـــې ډوډۍ  تـــــه  ما  نــــانــــۍ  ؤوې
دغه شان پـ
ے پـے بــــه مـې جــــامـــو تـــــه وې
مور بـه مـې خـوشحـالـــه شــوه وئيـل بـه ئې
څــــــــۀ ښکلـي خـبـــــرې مــې بـچــ
ے کـــــــوي
آه ! زما دَ خُــلــــې چـــې بــــه ئـې واورېــــــدو
کلک بـه ئـې پــه غـېـــــږه کښې زۀ اونـيــــؤم
ښکل بـه ئې کړم ويـل بـه ئـې شـه چـپ بچ
ے
اوس به درله خپل بــــابـــا مــامــــۍ راوړي
کلـــــه  چـــې  بــــــه  زۀ  لــــــه کــــــوره  ؤوتــــم
مـــــــا  پســـې  بـــــه  ډېـــــره  نـــاقـــــــلاره  وه
شـل منختــــې زړۀ کښــې بـــــه منـــلــې ئــې
لاس  پــــــه  دُعـــــا  رب  تـــــه  بــــــه  ولاړه  وه
سکول تـه ئې لـېــــږلـــــم راتــــه وې بـــــه ئــې
اووايــــه  سبـــــق  دا دې  آرمـــــــان  زمــــــــــا
دومره غټ ســـړ
ے شــــه درنــــه جــــوړ بچے
راشې پـــــه دُنـيـــــا کښـې چـې پکار دَ چـــــا
سکول نه چې کالج تـــه شـوم او تلـم بــه نـــو
چالــه خېـــراتــي پېســـې بــــه ور ئې کـــــړې
 ” ډېر رش وي په ګاډو کښې“ وئيل بـــه ئې
ربــــه ! زو
ے مـې کـور تــه روغ راولې
کلـــــه چــې کالـــج نـــــه بـــــه زۀ راغــــلـمـــــه
ماتـه نــظــــر پــــاڼـــــه بــــه لـــوګــ
ے ئې کـــــړه
دا غم بـــــ‏ه دَ مــــور ســـــره مـې هــــــــر وخـت
چــــا بـــــه مـــــې بچـ
ے نـظــــــره کـــــــړے وي
اوس چې مـــا تـــــواب تعليـــم پــوره کــړلـــو
وخــت دَ خـــدمتـــونـــــو زمـــا راغلــــو نــــــو
ډېــر خفــه يـــــم مــــا ئـې خــــدمـت ؤنـکــــړو
مــــــــور  مـې دَ  دُنـيــــا نـــــه آرمـــــانـــي لاړه
مــــرګ دَ مــرګ نصيب شه دا ئې څۀ ؤکـړل
مينــــه بــــه دَ مــــور اوس چـــرتــــه ګـورمــــه

-
بېرته شاته