(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

جنګ دی د هلک او انجلۍ

جنګ دی د هلک او انجلۍ دا یې کیسه ده  

 د مینی د سرک اشارو ته په نه  پام یې ګیله ده

***

زوم له ناوی کوله داسې یوه عشقي ګیله

په عسل کې دی ډوډۍ راکوله په خوله

وې هغه وخت مي پخلی نه وه ښه زده

اوس مې زده ولي درکړم ګوله په خوله؟!

***

په کوژده کې مو خبر ې وې د سترګوپه اشاره

د زړه په غوږو دواړو سمه اوريده دیو بل خبره

له واده وروسته  ډیره سوه دغوږو تر منځ فاصله

بیله چغو نه اورو موږ سمه   ولي دیو بل خبره ؟!

***

ناوي ویل  ولي نه اخلي زما په ښکلا قسم

ولي نه اخلي زما په نخرو ناز او ادا  قسم

 زوم ول پخوا په اصلي غړو وچو ګلانو و قسم

اوس په مصنوعي غړو او تازه ګلانو دی قسم

زومانو  پخوا ویل ستا په شنه خالو مې قسم

ستا په دې کنډوري سوي کوڅو  مي قسم

  آیاووایم ستا په مصنوعی ویښتو مي قسم

یا و وایم ستا په کانټکتی سترګو مي قسم

دشپې ووایم ستا  په اسپنجي تیو مي قسم

یا ووايم ستا په مصنوعي کلنګو  مي قسم

 ښه ده ووایم  ستا په ښکلو کالو مي قسم

 ستا د پلار په جایدادو او ډالرو مي قسم

**

هلک ویل  پخواشاعرانو په ښکلو پسخند وهه

ول  د یار ویښتان ماران دي  خوله یې ده پسته

باڼګان  خنجرونه ، وریځي یې کمان ده زنه مڼه

شونډان  یې سره لعلونه سترګې بادام ، قد سروه

ګرانی ته یو وار دا په فتو شاپ کې ادیت کړه

چې پوه شې د شاعرانو چه شی وه موخه

***

 هلک ویل دا خلک دی ډیر همه غرض

په دوو کې  یې یو لري هرومر دا مرض

په هر  حالت یې له خولې وځي خبره

دانجنو په صفت که بده وي که بهتره

پخوا یې ویل  شلنډه منډه ده انجلۍ

اوس وایي شیر سوخته او پنډه ده انجلۍ

پخوا یې دڼګرې ته ویل ده وچ موره

اوس ورته وایي د زرو نرۍ لښته ګوره

پخوا یي رکې انجلۍ ته ویل بې حیا ده

اوس وایي  هغه اجتماعی عضو د  راوا ده

که یې خبرې کولې  د ژبې پر سر دانه دانه

ویل یې دا دمور او  پلار ده  در  اوناز دانه

هغې انجلۍ  چې خبرې کولې کرار او اهسته

ویل یې اطرافي بې سواده ده او پس رفته

ستا غوندی خبرو کولو  ته یې ویل ماشیندار

یو  یو ټک نه تل ګوته په ماشه نیولې  ضربه دار

***

 

 پخوا به پلار ویل خپل  ځوان زوم زوی ته

مور خپلي   نخره بازی ناوی لور ناوکی ته

لوري واده ته ځان  ښه ساټ وباټ که

زویه  ځان  سرې غوښې او  ښه پاک که

لوري هره شپه میړه ته ځان یو غړوپ که

چې لا ځوانه یې هغه  په ملا کړوپ که

هغه پریږده د ژوندسوری خپله پیدا که

دخپل سور کور ساتنه سهار او بیګاه که

خپل پرتوګ پام  خسر ګنی ته مه باسه

 دمیړه پرتوګ هم پلرګنی ته مه  باسه

میړه ته په لومړی شپه  څیرې خپله پرده که

د هغه ټوله ښه او بد خوی او عادت  زده که

 اوس مور درته ویل    میړه دی خپل مریی که

هغه زموږ د کور او خپلوانو کوتری سپی که

***

                                                                                                   

