(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

د وطن ویرسونه

د وطن کمپوتر ته ننوت   کوم ویرس ؟

نه پوهیږم  د امریکا دی که د روس

خراب یې کړه له یوه سره سافت ویرونه

ټوله یې دیلیت کړه دکلتور  فایلونه

دکوم شي دان لوډ  کمپوتر کړ خراب

ویرس یې ټول فایلونه کړه خراب تراب

ویرس یې دی سو بیګ  .ستورم  که توراجان

قسیم  فهیم، کریم   خلیلي که حامد جان

نه پوهیږم کوم انتي  ویروسونه پیدا کړم

څنګه له سره ورک سوي فایلونه مهیا کړم

کوم انتي ویروس واخلم ، اویرا که نورتون

طالب،  بیا ټاکنې که له سره بله غونډه د بن

انتر نت یې ډیر کرار او سلو کړی دی

کیبورد  یې پښتو لیک هیر کړی دی

د پښتو یو توری نه پیژني پرنتر یې

تور او سپین عکسونه پرنت وي سکنر یې

د سافت ویر ټول دکلتور فایلونه ورک سوي

په کیبورد یې توري سته عددونه   ورک  سوي

چې په یو شي کلېک کړو بل شی خلاصیږي

چې مازې چالانه سي چارچ  یې تمامیږي

کله کله په سم پاسپورد کمپوتر لاک سي

کله خپله  بې پاسپورته ان لاک سي

کله  فیس بوک سي چې ایميل کړې کلېک

کله هاتميل سي چې فیس بوک کړې کلېک

د تصویر رزولیشن یې ډیر سوی کښته

میموري یې ان د کیلو بایت  سوی کښته

ګرافیک کار ت یې بیرته  منول سوی

دا په ټول افغانستان نه یوازې کابل سوی

یو کیلو بایت یې  دي دي آر  او رم  دی

ورځ په ورځ يې خلکو ته ډیر کړی غم دی

هر شی چې دیلت سي بیرته ان دو نه لري

هغه لکه زوړتیپ   بلکل ان دو نه لري

هیڅ شی یې کار نه کوي ددې کمپوتر

نه کمره ، نه میموري ، نه کیبورد نه چارچر

یوازې چوکات یې دی سم خو مات او میده

فن یې کار نه کوي غواړې لاسي پکه

زړه را خوړینوي ددوستانو ایمیلونه

د وطن  د هرګوټ  دیوبل ضد وب سایتونه

***

خدایه ! د وطن د دښمنانو بد نظر کړې دیلیت

خدایه ستک کړی د هغوزړونه چې دی پلیت

خدایه د وطن د آرامید و لپاره راته وکړه هدایت

کوم  فایلونه کاپي کړو کوم یې  سیف کوم یې کت

له چا وغواړو هیلف چې ووهو  ایف ون

ټوله هغه چې مشران سول راووتل   نقب زن

خدایه  !یوازې ستا مرسته به کړې موږ ریفریش

کنه بیا به ټوله دولت اخته  وي یوازې په ریش

خدایه! د خلکو زړونه مو نور له نفاقه کلیر کړه

ویروسونه چې په هر جامه که راځي  فلتر کړه
 خدایه ! د  خوشالي  جمپر  موږ ته سیت کړه

نور د جنګ او کرکې  جرړې ري سیت کړه

خدایه! نور مه اچوه  دافغانانو په مغز کې  بګ

چې بیا ویرسو نوته لاره پیدا نسي د راتګ

خدایه  ! نور مو د ویروسونو  وژغورې د اتک

دا پرتوګ خلاص کړې نور د کیک او خسک

فن  چالان کړه چې د اور ډک  زړونه کړي  ساړه

فید یې کړه په خاوره چې د لالچ   زړونه کړي ماړه

خدایه ! موږ خپله  د خپل کمپوتر کړه اونر

راکړه دتغیر دحق پاسورد  نور بس ده یوزر

 

یومیړه  رانیسه بل مفت واخله !

