(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلته پاتېکېږم

نه په روا بل په ناروا

نه پوهیږم چې ولې:

په تاباندې مین شولم

ولې مې ستامینه ځان ته ټال کړله

په زړه کې مې جال کړله

دې سترګو ترمنځ مې خال کړله

په اوږوباندې مې شال کړله؟

 

نه پوهیږم چې ولې:

 بېسده شولم

عقل مې ویده کیږي

سترګې مې مړاوې کیږي

ترښي وکیڼ خواځنګیدلو ورسته

ترسرپه زنګنوکیښودلو ورسته

ترډیرو سیوچونووهلوورسته

دوړوغټوترسنجولو ورسته

 دِ اهاړوهلوګلانوترکتلو ورسته..

هک پَک پاتې یم؟

 

 

په خیال وانځورکې :

دې مینې ټال مې جوړکړ

دزلفانوجال مې جوړکړ

دانسانې ونې په خاښ کې مې وُه تاړه

دګلانو دپاسه مې راوځړاوو

ختیځ کې لوړاکې زرغونه وَه

لویدیځ کې مې دهلال روزه وَه

شمال کې تورو وریځو دطوفان دنګول کاوو

جنوب کې نري باران دلمردوړانګوښکل کاوو

ستوروبه ځمکې ته مینه رالیږله

په وریځو به یې مخ پوټونه کوله

نازونخرې وې

شکلې نندارې وي

شکلاوې وې نڅاوې وې

هرخواته خپرې وي

میلې وې ډیوې وې تماشې وې..

غوښتل یې چې پام مې ځېلی کړي

بل خوایې واړوي

له ما څخه ورکه مینه هیره کړي

په مینه کې ځانونه راڅخه ړومبی کړي

خوزما مینه دې دوی ترمینې شوخه وه

په ناامېدیوکې یې امېدراته ځلاوو.

 

په دوی کې ارامي وه

په ماکې ناکراري وه

دوی به هرڅه په ورته کېښودل شوي قانون کول

کوم چې دې دوی پیداکونکي ورته ایښی

خوما به دقانون پولې ترپښو لاندې کړلې

ځکه ټول خلک ورڅخه اوښتل کوي

دِسپېلنیو دودونه وو

ماښام ووکيږدی وې اورونه وو

په اسمان کې توره کېږدی وهل کېدله

دپېڅولوتیاره یې راخپریدله

داوفق سره لمنه وروورو ټولېدله

ساتنګي مې ډیرېدله

دسباوون سترګې ته تم وم

چې څه مها ل به راخېږي؟

ځان به مې ګرم کله ناګرم باله

نه پوهېدم چې څوک به ګرم وي ؟

 څوک به ناګرم وي؟

 

 

  سرمې ګریوان ته ټیټ کړ

ومې ویل چې سمېدله له ځان څخه پیل کیږي

راځه چې اسمانۍ وځمکنۍ ښیګڼې وګورم

طبېعي وانساني قوانین ولارښودنې وګورم

راځه چې دهیواد لوړا په سرټیتې بدل نکړم

جوړه ول وترقي یې په ورانې بدل نکړم

له ځان وله وطن سره خیانت ونکړم

چې ږبې وقام ته خجالت ونکړم

خپل نومیالی تاریخ بې نومه نکړم

خپل برم ولوړا ترپښو لاندې نکړم

راڅه چې رښتونی شم دروغ هیر کوم

ځان ته درمل نوي کړم

زمارنځوري نوې ده

زاړه درمل نغواړم 

دنویودرملووس نلرم

ګوته په خوله ولاړیم

لاسونه پورته

سترګې مې اسمان ته

ولاړ ویم ویجاړیم

سرښوره ول کوم

ځان سمول کوم

 دې مینې ټال ځنګوم

دزړه دردونه هېره وم

څپلۍ مې له پُښو څخه وُوېستلې

سړې ساوې مې له سینې څخه راوُوتلې..

 

پرې کړه مې وکړه چې:

هیچاته به دې سولې زارۍ مینه کې ونکړم

هیڅکله بدرنکې لټول په وینه کې ونکړم

دوینورنګ پوخ دی

په اوبوباندې نه بدلېږي

دې زړه په وینوبه

 مینه دیارزړه کې رانیسم

دوینوریښه(فصیله)مویوه ده

مهمه نده‎که(0+)يا(A-)ده

مهمه داده چې په وینوکې مو یوالی شته دی

په مینه کې مونږدې والی شته دی

 بداېسېدلوکې مو لرې والی شته دی

لاس راکوه،زړه به درکوم

ورووروراځه په ځغاست په درځم

دځمکې په سرخوڅه کوي

ترې لاندې به دِهم درناوی کوم..

 

ځکه تاراته: 

په مینه کې واکداري راکړله

 ترهرې مینې لوړشولم

مینه دې راته وښودله

چې دږوند شتمني وهستي ده

خلکو په ځلنه پیږندلې ده

چې لعب ولهوومستي ده..

