(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دژوند فلسفه

نـه مـاده وه نـه مـانـا وه پـه وجـودکې

نـه آدم وونــه حـواء وه پــه وجــودکې

کـه واجِـد نـوای وَجَـدَ داوجـود ټــــول(۱)

نه به دروغ وُنه رښتیا وه په وجودکې

الله داوجــود پـــه ټـــکـي پــیـل کــړی

نــه تیاره وه نــه رڼـاوه پــه وجـودکې

بیاچاودنوپـه اورونوکې یې وریت کـړ

نـه نـړۍ وه نـه دنـیـا وه پـه وجـودکې

داسمان بنسټي توررنګ به شین نوای

چې نه رنګ وُنه ښکلاوه په وجودکې

کـه لمرونـه لـه دودوواوروجـوړنـوای

نـه بـه درد نـه به دواء وه په وجودکې

که دالله رحمت دِ ځمکې په ږوند نوای

نـه باران نـه بـه برېښناوه په وجودکې

که داځمکه یـوه ورځ نـه مـړه کیدلای

نه به ژوند نه به هواء وه په وجودکې

کـه یـې مـینـه الهي نـوای پـه زړوکـې

نـه یـوسـف نـه زلـیخا وه پـه وجودکې

رمـزدې مینې انسانیت وو(علي خانـه)

نـه مجنون چې نـه لیلاوه پـه وجودکې

ـــــــــــــــــــــــــــــــ
۱/ واجد : پیداکونکی – الله ــ په عربې کې دفاعل دتول په مانا.

وجد : پیداکړی.  وجود : نړۍ چې په عربې کې – کون ــ

ورته وايې ټولنه یې په – اکوان ــ سره کیږي.Ali Khan Sapai

-
بېرته شاته