پخوا وه دواک او پیسو  زورونه

پاچا او شتمن کوله په زرو ودونه

 دین ډیر  رالږ کړه له یوه تر څلورو

بیله لس دولس مینځو لکه حورو

ول بس  یوه ښځه ده د بین الملل ادار ې

په یو تېکی کې نه ځایږي   تورې دوې

نارینو ددې متل ضد کړه  پیل مبارزه

ول  پخوا توره وه هغه  وسله ده  زړه

اوس جنګ کیږي په توپک او  توپنچه

دچهل میلې مرمی اوري بنچه  بنچه

شپږ مرمی نیسي دتوپنچې شاجور

دیرشو مرمیو ته رسیږي  دتوپک ججور

دښځو دحقوقو ادار ې دا متل کړ کوره

ول باید دیوې ښځې سي میړه یو نارینه

ښځو چې دا دعوا په دنیا کې ولیده ګټلې

د څو میړو د امکان لپاره  و ښوریدلې

***

پخوا د هلک  مور یا خور خوښول چنغول

نو کله به دواده په شپه زوم کوی غال  وغول

چې دزوم پښه  به یې تر کنده ور وايستل

تر واده به یې د خوار زو م پښه نه  ارتول

هلک به د واده په شپه ناوی سپينه ولیده

 سهار به یې دهغې په لیدو خوا وګرځیده

بخت اوشنې  کله  به هغه راوتله مرنده

کله به یې هم هغه ولیده  تر خپلې مور زړه

کله به  په واده کې جوړ سو  درغول برغول

ناندرۍ به ګډې سوې  د دوستانو په غول

هغسې چې کله ختی د زومانو غالمغال

ناوي هم د زوم په لیدو نه وې بې جنجال

 انجونو هم   ویل موږ خو نه یو  نرم بستر

 چې تل به یو  په ذوق د  هر خیرن مسافر

 ***

پلار به د زوی له واده ساته ځان په اړتوپړتو

 زوی به یې ګرده ورځ اخته وودځان په کړتو

پلار له لګښت او مهره   لکه له اوبا ځان ساته

هلک د خپل مړاني وهلو هر چا ته حال وایه

مورته یې و يل مورې ما دشپې منګی کړ چپه

 پلار ته یې ویل د بریت او ږیرې  لیکې وګوره

 خویندو ته یې ویل ګورئ ږغ مي  ډډ سوی دی

وړونو  ته یې ویل خوب مي ګډ وډ سوی دی

پلار ته یې ویل را پورته سوی مې دی چنغړک

په  زړه کې  یې په  ټولومتاهلو کیده غړک

 هر چا د ځان  په ګټه  هغه ته نوکاره ورکوله

هر یو به خپله تجربه دهغه سکاره پوه کوله

  پلار یې  ویل  زویه  کونډه تجربه داره ده

مور یې  ویل  ښه کُلاله یا خپله سياله ده

ښځه ښه ده  نه د ځان د جهان  په خوښه

 ښځه ښه ده نه د ځان دخاندان په خوښه

 ورور یې ویل  ښځه له اړه  د کور خدمه ده

عمه یې ویل هغه د د کالو پریولو  ډبه ده

 پلار یې ویل تنګه موچڼه ده ماندينه

اکایې ویل ګوره کوکه د پڼه ده ماندینه

  پلار یې ویل د بړستن شپږه ده ماندینه

اکایې ویل د پرتاګه ورږه ده ماندینه

انډیوالانو یې ویل  خوږه مڼه ده ماندینه

 په ژمی مشکوله په دوبي باد پکه ده ماندینه

ځوان ویل ددې ټولو په خوښه انجلۍ

 کله  پیدا کیږي    بیله افغانستانه په نړۍ

دا چې دلته   د انجنو ولور دي لکونه

 خود ټوله  لکه مال ځنې اخلي خوندونه

 خدای  دی ووهی هغه وړونه او پلرونه

 چې په ولور  جوړوي کورونه دوکانونه

 ***

پخوا  یې  ویل بده ښځه له تگه مالومیږي

اوس وایي هغه له  خښتګه مالومیږي

د ښځې د زړه او آسمان  پيژندل ګران د ی

د ښځې خوشالول تر ټولو شیانو ګران دی

دلمر او باران یوځای کول آسمان ته اسان دی

