(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوښتنې اوغوښتنې

اختره

دادې څه انصاف دی،دخوښئ په ورځ خفګان راوړې

مونږته خوښي نه راوړې اختره،وير پریمان راوړی

مونږدرته شېبې شېبې شميرو،چې بيا اخترراځي

راشې خوهرکورته مودغم نوی داستان راوې

مونږ درنه اختره!دخوښيوانتظارکوو

ته اوس دخوښيوپه ځای ويرپه ارمغان راوړې

دلته اوس اختره!کونډې،بورې په پلتنودي

هرې بورې مورته،دشهيدځوی مات ارمان راوړې

کونډه دشهيدميړه ،شهيدارمان ته وژاړي

نه خوښيږي تاته،په ژړاټول يتيمان راوړې

ته خوڅه زمونږپه څېرپه زړه زخمي زخمي نه ېې

ته ولې اختره،مونږته دردراوړې، فغان راوړې

کوړپه کوراختره،ټول زخمي زړونه سم وګوره

هېرنکړې چې بل ځل دې زخمونوته درمان راوړې

بل ځل که راتلې اختره،تش لاس دلته مه راځه

مونږته به دځان سره،دسولې اطمنان راوړې

هله به دې زه قيام،ريښتينئ اختروبولم

ته چې دخوښيوزيرئ کورته دافغان راوړې

دمينې پور

تاچې په ټوکوکې پيغورراکړو

په خوب ويده ومه تاشورراکړو

دبی غورۍ له خوب دې پاڅولم

تاپه خنداخندا،شعورراکړو

له ځان بی خوده وم،په خوددې کړمه

راته دې بېرته دزړه زورراکړو

چې مې ورک کړئ ځان بياوموندلو

په سترګوړوندوم خوتانورراکړو

دژوندانځورمې ټول له يادوتئ وو

تامې په ياددژوندانځورراکړو

ځمادې ورک منزل راوښودلو

تامې منزل ته دتګ لورراکړو

چې درقيب پلاس پرهرپرهروو

تامې زخمي زړه ته ټکورراکړو

په تاخمامينه بی ځايه نه وه

داپه رښتيادمينې پورراکړو

قيام به تل پکې يوازې اوسي

تاچې جانانه دزړه کورراکړو

زمونږپه ګران هيوادکې دری ديرش کاله کيږي چه کله وروردورورپه ضدتوپک اخيستئ اوکله پردئ لښکرې هم زمونږدټکولولپاره راغلي دي٠ پدې جګړاوګډوډيوکې زمونږولسونوته مرګ ژوبله اوړي ،هيواد ېې وران ويجاړکيږي او٠٠٠٠٠٠٠٠

خواياپدې موکوم وخت لږفکراوسوچ کړیدی،چې پدې ټولوناخوالوکې کوم چاپه کومه اندازه رول لوبولئ دی٠که وپوښتم چې اياداټوله ملامتياپه پرديوکې ده؟

ايامونږافغانان پدې ناخوالو،وروروژنه اووطن ورانونه کې هيڅ لاس نلرو؟ ايامونږواقعااوپه پشپړه توګه بيګناه يو؟او٠٠٠٠٠٠٠؟

ومې غوښتل چې دافغانانونه دپوښتنواوغوښتنويوه لړۍ پيل کړم٠دالړۍ دادی پدې لاندې شعرپيلوم٠هيله ده چې دالړۍ راسره تعقيب کړئ٠

پوښتنې اوغوښتنې 

دافغان په سرنوشت ،ډيرانديښمن يم

زه پدې له ټول جهان نه،ګيله من يم 

چې به خپل کړه،په تاواړوي افغانه

زه دچاپه داسې کړوباندې شکمن يم 

له کلونومې،په زړه کې وسوسه ده

له افغان مې،دپوښتنو تلوسه ده 

چې څه پېښ شول اوڅه وشول،ولې وشول؟

چې افغان ته دادکوم چادسيسه ده 

څوپوښتنې ،له افغان لرم په زړه کې

زه يو ښکلئ سترارمان لرم په زړه کې 

نه په سوال،نه په زاريو،نه دعاشي

زه دستربدلون يوپلان لرم په زړه کې 

ستادلوړې شملې جارشمه افغانه

په غيرت دې اطمنان لرم په زړه کې 

خوافغانه بياهم لږڅه راته غوږشه

دګيلويواوږد داستان لرم په زړه کې 

ګوره !وروره  راته ښه حوصله وکړه

چې سوالونه ښه پريمان لرم په زړه کې 

راته هرڅه په قسم وايه افغانه

په قسم دې سخت ايمان لرم په زړه کې 

راته هرڅه سپين،صفاوايه  افغانه

سرګذشت دې،ټول رښتياوايه  افغانه 

چې په هيڅ خبره سترګې پټې نکړې

ښه په لوړږغ،ښه رساوايه افغانه

دوعدې سره سم دادی ځمادغوښتنواوپوښتنوپه
لړکې له غيرتي افغانانوڅخه څوپوښتنې لرم٠
 
افغانه!
وايه افغانه چې کوم چادرنه حجره ورانه کړه؟
چادبابادجرګوخونه،چاديره ورانه کړه؟
چادې سورڼۍ،چادې رباب،چادې سه تارمات کړو؟
چادې سندره،چاټپه،چاننداره ورانه کړه؟
 
وايه چې چادرنه رواج،چادې دستورمات کړو؟
افغانه چادرنه فرهنګ،چادې کلتورمات کړو؟
افغانه چادې دغرورپګړۍ دبل په سرکړه؟
چادې دپلاردتورې نښه،چاغرورمات کړو؟
 
له چاشرميږه مه افغانه،په جرئت ووايه
نورددرواغووخت تيرشوی،حقيقت ووايه
چې هرڅوک تاته پدې کارکې ملامت ښکاريږي
اوس ملامت ته ګرانه ته هم،ملامت ووايه
الحاج الهام الدين قيام

 

-
بېرته شاته