هغه وخت تیر سو چې میړه به ووت په غوسه

میرمني به یې ټوله ورځ  تیره کړه په الغاسه

که  هغه ورځ به هغې  توره  پشي هم ولیده

ول څه کوې بې پدري له ما غواړې څه

ښه مي سورخچوکی کړی څه وکړم نور څه

اوس هغه وخت دی میړه وایي میرمني ته

 رحم  وکړه په ما خوار، تندی مه غوټه کوه

 خدای مهربانه دی بیا  به نر کراسي سي

بیا به  یووخت حقوق زموږ مساوي سي

***

، [ تندی غوټه نیول ] په غوسه کیدل، ،[ ځان ساټ و باټ کول ] ځان سینګارول

[ ځان سورخچوکی کول ] ځان ښه پریولل،[ ځان یو غوړپ کول ] ځان ښه سینګارول،

[ سوری پیدا کول ] د ژوند مشکلاتو ته دحل لاره پیدا کول ،[ پرده څیرل ] راز افشا کول ،

[پرتوګ ایستل ] بې شرمي و بې حیایي کول ،[ سور کورورکول ] ناوی ته مکمل د کورسامان ورکول

 

دکافرانو شهیدان

د فتوا مانا ده دخدای حکم په خوله د مفتي

نه په انډي ناستو واکمنو ویل له خیټې پرتي

 هر یو چې وغواړي وکړي پردو ته بیزوبازي

هند، یهود او عیسوي ته وایي شهید وغازي

بازار ډیر تود سوی اوس  دورکولو د فتوا

  په کافرانو کې لا هم  غازي اوشهید سو پیدا

***

 هر څوک خپل مړی بولي پاک شهید

یو ښار او دوه نرخه سوې بیه د شهید

ډول ډول صفتونه پیدا کړي دي شهید

 پاک، اتل، سوله   حلال اومردار شهید

 ښه  تودبازار لري دلته استخاره او فتوا

  په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا

***

دوستم د امریکا مړو ته شهید وایي

احمدي نژاد چاویز ته شهید وایي

طالبان ځان وژونکو ته  شهید وایي

دولت سپاهیانو  ته هم  شهیدوایي

بازار ډیر تود سوی د شهید د فتوا

  په کافرانو کې لا هم  شهید سو پیدا

***

  شهید ته اخروي ترفعات ورکوي دولت

 دنیا یې فتح کړه اوس وار سو  داخیرت

له خلکو ورکه ده لاره  سمه د شهادت

ان خرڅیږي اوس کېلۍ د هرډول جنت

 ددین د ټیکه دارانو ښه کیږي سودا

  په کافرانو کې لا هم شهید سو پیدا

***

ددنیا ټیکه د اران سپاره دي د خرو په لکۍ

افغانان یې تباه کړه  د عقبا دجنت په  ناندرۍ

  ځان ته ددوبی قصرونه بولي د جنت ماڼۍ

هر خاین وایي ما نیولې ټینګه د اسلام رسۍ

په اسلام ، جهاد او شهادت روانه ده سودا

  په کافرانو کې لا هم  غازي شهید سو پیدا

***

 

 