  ښځو ته دمکر او ژړا اکت ډیر اسان دی

ښځه ایمانداره  خو په سیالی کې بې ایمانه ده

دهر چا سره ښه  خو له بنې سره یې ورانه ده

 متل دی وايي خرابه ښځه ستا نه د بل ده

دهر چا چې په لاس کې وي دهغه خپل ده

د پیشو  دوژولو شپه لویدلې ده له دوده

ولور او اینه مصف لویدلی دی له موډه

دا چې دچا زنګون لوړ وي یا کښته

دا کارونه دي اوس بې کاره او بې پته

 په هر حال ښځه ده د کور  دهر شی واکداره

چې څه اغوندي چیري ځي ده بې خاره

 اوس چې  انجلۍ هلک ونه ویني نه کوي واده

هغه د کور ټول قلنګ جوړوي په خپل زړه

***

د بهر په نر اوښځه کې سوی    لف واده باب

 هله واده کوي چې د زړو تارونه یې ووهي رباب

نسته  کیسه دمور او پلار او خور د خوښیده

د هلک  اوانجلې خپله  کار دی سره تار اچوه

هر هلک او انجۍ د داسې جوړې پسې ګرځي

هر یو یې د خپل د زړه د ټوتې پسې ګرځي

نه یې رنګ  نه يې دین نه  یې ګوری وطن

دهن دهن تک، دهن تک تن تن تک تن

***

په امریکا او اروپا کې د همجنسو واده کیږي

نر دنر او ښځه له   ښځې سره ویده کیږي

 اوس هغو ته هم  د واده  قانون تیار سوی

 بیرته لکه چې قوم د لوط بیدار سوی

 یو سړی  میړه بل سړی یې ماندینه کیږي

په سیاست کې هم داسې سوي او کیږي

څوک وایي چې نه تکراریږي تاریخ

 بیا د سودوم د ګناه جام ډکیږي تریخ

 ښځې له سړو سړي له ښځو جلا کیږي

  نارینه د نارینه ښځه د ښځې میړه کیږي

***

داسې حالت په بهر کې دود سوی تازه

دمیړه د پلورلو  پیدا دوکان سو ی مغازه

رانیول دی د ښځې په ذوق او خوښه

دکریدت کارد یا د خوشمړو  په کچه

 ټولې مغازې ډکي دي په ډول ډول نارینو

ټوله ورځ هلته شاپیګ کیږي د زنانو

څوک د سینګل  پسې ګرځي څوک د ډبل

څوک د پردي پسې ګرځی څوک  دخپل

څوک د ږیرور پسې ګرځي څوک د بریټو

څوک  دخسیس پسې ګرځي څوک د لړوچټو

څوک دپک پسې ګرځي څوک دبیټل

څوک د نابغه پسې ګرځي څوک د ټنیل

څوک د تور پسې ګرځي څوک دغربي

 څوک دښاري پسې ګرځي څوک د دهاتي

 څوک دګران پسې ګرځي څوک د ارزان

څوک د لیلامي پسې ګرځي څوک د تاني

نن  ورځ  سوې ده دسړو دبې ارزشي او لیلام

یو په نغده  رانیسه بل درته دی مفت او انعام

 پالیسي  لري نن یې  رانیسه سبا یې بدل کړه

یا یې بیرته  پیسه واخله د بل پسې کتل کړه

د نن نرلکه  دپخوا ښځه  مال او منال سوی

هرمیړه دقانون په اساس د ښځې غلام سوی

 دلته ښځې ټوله ورځ د بهر کار کوي

 میړونه   د ښځو لپاره  سینګار کوي

 ځکه ښځو ته په ښه تنخواه کار پیداکیږي

نو ښځه د بهر کار نارینه ماشوم ته پاته کیږي

 اولاد او میړه  د مور او ښځې ډیر ډاریږي

   ځکه هر کا ر د ښځې په خوښه تر سره کیږي

 پخوا  به انجنو  چمونه کول د نرګټه

اوس ځوانان کوي چمونه د ښځینه

***

[درغول برغول]جنجال  ،[غال وغول] شورماشور،[غول] ټولنه،[غړک] کرکه، رخه،[

[نرګته ] انجنو د هلکانو چمونه، [مرنده ] دعوایی ښځه. ،[پښه ارتول ] زوم   دناوی کور ته پریښول،[ پښه تر کنده ورايستل ] گوژده کول، [لړوچټو] ایله خرڅی

