(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ته ښایسته رنګین غزل یې

ته ښایسته رنګین غزل یې
ستا لومړۍ خندا مطلع ده
ملکه یې د سندرو
ګرانې ته د چندړ ونه
ستا یادونه غزلبول زړه ته مې ګرانې
الهام راکړي د بیتونو
زه شاعر د ښایستونو
ستا انکار مې عاطفه شي
چې مُسکۍ ، مُسکۍ راګورې
خود احساس به را پیدا شي
څڼې څنډ وهې له خیاله
د ا تمثیل دی د لفظونو
دا تصویر دی د شعرونو
سترګکونه دې د سترګو
کنایه د القابونو
چې ته غاړه غړۍ راشې
زه دې خرپ له اننګیو ځینې واخلمه سمبول شي
ته بیا پورته له حیانه
راته ګورې تخیل کې
قافیې سترګې دې ګرانې
زما غزل ته روح پیدا کړي
نرمې ، نرمې نرۍ شونډې دې شیرینې
شي ګلونه ردیفونه د نظمونو
ستا له زلفو سره لوبې
تغزل مې د غزل دی
چې په کړس ، کړس راته خاندې
بلاغت دی فصاحت دی
دا د پوزې سور پیزوان دې
دا تجنیس دی صنعت دی
دا تیره ، تیره باڼه دې
پاس تاسیس لاندې تخیل دی
د بنګړو شور دې نیازبینې
څومره ښکلی موسیقیت دی
دا د زرکې په شان تګ دې
رواني ده سلاست دی
له بدنه دې مقطع د غزل راکه
مینه راکه
چې په شونډو دې د شونډو رس راټول کړم
چې په مینه ترنم شې ترنم شې
زخمي زړه ته مې ملهم شې
او شرنګېدلی ترنم شې

ضیاالدین همت مل

-
بېرته شاته