په شهید که هم پاک اوناپاک  پیداسو

 دغلوپه سر کې د سیاست  تپاک پيدا سو

یومسلمان بل ته د کافر ویلوواک پیدا سو

د اسلام  د ترقي لپاره کافر ضحاک پیدا سو

هر  نمرود او فرعون  پيل کړه  ورکول د فتوا

  په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا

***

 اوس مسلمانان د کفر لپاره  غاړه بندوي

په اشاره یې ډبره غورځوي سر تر لاندې نیسي

کله جهاد روا بولي کله یې ترور بولي

لکه چې مسلمانان د ګل به بوی نه پوهیږي

له هغه سپين پوښه ویریږه چې وایي الله الله

  په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا

***

 مجاهد خپل وخت هیر کا، بیا مسلې کا

  سل بېګناه وژني  لا هم د جنت دعوې کا

ولس دسپاهیانو د ستم له لاسه بغهارې کا

بیا هم  هر یو خپل مړو ته دشهید نارې کا

دا راتلونکي شهیدان جنګیږي لپاره د غلا

  په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا

***

راځئ دنیا سمباله کړو  په  کارونو د دنیا

 سیاست وکړو پریږدو دا  خبرې د عقبا

مه لندوئ زموږ د میندو ګریوانونه په ژړا

  اوس  ټوله سیاسي سوي  د اسلام علما

د دوو علما توپير لري نظر په یوه فتوا

  په کافرانو کې لا هم غازي شهید سو پیدا

***

دجهاد  فتوا موږته راکړې وه ملاامریکا

  په لکو مړه سوه روس ووت راغله امریکا

 باید په لکو مړه سي چې اوس ووځي امریکا

مجاهد د روس پرضدوو طالبان د امریکا

زموږ پاک خلک وژل کیږي د سیاست په فتوا

  په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا

***

 دجهاد په نامه دلته  سوي اوکیږي تجارت

رهبران دلته جنت جوړوي ستا په شهادت

د جهادي رهبرانو دي یو وار وګوره خیانت

 څوک مړه سوه څوک ورسیده تر وزارت

 مه منه د هر چا  استخاره  ، خوب او رویا

په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا

***

دښمن ته سل  افغانان وژل هیڅ نه دي

د اسلام ضد پیسې شندل هیڅ نه دي

کافر ته سل سیاسي فتوا ورکول هیڅ نه دي

و مردار ته پاک شهید ویل هم هیڅ نه دي

افغانه ! یوه سترګه په دین کړه یوه په دنیا

په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا

***

ړوندهم پوهېږي چې دلده تروه ده

په دنیا کې دسر زورو اوبو کیسه ده

د تروریست په نامه د پښتون وژل پلمه ده

سل او زر یې  خپل یوه يې ستا په ګټه ده

مین سه خو اوبو ته ځان مه اچوه نه زده  لمبا

په کافرانو کې لا هم غازي او شهید سو پیدا

 

ناندرۍ( د ښځو د خولې جنګ )، د خره پر لکۍ سپرېدل ( ډیر بې باکه ، فضول او شریر کیدل)، پرانډې کښېناستل ( په فخر او تکبر ناست) ، ډبره غورځول او سر تر لاندې نیول ( اصرار کول)،  بېزو بازی کول ( چاپلوسی کول) .

دخاین وکیل د وجدان ږغ

زه يم ویاړی وکیل زما ذلیل  غل نسته
زمانه له ټولو در غلو رذیل  بل نسته
زما چکه غل  نسته
له ما
بدل نسته

***
زما د واک تر شپول لاندې دي وزیران

تر چمبه مې لاندې دي والیان او قاضیان
لوړ دی زما مقام
ز ماټیټ اهل نسته
له ماپشخل نسته

***
 دهر غدار یار یم، هرې معاملې ته تیاریم

په وزارتو کې د کارخلاصولو کمیشن کار یم
د شخصي ګټې لپاره
په سر ماتيدوکې
ز ما پاګل نسته
له ما غکل نسته
***
  پرخپلو باډیګاردانو لور او پيرزونه کوم
دوى
ته  دخلکو د شکونې ښوونه کوم
ښه یې روزنه کوم

ز ما بل بامل نسته
له ما ګنده بغل نسته
***
زما غله وزیران خوښیږي  هم غله  والیان

زما مني غله  څارنوالي اوغله قاضیان
 میلمه یې یم په ورځو شپو مياشتو کال
ز ما لوی ستوکل نسته
له ما بل چټل نسته

***

 مقام لوړدی دلته  تر آسمانه د پارلمان

ججه اخلم داستیضاح په نامه ډیر اسان

دګټې په ورځ ځم تر پارلمان

زما بل کچل نسته

 له ما کسل نسته

***

په تاریخ کې  به مي نوم  جل وبل وي

په هر معامله کې ږغ  زما د تمبل وي

دخاین دولت په پرتاګه کې

 زما بل کټمل نسته

له ما منفعل نسته

***

زه له دې پارلمانه اخیر غوجل جوړوم

هغه لکه ځل پر خپل ځان اسل وم

له پارلمانه دغل بازارپه جوړولوکې

زما لوړ غرږل نسته

له ما ناچل نسته

 