غلام دلته   هم ښکر لري هم لکۍ

دبل غلام  او جاسوس هم ښکر لري هم ډانګه لکۍ

ټوله ورځ یې  غونډې مظاهرې وي د مادر رندۍ

د پردو د مشرانو لمانځي تلینونه په بې شرمۍ

په دولت او اولس  د پر دو کلتور ټپي  په دله ګۍ

څوک یې له  ښکره پيژني څوک یې له ډانګې  لکۍ

***

دادنن عزتمن جاسوس هغه د پخوا نه دی  جاسوس

دا دنن ډیر  پتمن دوس هغه د پخوا نه دی دوس

دادنن قدرمن چاپلوس  هغه د پخوانه دی چاپلوس

دادنن ابرومند خړوس هغه د پخوا نه دی خړوس

دنن مریی پرسر ښکر لري هم تر شا ډانګه  لکۍ

***

 دنن جاسوس خر کا رنه  پازه وال دی د کلتور

نوم او تخلص یې تیاره نه دی  سیمه وال دی نور

محقیق پدرام قانوني    شورا وال دی منصور

 اسمعیل وزیر  فهیم او خلیلی مرستیال  دی  دناسور

خود دنن مریی پرسر ښکر لري هم تر شا ډانګه  لکۍ

***

دنن ورځې مرییان داوښ پر لکۍ سپاره دي

 په سپینو سترګو تودوخې ته وایي ساړه دي

  د ولس د دشمن  په غندولو یې د برېت چېچه دي

 د بادار په هر ګټه يې دلته خپل پرتوګ ایسته دي

دا دنن مریی پرسر ښکر لري هم تر شا ډانګه  لکۍ

***

 اې کاسیره چر ګې ولې د بل کره هګۍ اچوې ؟

 قت قت دلته کوې ولي د  ګاونډکره هګۍ اچوې ؟

 د نورو د بادک شیانو ولې دلته  پسکۍ اچوې ؟

دیوالي په منځ کې ولې ددرواغو ناندرۍ اچوې ؟

ته مریی ولې پرسر ښکر لري تر شا ډانګه  لکۍ؟

***

 ملت ټوله پيژنې موږ یې   خبره تر غوږه ورسوو

کنه د نر په یوه لغته یې لکه عورته کښینوو

 مخ به یې  تک تور پر خره یې  سرچپه سپروو

 موږ هغو ته څه د توبه کولو وخت ورکوو

موږ یې  ښکر ماتوای سو هم پرې ډانګه لکۍ

**

غلامانو دلته په سپيتانه  کې جوړه کړې سیالي ده

د پردو زامنو زموږ په کور کې جوړه کړې  باچاهي ده

 انسان ته خبره خرو ته په کار خوله د ډانګ سوټي ده

  پوهیزودلته  له ارګه اوبه خړې  او حرامزادګي ده

خودبه مریی پرسر ښکر ګرځوي تر شا ډانګه لکۍ

***

  دلته  دبد مشر سره په زرګونه بدمرغي راغله

دده په شمول هر جاسوس ته نیکمرغي راغله

په بڼ کې دمیوو پر ځای په حاصل اغزي راغله

دوطن  دکلتوردکترو ساتلو ته مو پیشي راغله

خود دنن مریی پرسر ښکر لري تر شا  ډانګه لکۍ

***

خره  لا تر دې ښه کولای سي چې وکړې ښه اداره

