(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تازه شعرونه

زه یواځې نه یم      

زه یواځې نه یم ددردونو سره ژوند کوم

یو پرهر خوندی د زخمونو سره ژوند کوم

زخم مې مسکۍ وه په خنداخندا یی و ویل

زه د زړه دوینو دډڼډونو سره ژوند کوم

ماته نن ساقي په میخانه کې ست د جام وکړ

زړه تصلومه  د  خمونو  سره  ژوند کوم

آخ د وړکتوب  وخته افسوز چې بیرته نه راځې

عجیبه بیغمي وه ستا یادونو سره ژوند کوم

وخته  ملامت  یی  ترحم نه  بیخبره  یی

ژوند جوړ مجبوریت شو پریادونو سره  ژون کوم

ای د سبا باده د وطن د عطروبوی راړه

لرې له وطنه پناه غرونوسره ژوند کوم

نه یم ناامیده ځکه صبر کې اجرونه شته

زه حفیظ ملیار دې امیدونو سره ژوند کوم

خدایه

خدایه   انسان   یم   انسانیت راکړه   

د  انسانیت   عالي   صفت  راکړه     

که  خدمتګار  نشوم ظالم مې نکړې   

خدایه   ته  داسې   شرافت    راکړه   

خدایه  زړګی  مې راته  پاک وساته   

په  صداقت  کې  مې   قوت راکړه   

د ټول بشر مې خدمتګار کړه خدایه   

ماته    خو    داسې   برکت   راکړه   

د هرچا  لاس کې  زه  قلم غواړمه    

خدایه   ته کرکه  له  وحشت راکړه    

د  میندو  اوښکې   نو ر  ونه وینمه    

خدایه  ته   داسې  مرحمت   راکړه    

ټول پښتانه له توطیو  نه خلاس  کړه    

کاشکې: باران د  خپل رحمت راکړه   

یمه   بې موره   لیونی  غوندې  یم     

 په   برکت   دې    تصلیت   راکړه    

چې  د هرچا په زړه کې ځای ولرم    

حفیظ  ملیار  ته  دا  عزت   راکړه  

اغزو واخیستم

ستا د شوخو سترګو پیالو واخیستم

مسته   میکده  وه  نیشو  واخیستم

ماچې  ستا د  شوڼډو  غوټۍ  ولیده

وسومه  لمبه  وه   ایرو  واخیستم

زه خو ستا  د  حسن  بهر  ویوړمه

د عشق  یو څپه وه  اوبو  واخیستم

نه دسترګو تور شوم نه لیمو کې زه

ستا یو ا شاره  وه  بڼو  واخیستم

خیر که د حفیظ ملیار ګلزار نشوې

 ژوندون یو ګزاره وه اغزو واخستم

هایکو        

دلته  او   هلته   سپوږمۍ

دلته  او   هلته   ستوري

هلته ماښام او دلته تورې زلفې

 

هایکو          

نرمه نازکه د شدو پیروې   

د سهار پرخه په ګلپاڼو پرته

دلمر څریکه دالمل س په منځ کې

-
بېرته شاته