***

دپیسو پیداکولو لپاره زما بل چلاو چل نسته

په ټولو کړووړو کې زما بل جعل نسته

دخلکو په چوپړ کې

ز ما  بل شوت وشل نسته

 له ماریخل نسته

 ***

په دې توده دښته کې زما بل جل نسته

چی زه یې ټاکلی یم له ما ورته بل اجل نسته

ددې وطن ورانولو ته

په دې غل بازار کې

زما بد کوګل نسته

له ما بدپل نسته

***‎

 د امتیاز لپاره پارلمان ته په چلاچل یم

په دوبی کې  دبنګلې اخیستلو ته لل بل  یم

خلکو ته د درواغو باد په توره وهلو کې

زما اتل نسته

 بل په کابل  نسته

***

  یو چانس و،هی هی  دا زمام بل ځل نسته

بیا  په ما هی هی  ددې مقام بل خل نسته

دبل وار نه ګرنټي سته نه ورانټي

کوالټي خو له ازل نسته

ز ما تریخ حنظل نسته

له ما ناچل نسته

***

 لکه ما پست وکیل په ټول ملل نسته

  په امریکا او  لندن او کابل نسته

د پارلمان په ټوکړۍ کې

زما بل خچ خل نسته

بل زما په تقابل نسته

***

 خلک مې ماڼۍ بولي ز ما وړ کوډخل نسته

د ولس په استازو کې له ما بل چټل نسته

  د ولس په نس کې له ما لوی الوول نسته

په دې غل بازار کې

زما بل غلت پل نسته

له ما ناچل نسته

 (ویاړي )  معامله ګر،لل بل( حیران او وارختا)،)،تمبل( دریه)،چلاچل( تګ راتګ)، چلاوچل(ټګ)، وچکه غل ( کیسه بر)، تقابل( برابري)،ځل ( وار)، ،خچ خل( هغه هګۍ چې سراوبیخ یې مات وي )، پشخل(خس وخاشاک)،کوډخل( کوډله)، غلت پل(  غلط معامله). ستوکل ( بې  ذات) ، خل ( باور ، اعتماد)، ریخل(کار ترې شړیدل)،غکل(بوغاړی وهل)،کسل( ناراسته ، پست)،غرږل( د سپي سخت غپل)،بامل( د خپلو پالل)

[باد په توره وهل ] لاپي وښتل 

ګونګ قانون اوسونګه قضا


 شکرښه تر ټوله دنیا دی  زموږ قانون
 په مقام لکه د اروپا دی زموږ قانون  
سترګه يې له  هیڅ چا څخه نه سوځي
بې پروا لکه امریکا دی زموږقانون
له امریکا په بزنیس کلاس کې راغلی
د نورو تر قوانینو اعلا دی  زموږ قانون
یو څه در ته وایم پام چاته ونه وایې
هرچا ته په بل  بل مانا دی زموږ قانون
لانجو ته یې مستقل کمیسونونه جوړ سوي
دهغو له هضمولو هم بالا دی زموږ قانون
 متل دی وایي غریب سړی برګ یې سپی 
عام ولس ته ډک د غوغا دی زموږ قانون
***

 لکه مجنون رنګ یې تک ژیړ سوی 
دپښو له تر په لویدلی دی زموږ قانون
 دمجرم او خاین پسې ځغستلای نسي
 له لاس و پښو لویدلی دی زموږ قانون
 سترګو  یې الغې پزې یې نیښ وهلی 
 ډیر بې وزلی سوی دی زموږ قانون 
دهیڅ خاین سترګې له هغه نه سوځي
دبرم او میړانی لویدلی دی زموږ قانون 
بړانګې  بړانګې په ځړیږي له هرې خوا 
 لکه چې ملنګ سوی دی زموږ قانون
 دغله ، لوټمار، جنایت کار او خاین
 لکه چې سپی سوی   دی زمو ږ قانون 
دوسیې سته د مجرمانو نومونه نسته
 لکه چې هیرجن سوی دی زموږ قانون
زموږ د قانون ساتونکي سوي سرماغزن 
 ځکه ډیر تړتړي سوی دی زموږ قانون
هیڅ واکمن  خاین ته سزا نه ورکوي
پر هغو ډیرسخی  سوی دی زموږ قانون
رنګ و رخ یې ګوره بیا یې حال پوښته 
ښه چې ژوند پاته سوی دی زموږ قانون

***
دا قانون کله کیدای سي د افغان قانون
 آیا بې غیرته ماتی ملا سوی زموږ قانون
 که څه هغه د هرچا خبره مبره  نه اوري
آیا مورزاده  چاړا  سوی زموږ قانون
دهغه په هره خبره هیڅوک نه پوهیږي
آیا له ازله  ګونګا سوی زموږ قانون
  ان هغه هیڅ زورور په سترګو نه ویني
آیا له ازله نابیناسوی زموږ قانون
  په سمه لا پښې ټينگي ټینګي لگوي
آیا رهي په امسا سوی  زموږ قانون
پر لڅه خېټه ئې  تل وي ملا تړلې 
آایا له ازله بیړا سوی زموږ قانون
 خپل لاس نه اوږدوي غل او خاین ته
ایا  له لاسه کوتا سوی زموږ قانون 
***