 

کاشکې چې ازادي هم راته تعریف کړې

خلک وږنم وایم چې زه ازادیم

رشوتونه اخلم وایم چې زه ازادیم

غلاوې کوم وایم چې زه ازادیم

لارې پرې کوم وایم چې چې ازادیم

تیری وظلمونه کوم وایم چې زه ازادیم

هېوادخرڅوم وایم چې زه ازدیم...

نه پوهیږم چې داازادي ده؟

که بې باکي وهمَجي ده؟؟؟

 

خو انساني ځانښت(فطرت) مې وایې:

ازادي دخپل ځان ومال ساتل ده

دبل په ږوند ومال تیری نکول ده

دې الالو وحرامو پېږندل ده

دهیواد وننګ نه خرڅول ده..

اوکه نه:

یوازې دشرف،کرامت

دهمت وعزت.. وییوته

بې له کړوکار(فعل وعمل)

ازادي نه ویل کېږي

یوازې :

دعواطفوراخوځول دي

داحساساتو راپاره ول دي

دجذباتوراپورته کول دي...

چې پایله یې دمار وناکراروي

وطن وران مواطن خوار وي...

 

اِې دهیواد مینې:

ستا مینان ترخارولاندې دي

موږته یې میړانې وکیسي پرې ايښي دي

موږه یې مننه ودرناوی کوو

خو دریغه چې نن په سمندروکې پلټنې نشته

نن په کاغذوباندې لیکنې نشته

 نن دې شین خالۍ وشیربانوکیسې زړې شوي دي

 نن مینه نوې لارپيداکول غواړي

نن دکمپیوترنړۍ (دنیا)ده

دفیسبوک ګړۍ(وینا)ده

ګړندۍ وبریښناده

حقیقت ورښتیاده...

 تاپکښې په وییو په خبروخوښوم

انځورونه غرونه واسمانونه دې وینم

 ځکه مې مینه له تاسره ترهرڅه څخه ډیرېږي

 په هرڅه باندې پرسیره کېږي

 نوربه زما شعرونه ترتا یوازې سلامونه وي

  مبارزې به وي تورې به وي ډالونه به وي

جازونه به وي بمونه به وي راکټونه به وي

مینه به دې دزړه په هنداره کې انځورکړم

مخکې له خوبه به ورته ګورم

چې په تبسم ورسره ویده شم

ورسته له خوبه به ورته ګورم

چې دِننګ وغبرت هڅې مې راوتخنوي

ځکه ننۍ مینه سوداګری ده

 یوازې ملګري ده

موخې ته رسیدل ده

 دهدف پوره کیدل ده

 نه په روا بل په ناروا.

لیکوال:أ-علي خان صافي.

دلته پاتېکېږم

دازمــا ټـاټـــوبــی زه بــه دلــتـه پـــاتــېکـــېـــږمـه

زارمې تـرې نـیکونـه زه بـه هــم تـرینې زارېږمه

دلته کې مې ځړی دی شین شوی بیالوی شوی دی

دې ځـای نـه خـتیځ تـه اولـویدیځ تـه زه اوږدېږمه

مــاتــه اریــاجــه وایــې چــې زمـا دنـیکو ږبـه وَه

نـن یـې پــښتوبـولي زه پــښتون یـم پـرې نـازېږمه

زه په لوی تاریخ دې هیرودوت کی ستایل شوی یم

ځــکه (سکندر) تـه درنــاوۍ بــانــدې یــادېــږمــه

خوب کې چنګیزخان چې ځان لیډردِدې نـړۍ ولید

زه وم چې یې مخکي به اغزی غوندې ښکارېږمه

زمـادیــني کـتاب چـې پـه څـرمـنو لیکل شـوی وُه

رمـز دې انـساني لـوړو اخـلاقـو پـرې ویـاړېـږمه

نــن چـې مسلمان یـم پـه( قرآن) بـانـدې ایمان لرم

دا دِ دې مـانـا نـد ه چـې خـپـل تـاریـخ هـېـرېـږمـه

مـانـن داسـلام جـنـډی نـړۍ کـې پـورتـه کـړې ده

ځـکه بـه تـش نـوم دافغان هـرځای کې ځـورېږمه

مـا لـه (بن لادن) نــه زړوربــاتـورجـوړکـړی دی

ځــکـه دې (نـاتـو) پـه ګــولــوکـورکـلي ورانـېـږمه

زه و(بن لادن) دې دیـن تـفـسیرکـې سـره یونه یـو

دین کې سره یـو خـودې دین لارکې ترې بېلېږمه

دازمـا قــد ردی چــې وفــاء بــه مـې ســتایـنه وي

لاره دې اسـلام دې عـدالــت کـې نــه وېــرېـږمـه

نـن کـه ظــالـمـان مـې ارهــابي بولي (علی خانه)

رمـزدې عـدالــت بـه زه راتـلونـکوتـه یـادېــږمـه

 

لیکوال:أ-علي خان صافي

-
بېرته شاته