(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي ملیار شعرونه

د ګلرخو خریدار 

ګرانې ستا د شو خو سترګو عجیب کاروي

لکه باز چې ټول نظریی  په خپل ښکاروي

زړګې یوسي په منګل  کې  بیایي زبیښي

لکه یو چې وي غلام بل یی باداروي

ګیله من یم ستادسترګو له بڼونه

سم چې یوله زړګي باسم بل ګزار وي

ملامت نه یم فطرت نه داقانون دی

چې هرڅوک  به د ګلرخوخریدار وي

خپل زخمي زړګی خو بیرته له  تا غواړي

ځکه لار کې ستا ولاړ  حفیظ ملیار وي

سلام سلام
سلام    سلام   افغانستان  ته
زمونږ  روح  زمونږه ځان  ته
زمونږ   ژوند  زمونږ  عزت ته
خپل   ګلاب   ګلاب   جانان  ته
دا  وطن  مو د بابا دی
د خوشال او احمدشاه دی
د  ملالې  یو  ټپه  ده
دا  مو بام د اسیا دی
را  ولاړ  او  لاس په  نام   شۍ
لوړ   شمله د  میرویس خان  ته
خپل    ګلاب  ګلاب   جانان   ته
سلام    سلام   افغانستان    ته
مست  سیندونه چمنونه
واړه دشتې واړه غرونه
طبیعت په مونږه ویاړي
ډک  کانونه   معدنونه
هر   خوا   ګورۍ    افغانانو
د     ګلانو    ګلستان    ته
خپل  ګلاب   ګلاب   جانان  ته
سلام   سلام   افغانستان  ته
ننګرهار که بدخشان دی
قندهار او که لغماندی
په ملي وحدت  جوړیږي
پکتیااوکه بامیان دی
زه حفیظ   ملیار  کړم   فخر  
د    کابل  دا شین اسمان  ته
خپل    ګلاب   ګلاب   جانان  ته
سلام   سلام   افغانستان     ته

ټوپک  په خوله

خدایه  دلته  ارزاني  ده  څه   ځوانان   مري

په  جنګونو   کې  اخته   ستا  بنده ګان   مري

د  چا مور  د  چا  خواخوږي   ور  ته  ژاړي

چې   تنکي   تنکي   زمونږه    ګلالیان   مري

په  زانګو   کې  لا  په   خوب  کې   به   ویده  وي

بېخبره      له     د نیا      داسې      ګلان    مري

د    ټو پک    په   خولې    خبرې    د     روا  نې

که     په   لره   ده    که     بره     افغانان    مرې

د    حیوان  د مرګ     پښتنه     بل   خوا    کیږي

بې   پښتنې   زمونږ   ملک    کې   انسانان  مري

زه      حفیظ   ملیار      ولله      چې       خفه       کیږم

 د   چا   کور  کې  که  په  خپل    مرګ  لا  چرګان   مري

 
-
بېرته شاته