هر څوک یې  په خپل ذهن کې تمثل وي
چاته غل چاته مل  سوی دی زموږ قانون
غریب، خوار اوبې وزلو ته قاضي وایي
بدمخی اوظالیم سوی دی  زموږ قانون
خاین او بډې خور او غله ته قاضي وایي
ستاسو سره  مل سوی دی زموږ قانون
ماشوم ډاروي دشپي مور چې نه ویدیږي
 چوپ چې وخوی سوی دی   زموږ قانون

***
څومره مستقلي ادارې دي دقانون ساتلو
 ټولو ته روزي رسان سوی زموږ قانون
هر څوک قانون لکه موم دځان په ګټه اړوي
خاینانوته  لاسو دسمال  سوی  زموږ قانون
قانون وسیله سوې د پيسو د پيدا کولو
 د غلوپه لاره رهي سوی دی زموږ قانون
اسلام کله بخښي د بنده حق بل چاته 
لکه چې  داسلام  ضد  سوی  زموږقانون
داقانون چا ویل  چې دی زموږ قانون 
 آیادغلو لخوا تایید سوی  زموږ قانون
قضا دځان د بقا لپاره ولس ختاباسي
وایي صبر لږ ناروغ سوی  زموږ قانون
 د واکنمو په دوسیو سپيني تښتي دقضا
لکه چې کوټه کولپي سوی زموږ قانون 
تر څو چې دا نظام او دا واکمنان وي
په اصل د ځنګل قانون سوی زموږ قانون
دهیڅ خاین سترګې له قانونه  نه تخنیږي
ځکه دخاینانو قانون سوی زموږ قانون
***
دنوروقضا  دعدالت لپاره سترګې تړلي
له اوله  ړنده او نابینا سوې  ده زموږ قضا
 د خبرو هوارولونښه په لاس کې ده تله 
 د لیوني کڅوړه په غاړه کړې ده زموږ قضا
په یو لاس کې توره به بل که یې قانون وي
پر مځکه پړ مخي لوېدلې ده  زموږ قضا
په هر خیانت خوله پټوي دا پټ خولې
په رشوت روږده سوې ده زموږ قضا
پښې خورا ټینګي تینګي لګوي
  له غلوسترګه کوونکې  سوې ده زموږ قضا
په دوسیویې پښې لنډې لنډې کیږي
پښه ټولونکې سوې  ده زموږ قضا
دغلودوسیې په قضا کې تا او بالا کیږي
  په ډیرو دوسیو کوټه سوې ده زموږقضا
«نظری»دغلی بلا ویره په کار ده هرچا ته
عاموخلکو ته توره بلا سوې ده زموږ قضا

[سترګه له چا څخه نه سوځل ] له چا پرو ا نه کول ،[ سترګه کول] حیا کول ، [دپښو له تر په لوېدل ] ضعيف کیدل،[ سترګی تخېدل ] شرم او حیا ،[ خبره هوارول]په دلایلو فیصله کول ،[ سپینی تښتېدل] ویریدل او وارختا کیدل،[پښې ټينگي لگول ] پاملرنه کول ،[پښې کښل ] ځان ایستل، [پښې لنډي لنډي کېدل ] ویره ،[له پښو څخه لوېدل] ستړی کیدل ، [پښه ټولول ] ځان ایستل، [سر ماغزن] بی ځایه خبری کول، [بړانګې په ځړېدل ]  څیري کالي اغوستل .

جنګ دی د وزیر او والي

 جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 مځکه هغه سوځي چې پرې بله لمبه ده

وزیر ویل تر تا خوار زه خاوند د اقتدار یم

په بودجه  او ټولو عوایدو کې سهم دار یم

والي ویل زه د ټولو قرار دادو ټېکه دار یم

  زه  د ولایت  دنسوارو او تریاکو اجاره دار یم

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

هغه زړه  سوځي چې د پوهې ړنا  په کې  بله ده

وزیرویل ما ټاکي  پاچا په تایید دشورا

میلیونه میلیونه لګیږي چې دوی سي رضا

والي ویل ما ټاکي پټ اورګانونه او پاچا

زما په ټاکلو کې کیږي ډیرې ډالۍ تا اوبالا

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 هغه پښه  سوځي چې تر لاندې یې لمبه ده