ددوی پالیسي ده ګوز واچوه تر شا مه ګوره

په زرګونو شخړې یې جوړي کړې   یوه یې  حل نه کړه

د ملت آینده ته یې  جوړه د ورستو لانجو بوغچه کړه

دا دنن مریی پرسر ښکر لري هم تر شا ډانګه لکۍ

***

 

هغه مشر منو، دپردو دکلتوري یرغل نه وي طرفدار

هغه و نه ټاکي لکه  رهین تورن  غوندې مکار غدار

دسولې سپینه کوتره  په هوا کړي  نه کارغه مردار

هغه کارونه سم کړي چې حامد کړي دي معامله دار

نه منو مریی چې پرسر ښکر لري تر شا ډانګه  لکۍ

***

لکۍ د حیوانیت نښه  ده ښکر  دی د  لوړ مقام

 اوس دداسو خلکو سوی وخت د اما م  او زمام

  د پردو په لاس کې سوی زموږ دواکمنو لګام

    دهغه شوخ بچه کابل مشرانو سوی دی   نظام

باید  چې ښکر یې مات سي پرې یې ډانګه  لکۍ

***

 دملت چې بخت تور سي ددښن یې  د پلار کورسي

پردی زوی ورته خوږ تر خپل سکني ورور سي

خپل مور ته هر زوی خپله د هغې د ټیکرې اور سي

د بل د کلتور پیری یې نیغ  پر اوږه سپورسي

یو دښمن یې  ښکر غوړوي بل یې زمونځ وي  لکۍ

***

خدایه موږ ته  دوه رګه  مشر نه ، نوکۍ افغان را

  خدایه موږ ته  دوه لمبره  مشر نه، نوکۍ باوجدان   را

خدایه موږ ته  دوه ټوټه  مشر نه، نوکۍ باایمان را

 نه زمری ، نه  پسه ، نه سپی مشر  نوکۍ انسان را

نه لکه دا مرییان پرسر ښکرولري تر شا  ډانګه لکۍ

***

 خدایه دهر خاندان چې وي بیله دې خاندان را!

  خدایه دخپلو خلکو خدام نه د پاک اوایران را!

 خدایه نه د امریکا  نه د انګریزانو خانه سامان را!

 خدایه نه چرسي نه کوږ خولۍ نه سترګګ ران را!

افغان راچې نه  ښکر ولري نه هم ډانګه    لکۍ!

***

اخیر به ولس دا موشه خره کړي لونټي مونټي

د بلبلو له بڼ او بوستانه  به تورانیاني  وشړي

 وخت لنډ دی اوس دي دوی شپې وشمیري

د تخرګ  دلندیدو وخت   به یې ډیرژر راسي

 خلک به پر خاندې چې یې وویني  ښکریا لکۍ

[داوښ پر لکۍ سپرېدل] بیحیایی کول،[ پرتوګ ایستل ] بې شرمي و بې حیایي کول.

،[ د عمر شپې شمېرل ] دعمر اخیري ور ځي شمیرل،[ تخرګ لندېدل ]وارخطااو خجل کیدل،[ برېت چېچل ] به قهراو غضب کیدل،[ لونټي مونټي] لکۍ او غوږ پرې کول ،[د تخرګ لندیدل] د شرم او وارختایې وخت،

-
بېرته شاته