(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غــزل

غزل

زما ساړه ساړه حواس غواړې توده بهانه
که مې راکاږې ځان پسې اوره ! راوړه بهانه
ځه مړې ځه ، پرون دې سترګې اړولې رانه
ځه مړې ځه ، ځه مړې اوس مه جوړوه بهانه
ستا لورینه خدایه ستا بې نهایته صبر
زما غفلت زما د ژوند د کېسو ده بهانه
ما درته تل ماتې وعدې نه پس خندلي کنه
تا راته تل په وړه خوله کړې وړه بهانه
د جانان یاد ته به مې زړه په چغو چغو ژاړي
د لالا مرګه ! ته زما اوښکو ته شه بهانه
اخ په ماښام کې خو یې مه رایادوه رستمه
اخ د قاتل قاتل نظر کومه یوه بهانه

غزل

بې کیفیته شوم چې لاره دې راوښودله
شکمن نظر ومه ، هنداره دې راوښودله

پړی مې مار د ژوند په سحر ؤ ، خوتا له امسا !
خدایي راوښوده ، ښاماره دې راوښودله

زه وم ، چې ټول عمر مې زخم د زړه و نښوده
ته وې ، د وخت هر نوکاره دې راوښودله

ورځ کې به وې پاړجنې شونډې خاموشۍ ګڼدلې
شپه د سکون که وه ، خونکاره دې راوښودله

نه دې د ژوند په دې غمجنه ډرامه پوه کړم خدایه !
نه خو د ژوند کومه فنکاره دې راښودله

ومې لېده رستمه ستا هغه اصلي څېره هم
که له غصې وه ، که له ډاره دې راوښودله

-
بېرته شاته