وزیر ویل ماته په ښار کې لارې بندیږي

لس ضد د مرمۍ ګروزینونه راپسې کیږي

والي ویل زه له وسپنې له کلا نه راوځم

که راووځم لس زري ټانکونه را پسې کیږي

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 هغه سترګې سوځي چې دحیاپه کې یوه ذره ده

وزیر ویل زه تر لس میلیاردو ډالرو لرم  ډیرملکونه

په اروپا  دوبی کې مې  بې حسابه دي جایدادونه

والي ویل  په دوبی کې دی یم همسایه مه کوه غمونه

په آسیا میانه کې ډیر لرم فابریکې او شرکتونه

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 هغه ژبه بندیږي  چې په کښې د یوالی نغمه ده

وزیر ویل  ما کړی خپل  ټول وزارت فوجي

ټوله زما  کارمندان دی  دیوې ژبې او کامي

والي ویل زما اداره هم ده له یوه سره ستمي

دلته  نسته  یو کارمند ان د ولایتونو  پردي

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 هغه لاس ماتیږي  چې په کې د یوالی جنډه ده

وزیر ویل پوهیږې زما  دا څوکۍ ده ارثي

هم خیانت او پسات کوم او هم جوړوم اړي

والي ویل  دا زما اداره هم ده  ټوله کامي

که زه مړ سوم زما زوی یا لور به وي  والي

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 هغه ملت مړ دی چې په دوی یې خوله پټه ده

وزیر ویل تر څو چې وي دلته ګل ګلمیري

وزیران به وي د مسلکي پرځای مصلحتي

والی  ویل چې د ا نظام وي دایې ده ستراتژي

په ما اوتاغوندې نا اهلو دا وطن برباد وي

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

مړه دي هغه چې په دوی یې سترګه ړنده ده

وزیر ویل عجبه دا خلک نه کوي له ما شکایت

په هیڅ کار کې مې نسته له قسته قومي عدالت

دا دولس کاله پر دې څوکۍ ناست  یم بې حرکت

ټوله خلک په خوشالۍ زغمي زما دا ملي خیانت

 واوره جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 هغه شورا مړه ده چې په دوی یې خوله پټه ده

 وزیر ویل چې هر څه دولت ته غوړې ګوټې ورکوم

ګوت څنډنه ورته وکړم یا له نظامه سر ولغړوم

والی ویل د ګمرکاتو عاید په خپل حساب کې اچوم

هغوی دسرو زرو مډالونه زه جرتکونه ورکوم

 واوره جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 خاین دی هغه چې په اشوا یې د قلم څوکه ماته ده

وزیر ویل  زه بهرنیانو ته تل  مورغالۍ ډالۍ کوم

 والي ویل زه بهرنیانوته دالماسو غاړکۍ ډالۍ کوم

 وزیر ویل زه د بودجې په لګښت کې کل مختار یم

والي ویل زه دخپل ګمرک خپله پوره  ذمه دار یم

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 هغه خاین دی چې له هغو سره یې بنده کولمه  ده

وزیر ویل زما په وزارت کې دی رشوت رسمي

والي ویل رشوت او قاچاق دی زموږ کار ملي

وزیر ویل زموږ دمقرري اساس دی یوازې کامي

والي ویل  رشوت زما په اداره کې سوی اسلامي

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

 واکمنان شیطانان سوي نفاق اچول يې موخه ده

وزیر ویل والي ته لېوۀ هم  ورور د سور سپي دی

والي ویل وجدان مو د ژوی  اندام مو د سړي دی

دامومقامتي  وزیر دا  موجهادي  والي دی

دا پایله ددیموکراسي او  نظام د مصلحتي دی

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

له نفاق اچولو څخه یې موخه واک او پیسه ده

 

***

 

«نظری»  اوس یې ګزوه  په سپېتانه کې سیالي ده

دلته نه شرم نه حیا سته ښاباش په بې شرمي ده

دا لوبه دوزیر اووالي غوږ په غوږ او مساوي د ه

 چرت ووهه  دا د څه ډولو وږ سترګو پاچاهي ده

جنګ دی د وزیر اووالي دا یې کیسه ده

واوره دا زموږ د مشرانو د ژوند یوه صحنه ده

-
بېرته شاته