(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښتونه! ولې ستا ژبه محکومه ده؟

ښتونه! ولې نن ورځ ستا ژبه محکومه ده؟

ای زما ګرانې او خوږې ژبې پښتو! پو هیږم چې ستا سره څو مره غټه جفا شوې ده.
ته نن په خپلې خاوره او هیواد کې محکومه يې!
پښتونه! ستا ژبه د اکثریت ژبه ده، خو تا ته ددې حق ته دی درکړل شوی چې ستا بچیان په خپلې مورنۍ ژبې څه ولیکې او څه ولولې او په خپلې ژبې زده کړې وکړې .نن ستا ژبه د افغا نستان په ښوونځیو،پو هنتو نونو او علمی او اکیډ یمیکو مو سسو او مرکزونو کې ځای نه لري.ستا ژبه په رسمی او دولتی ادارو کې ځای او شتون نه لري..دافغا نستان په اساسي قانون کې راغلی دی چې پښتو ملي او رسمي ژبه ده، خو داساسی قانون دغه ماده هیڅکله هم د عمل په ډ ګر کې پلې نه شوه او دافغا نستان ټول پښتا نه د خپلې ژبې د هغه حق نه چې د افغا نستان اساسی قانون ور کړی دی بې برخې دي . نن چې کوم پښتون د خپل دې روا حق غږ او آواز او چت کړي نو د پښتوژبې دښمنان یې فاشیسټ او متعصب بولي.پښتو ژبې پسې د پښتنواو پښتو ژبې ددښمنانو او ایران پالو له خواپه خپلو تلویز یونو اوخپرونو کې سپکې سپورې ویلې کیږي.
آیا چې څوک د خپلو بچیانو لپاره په ښوونځیو ، پو هنتونونو کې په مورنۍ ژبه تعلیم وغواړي هغه فاشیست ا و متعصب دی؟
آیا پښتانه ددې حق نه لری چې بچیان يې په خپلې مو رنۍ ژبې زده کړې وکړي؟
آیا د افغا نستان اساسي قانون دوی ته دا حق نه دی ورکړی چې ددوی ژبه دې په ښوونځیو ،پو هنتو نو نواو رسمي او دولتي ادارو او مو سسو کې ځای ولري؟
ای پښتونه! نور را پورته شه او خپل دغه عادلانه غږ پورته کړه چې د افغا نستان اساسی قانو ن در کړی دی او تر هغوپورې خپلې دې عا دلانه مبارزې ته ادامه ورکړه تر څو دې چې خپل بشپړ حق نه وي اخیستلی.

د بې غوره پښتنو نه خپه پښتو

پښتنو درنه خپه يم
ستاسو ژبه نه يم څه يم؟
تاسو پريښې يم بې قدره
وروسته پاتې يم بې حده
تاسو ما باندې شرميږئ
تاسو ما پورې خنديږئ
تاسو ماته سپک نظر کړئ
تاسو زما ځينې حذر کړئ
تاسو څرنګه بچيان ياست
تاسو څرنگ انسانان ياست
زه مو موريمه زامنو
زما خدمت وکړئ ښاغلو
دسيالۍ يم غورځيد لې
سرلوړۍ نه غورځيد لې
ښوونځي کې مې ځاى نشته
پو هنځي کې مې ځاى نشته
نه دفتر کې ځاى لرمه
نه بهر کې ځاى لرمه
زه خو ژبه دکروړ يم
زه خو ژبه ستا دکوريم
زه يم ژبه دغوريانو
دسوريانودلوديانو
دباننگه ابد ا ليانو
دتورزنو هو تکيانو
دخوشال او دروښان
دصوفي عبدالرحمن
زه لرغونې نه يم څه يم
ستا سو ژبه نه يم څه يم؟
نورې ژبې پرمختګ کړي
ستاسو ژبه پر شاتگ کړي
کتابونه پکې نشته
قاموسونه پکې نشته
په گوګل کې يې ځاى نشته
کمپيوټر کې يې ځاى نشته
نوڅه وکړئ!
پښتنو درباندې غږ کړم
ستاسو ژبه ده نن خواره
پښتوژبه ستاسې مورده
دروندنظر درځينې غواړي
درنه کار غواړي داژبه
درنه زيار غواړي داژبه
ملاوې وتړئ درجارشم
دپښتو شمله کړئ هسکه!
دپښتو شمله کړئ هسکه!
(ياد)‬

-
بېرته شاته