(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګ

دشمن دي لمسوي ورسره جنګ نه کړې پښتونه
حېران يم چې په خپل قام باندې ننګ نه کړې پښتونه
ډېر شته چې د قلم په مينه مست دي مخکښې لاړل
خو ته ئې چې يو کار بې له تفنګ نه کړې پښتونه
هم دغه شان اغيار به ورته بې پامه رادرومي
ديوال دَ اتفاق دَ کور چې دنګ نه کړې پښتونه
په دې کارونو تاله داسې څه ښه په لاس راغلل
خپل کور کلی چې نور په وينو رنګ نه کړې پښتونه
خپل قام ته نه چې بل قام ته ترې هم نقصان رسيږي
خراب څيزونه جوړ چرته له بهنګ نه کړې پښتونه
نظر پرې کله کله لږ عبرت لره پکار دی
دَ پلار نيکه دَ لاس نخښې چې زنګ نه کړې پښتونه
هر ځائی د نفرتونو دَ بارودو لوګي خيژي
دَ خپل وطن ښائسته رنګ چې بد رنګ نه کړې پښتونه
چې چا په خپل وطن کښې دَ يو بل مونږ دشمنان کړو
دَ داسې غلط کار مخنوی څنګ نه کړې پښتونه
په لار دَ باچا خان که دي لږ تګ چرته کښې ؤکړو
خدمت دَ انسانانو نه به څنګ نه کړې پښتونه
تواب وائ چې څنګه به دَ مينې خېر څوک درکړي
دَ دې پسې چې خپل ځان سم ملنګ نه کړې پښتونه
       
 ۲۴/۲/۲۰۱۲- الرياض

-
بېرته شاته