(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چاربیته

کتار دې په اوربل کې سره مهران ایښي دلبره
نتکۍ دې جلبداره
خالونه دې جوړه په تندي پاس لکه کوترې(۲)
راځه دخدای د پاره
کتار دې په چارګل کې سره مهران دبدخشان دي
قیمت به یې څوک پوره کا؟
همدا متاع چې اخلي ګوره هغه عاشقان دي
چې تل یې ننداره کا
دسرو لمبو د پاسه یې ځان وژني پتنګان دي
سپین مخ ورته ښکاره کړه
لږرحم په مابویه ای زما په حال خبرې
وتلې یم دکاره
دحق نه به وانه وړم که مې سرله تنې غوڅ شي
همت زما بلند دی
که تیغ دې د ددوو شونډو زما په مرۍ پڅ شی
لیدلی مې داخوند دی
چې تل به ستا دپاره په هرځای کې کوم غورې
شه پوه دمینې یاره
وینا دصفت خان ده چې په اور اړوي واړه
چې چیرته عاشقان دي
دعشق دلمبو نه په سرتورې امان غواړه
بې عشقه په امان دی
دسره پیزوان په اور کې زړه وتلی په غم ژاړه
مهران یې لړمان دی
بې هوش به شي له تاوه راشه واوره خوندورې
کیف زیات که له انګاره

(۱)امیتوب= هغه څوک چې لیک او لوست نه شی کولای او انپړ وی.
(۲)کوترې=کونترې‬

-
بېرته شاته