(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای سولې

سوله یې هم  مینه شه
ورځ شه ښکلې سپینه شه
ښکلو کښې ښکلا شه ته
خوند شه  لونګینه شه
پاڼه شه شینکۍ،شینکۍ
ښکلی شه موسکا غوټۍ
پیغلو په سندرو کښې
جوړه شه خوږه لنډۍ
راشه موده لنډه ده
ځي جګړه په منډه ده
وتخنوه ټول ویده
تاته غونډه جوړه ده
راشه چې سمون راشی
ته راشه بیلتون لاړشی
تاته وایوو ای سولي !
زرشه پیوستون راشی
راشه لټوو خندا
نه غواړو ،اوښکې، ژړا
نشته ځای ژړا ته نور
سوله کښې لرو بقا
ژوند غواړي په سوله کې
ټول ژوندې په جوړه کښې
کرکه کړي هغونه ټول
ژوند کړي په نا جوړو کښې


۱۰۳۲۰۱۳ مسکو   امرالدین سرحد

-
بېرته شاته