(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنه میرمن وایي/ آزاد ژوند

پښتنه میرمن وایي

اې پښتونه خپل همت مه خرڅوه!

د خپل پلار مال او ثروت مه خرڅوه!

د نفاق په پوله وانخلی قدم ته

دا ژوندون د حریت مه خرڅوه!

چې همیش دې د وطن پت دې  ساتلی

ته نن  دا په هیڅ قیمت مه خرڅوه!

چې بدل نوم  د پشتون په  بل څه  نه کړې

راشه دا شان او شوکت مه خرڅوه!

لاس وانخلې له خپل عزم او پښتو نه

دا  دقام ښه  شرافت مه خرڅوه!

تا له  پاتې په  میراث کې نور څه نه دي

دا میراث  ننګ او غیرت مه خرڅوه!

دا ژوندون  آزاد  د لوړو غرو د څوکو

د غلام  په سلطنت مه خرڅوه!

ننګیالی نوم دې خپور شوی  دې  جهان کې

دا صفت په  ډیر دولت مه خرڅوه!

دا دپلار نیکه  آثار ښکلي  ډاګونه

د غماز په شفقت مه خرڅوه!

ستا سینګار  په  فیشن نه دی په غیرت دی

دا د ځان  ډول زینت مه خرڅوه!

خپلواکۍ باندې که ستا سرومال  لاړ شي

آزاد  ژوندون په اسارت مه خرڅوه!

اې ((سیلابه)) خپل  تاریخ  ته نظر وکړه

آزادي  دې  د فطرت  مه  خرڅوه!

 

آزاد ژوند

اوچت  دې  تل  نشان وي  په  جهان  د  آزادۍ

بر باد دې  همیشه وي  غلیمان  د  آزادۍ

ژوندي به څه  وي هغه  چې  یې واک  اختیار د بل  وي

دا شان عمرونه  زار له یو  آن  د آزادۍ

دنیا  ورته سر ښکته په  تعظیم  وي  تر  قیامته

کوم قام  چې  سرومال  کاندي قربان  د  آزادۍ

په سرومال  ډیل  نه  دی  د آزاد  ژوند لپاره

له څیرمې  پښتانه  دي  مینان  د  آزادۍ

وطنه ستا  په مینه تل  تیار زلمي  ایثار ته

سېلاب لکه بلبل  دی غزلخوان  د  آزادۍ

شاعر : شهید امان الله سېلاب ((ساپی))

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

-
بېرته شاته