(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په زړه پورې طنزونه

ژوند ګران دی بې پسات

یوکلیوال بل ته ویل،بوی ډیر سوی د پسات

خدای خبر تقدیرمو دکوم بد عمل اخلي کسات

که محرر دی که معلم دی که میراو دی که کاتب

چی مقرر سي د هغه اوله بسم الله ده  په پسات

 د ولس زړه له دولتی مامورینو  سوی مات

 څه وکړو دهغو ژوند هم ګران دی بې پسات

***

ولسوال ،  سرمامور او قاضي غواړي سوغات

ښاروال ، ترافیک ، برقی هم اخته دي په پسات

له پولیسو له لاسه دخلکو دجیب کولپ سو مات

والی،کو مندان  مفتي وایي دلته شکر نسته پسات

ټوله پوهیږي پسات داسې سوی لکه خوړل د پات

څه وکړودکارمندانو ژوند ډیر ګران دی بې پسات  

***

وکیلان پیسې اخلي له وزیره په رایه او برکات

په پارلمان کې بیا نارې وهي  ډیر سوی  دی پسات

دټولو قراردادو خوري وزیران او رییسان  زکات

 د وزیرانو په جلسه  کې ټوله سر ټکوي  د پسات

زموږ د دولتي مامورینو  ډیر سوي دي اخراجات

 څه وکړودکارمندانو ژوند ګران دی بې پسات

***

خلکو د قضا اوفسادله  غرتو سره وکړبایکات

 یو واکمن هغوی  ککړ نه کړ دلته  په پسات

قضا مو په غوږو کڼه ده  څارنوال په ژبه تات

څه نه وایي له چا راوځي  داخورابد بوی د پسات

ټولو بزرګانو  ته روا ایسې دا د خیانت حرکات

 د یوکال تنخواه تر لاسه کیږی په یو ساده پسات

***

د پسات ضدد ارتشا ضد  او څارنوالي چوکات

 چارې په بین المللي اسعارو کړې  د هرپسات

له ملي  وات رشوت واوښت سو په میګاوات

دې لیوني اټن کې ټوله اخته سوه  په پسات

څوک نه مانجه کوي ان د ناروغانو دواجات

 چاره نسته دوزیرانو ژوند ګران دی بې پسات

***

د واکمنو او زورمندانو له زوره  قانون سو مات

هغه سوپه ټولنه کې بد چې ضد دی د   پسات

په ژوند کې هره ورځ اضافه کیږي د بډو برکات

هیڅ څوک نه پوهیږي  په دوا اودعا د پسات

دلته  قانون سوی دې  زورواکو ته خپله تات

 څه وکړي قانون چې ژوند ګران دی بې پسات

***

عام خلک  تل  نارې وهی د خدای په جات

ولي جهاد نه کیږي دلته پر ضد د دې پسات

ځینې وایي موږ جهادي نه ، یومقاومت جات

تر څو موږیو  مقاومت کوو په شتون د پسات

مشران وه کشران هم روږدسوه په رشوت جات

 څه وکړي  د کارمندانو ژوند ګران دی بې پسات

***

دنیاوالو ! دافغانانو  خراب نه دی ذات پات

 خراب دهغو دی  چې  کوي کړه وړه د پسات

بډو ته د بزرګانو خوله خلاصه سي اوتومات

دهغو د وړونو او خپلوانو کړه سوي دي پسات

  دلته اور بل دی د خپلی چپنې دبڼ سات

د هغه  د خپلوانو ژوند ولاړ دی په پسات

***

یولیوني مشر ته ځان  کړ ډیر  مات رامات

ویل ته او ستا بزرګان دي جرړې د پسات

آیا بډې،  غصب د مځکو ، تحفه جات

اختلاص   بې عدالتي نه دي ټوله پسات

ولي دنیا ختا باسې په اوتو بوتو او چټیات

سرنه خلاصوې دخپلو کارمندانو په پسات

***

تر څو مات نسي دا د ارګ بت د سومنات

د هغه په نس کې دي   دوطن  ټوله پسات

سترګې  ولي پټو ې د پساتیانو په حرکات

ولي سترګې نه برګوې په خاوندانو دپسات

دخلکو زړه له دې نظامه سوی  غوټ مات

ومنه ته  او مرستیالا ن دي دي جرړه د  پسات

***

دلته د پساتي ورځ په ورځ لوړیږي درجات

 انسان ته خبره لرګی دی جګنات ته د پسات

 پرتا په بشره انس په خوی جن دي رامات

 ولس په لم ختا باسي داپلویان د پسات

 لکونه ملکونه په بډه وهي هر د چارسو لات

ومنه ته  او مرستیالا ن دی دی جرړه د  پسات

 ***

تر اوسه تا ورکړي هر خاین ته مکافات

 د پسات مافیا تا راوستې ته شریک یې د پسات

په چا باندې چې سي یو لوی  خیانت زبات

                                                     ته خوري قسمونه چې نه دی کړي هغه پسات

تر هغه چې ته یې تر هغه به وي دا سورسات

دهغه ورځي په هیله چې ورک سي پسات

وییونه اوکنایې

وات ( عیب)،سورسات(دحکومت جبری حواله په رعیت)،تات ( تړتړی)، پات ( پاتی )، ، سات ( وخت) ، لات ( مفلس)

