(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغاني شعرونه

ګران وطنه

هره وليشته به دې ساتوپه ايمان

ګران وطنه زموږخوږ افغانستان

دلته ټول پښتون ،تاجک که هزاره دي

د هرات دي د بادغيس که د لغمان

هر قدم به دې د سرپه بيه ساتي

چې په لر او بر کې ميشت دۍ ټول افغان

دا باتوره ، با عزته افغانان دي

کړي پوره به دوخوتونوخپل ارمان

د تور مخو زوړ سياست په ختميدو دی

دوه مخۍ کې دوئ معلوم دي په جهان

په کلو کلو يې وران زموږ وطن کړ

اوس اګاه پدې مطلب دی هرانسان

نه په دين نه په ايئن نه په صلاح دي

دوئ بد نوم لري تاريخ کې د جهان

له دښمنه هيڅ اميد د رحم نشته

رااوچت شئ ښه فرصت دی د زمان

چې راټول سره يو لاس اويو قوت شو

بی له شکه به نابود شي غليمان

شمله ورو لوړ همته افغانانو

بيا يې ور کړ لو تاريخ ته امتحان

پرون بيا په جګو غرونو کارنامې وې

شول تباه زموږد خاوری دښمنان

ښه موقه ده دشملو اود وياړنو

په يو والي د وطن شئ نګهبان

افغانان دي اوس حاضر مقابلې ته

شنډوي به دسايس په سپین ميدان

د نجيبوپاکو زړونوانتقام دی

دقاسم شهيد دزړه وه دا ارمان

دا رښتيا ده تاريخونه پرې ګواه دي

چې پرديو دلته تل کړی تاوان

اوس حالاتو افغانان سره يو کړي

شي رسوا به نور لستوڼي کې ماران

چې راټول په يوه عزم او تکل شو

بيابه جوړ کړو ګران وطن جنت نشان

-----------

رقيبه
رقيبه بيا دې په زړه څه تيريږي
ښکاري وختونه دې ساړه تيريږي

تيروی ژوند نا سم فکرونو سره
چې بل ازاروي په تا ښه تيريږي

دبل خوښي تاته دغم زيری دی
بیا دې خوبونه هم درانه تيريږي

بيا مې قدم د روښنايي زيری شو
اوس به دې بيا په زړګي څه تيريږي

 چاته چې مينه، خوشالي وربښې
ستا به هم ښه ستا په کاله تيريږي

دبل ازار د خپل ازارو ګڼه
دلته ځو هرڅه اوس ترخه تيريږي

پريږده چې والوزي وزرې وکړي
پاک ارمانونه چې په زړه تيريږي

واي چې بد ګرخي نو بد به پرځي
د بدو بد د ښو ژوند ښه تيريږي

دنيا د مينې او صفا ښکلې ده
ريښتا وختونه تل خواږه تيريږي

  کاڼي به تل پرې د اسمانه اوري
هغه چې مست د بل تر وره تيريږي

 

چې خبرنشي لالا

هر سحر که مازيګر

لار کې ناست يې دګدر

د هر څه یې بې خبر

نه دې کار شته نه هنر

ولا کور ته چې لاړه شم

خبر به کړم لالا

شې به کلي کې رسوا

والله والله

*********

 

زه مين يمه پر تا

نه ډ اریږم دلالا

سپرد مې په الله

رښتیا وایم رښتیا

ای ګرانې نازولې

پام خبر نکړې لالا

تباه به شم تباه

والله والله

*********

 

دنيا د کار او غريبي ده

بس یو ته یې بې هبر

ګوره ته یې بې خبر

د بې روزګارو خلکو نشته عزتونه

بس یو ته یې بې خبر

ګوره ته یې بې خبر

*********

 

د ناز کاته دې څومره خوند کا

ګرانې نه یم بې خبر

ګلې نه یم بې خبر

چې راته ګورې زړه نه لرې شی غمونه

ګرانې نه یم بې خبر

ګلې نه یم بې خبر

*********

 

ولا کور ته چې لاړه شم

خبر به کړم لالا

والله والله

*********

سترګې دې دومره ښايسته دي

ګرانې نه یم بې خبر

ګلې نه یم بې خبر

چې په ناز ناز اړوې مين دې کړه

ګرانې نه یم بې خبر

ګلې نه یم بې خبر

*********

 

جانانه ستا خاطر لپاره

ګرانه ته یې بې خبر

ګرانه ته یې بې خبر

شپه تر سهاره ر اته نه راځی خوبونه

ګرانه ته یې بې خبر

ګرانه ته یې بې خبر

*********

 

ای ګرانې نازولې

پام خبر نکړې لالا

تباه به شم تباه

والله والله

*********

 

لالاپه هیڅ نه راضي کیږی

لږ خو ته شه باخبر

اوس خو ته شه باخبر

د دروغجن ملادې ورک شي تاویزږنه

لږ خو ته شه باخبر

اوس خو ته شه باخبر

*********

 

یاري د زور خبره نه ده

ځه خبر دې کړه لالا

ځه خبر دې کړه لالا

چې زړه دې نه وي بیا دې نه مجورومه

ځه خبر دې کړه لالا

ځه خبر دې کړه لالا

*********

 

ولا کور ته چې لاړم

نه خبرومه زه لالا

توبه توبه

والله والله


 

-
بېرته شاته