(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروړې

کن
دا عنوان له ښکلا ډک وو
نور دردونه وو مضمون کې
تا د کُن قیصه کوله
زه دې ورک کړم فیکون کې
---
چې د تول چاپړي دې خپل دي
تال د بت پکې رسوا شي
که د چا څیړنه وشي
نو الزام به په چا راشي؟
---
ستا پنجرې دي ستا مرغۍ دي
که دې وړي که راوړي
ستا باغونه ستا اورونه
ستا مرۍ دي او ستا پړي
----

داسې زه ښکاري د حسن
لکه وږے باز د زاڼي
چې دې ښاخ د میوې ډک وو
راکول دې څله کاڼي؟
------
ګوتمي خاموشۍ مستې!
ټول سازونه درنه جار شه
حسیني دریابي تندې!
دریابونه درنه جار شه
----
زه مې زړه په لاسو نیسم
زه چې کله د زړه اورم
زه مې زړه په لاس کې ورکړم
زه چې کله په زړه اورم
---
خوب چې لنډ شي معنا بایلي
خوب چې اوږد شي بدیږي
نور د کهف یاران ښه دي
خو سیکې يې نه بدلیږي
----
نه ميئن دې په سپوږمۍ یم
نه په ستوري پسې ګرځم
ستا د جهل په تورتم کې
پخپل سیوري پسې ګرځم
----
زه يې غم د لوپټې کړم
زما حوره ده سرتوره
ته دې خپله حوره ستایه
ته دې خپله حوره ګوره
--

شوګیرې شي سندریزې
عندلیب په جام ویده شي
یاره ښه خو کلیوال دي
په رڼا ماښام ویده شي

پروړې

مرګ انجام وي انجام
د جلاد د منطق
چې معیار د نظر
شي بنیاد د منطق
-
ما کوله بیګاه
ستا د عرش تماشه
په چاودونو د عرش
کې د فرش تماشه
--
د جهان په لټون
د خپل شان اجنبي
دغه زوړ ړوند ښکاري
هسې ځي او راځي
---
ژوند سفر د خمار
د رندانو لښکر
زړه دې نه شي د چا
د مزار منجور
---
دا سړي کړل برباد
د تقدیر غلامۍ

دا چې لولي سبا
د تندي په تختۍ
----
ستا د ساز په خوږو
خبر نه شوه دنیا
ړوند ته ستايې اشنا
د طاوسو ګډا
----
په میره کې د ژوند
دواړه مات کړو اشنا
زه د وهم ښامار
ته د شک اژدها
----
مونږ يې ستایو په ورځ
او په سیل اوځي سیل
سپین غنډوسکی د نمر
چې سحر کړې راګیل
----
د سخن په کشۍ
غر د درد راکنل
تخلیق څه دی لالا
خو بتان لټول
----
شي په سترګو کې ښکیل
چې نطر شي رغی
ځانله ورکړي فریب
عندلیب لیونی

 

زه د نوې نړۍ نوی رنځ لرمه
په کوشته د روایت مې علاج نه شي
شعورونه د جمود کوهي ته ولیږي
چې بدلون چرته حصه د رواج نه شي
عندلیب

-
بېرته شاته