 [ سترګی برګول] غوسه کیدل،په لم خطا ایستل( غولول)

دموبایل ویرس

ښځه اونر  واړه اوزاړه مین په  موبایل دي

  که څه د کورنۍ  عاید ته لکه کسترایل دي

څوک سم سنګ څوک ګلاکسي  یا لري ای فون

هر څوک دپښې  دغټوالي  په کچه لري ټیلفون

هغه  لري ویدو ، دلارې نخشه او کتابخانه

کلکولیتر، انترنت  ،ګیم ، او پسات خانه

چا غوږ، چا سترګو چا نیولی وي لاس کې

څوک یې لري  یو یو یې وي په یاس کې

چې ماشوم پیدا سي اول ږغ  یې دی هلو هلو

 نر سان او ډاکتران ورته  وایی اوس للو للو

 د ماشومانو ژړا اوس  په بل څه نه دریږي

د موبایل په ګیمونو باندې آرام او چوپیږي

بې موبایله زامن له پلار ه موبایل   غلا کوي 

په هغه باندې ټوله ورځ  مفت ګیمونه کوي

داوس متل دی سړی مه ګوره موبایل یې ګوره

  ډنګ او ډونګ اوډبهار د موبایل یې ګوره

ښه موبایل د غوړ لستوڼو خدمتګار دی

   دفشنی انجونو ایفون  والا هلک په کاردی

په موبایل  ،مقام او موټر   تړلی دی درنښت

ایفون والا له نورو خلکو ډیر لري ګرانښت

وایي تحصیل یې مه ګوره موبایل یې ګوره

 ادب یې مه  ګوره ،تون د موبایل یې ګوره

***

 عجبه، دښار ټول خلک له ځان سره دي ګویان

ته چې وایې دا ټوله خلک سوي دي  سودایان

کور کې ټوله په خبرو  وي اخته له سیاسره تر نره

بهر ټولو موبایلونه غوږ وته نیولي وی سر تر بره

اوس ټوله کاروبار دموبایل له  لارې کیږي  

د میرمني امرونه د د ې لاری دیکتې کیږي

هغه ددرواغو خبرې او کیسې کړې ترې تم

درواغ او چالبازي یې له دنیا کړې بیخي ختم

ان ګونګیانو لا موبایلونه نیولي وي په لاس کې

 ټوله ورځ یې نارې وي  هو  هي اې هو ها وې

 اوس  چې سپي  سي لا په کور کې غمجن

خاوند یې نه غواړي  چې کړي سپي ماڼیجن

د سپي د انډیوال دخاوندژر   دایل کړي نمبر

د سپي سترګوته دمبایل سکرین کړی برابر

 دکوتریانو له خوشالي ، خوشاله سي د کور جو

یو بل ته د  سپانو وي  غوغو غوغو  غو غو

***

له دې پیري  څخه پټیدای  نسي څوک یو ګړی

ان که غلی ناست وي په ټتۍ کې  کوم سړی

 میړه میرمني ته  اوس وخت د رواغ ویلای نسې 

 خپل د ناستې ځای او څوک له هغې پټولای نسې

 هغه دمیرمني او میړه  د ښو اړیکو  دی پای

نه چې اخیر  ونیسی دا موبایل د واده ځای

  یوازې موبایل چارچ  نلري پاته ده یوه  بهانه 

دا نیرنګونه له دې  وروسته کله  قبلوي زنانه

  نر هغه  چې خپله چارج وي  موبایل یې هم چارچ

دکال هره ورځ ورته  وي  یویښتمه   دمارچ

   ***

  شوده وخت نه ګوري  ناببره یې  سي   ترنګار

نه خوشالی نه غم ګوري دهغه   جړنګار

د وزیرانو په جلسه کي ناببره سي کوړنجا

ټول اریان سي دچا له پایڅې راوتله دا غپا

په جماعت ولاړ وي سپين زیري او ملا

 یو وار د نوی زیږیدلی ماشوم سي  اینګا

  په فاتحې کې سي یووار د چغالانو انګولا

 په جنازه کې  دماشوم سي    کټ کټ خندا

«نظری»نه چې د اخیرې زمانې یوه نښه همدا ده

هغه دابه چې له انسان سره خبری کوی همدا ده

 

***

طنز

لیوني لیکوالان

آیا دا پښتانه لیکوال نه دي چور لیونیان ؟!

خپل ګران وخت او پسې کړې هسې زیان

کتاب کله لولي هر چا ته چې یې ډالۍ کړې

رانیول په تنډه کې نه دي لیکل سوي د افغان

دمفتو کتابونو اخیستل یې ډیر خوښیږي

په پوښ یې لیکې ستا مخ ته خپل یادښتان

دومره زو ر نه غواړې پیسې د کتاب چاپولو

لکه چې ګورې په کتاب لوبې کوي ماشومان

هر کتاب د لیکوال د زړه ټوټه د جیب محبوبه ده

غواړی دا دزړه ټوټه اومحبوبه مینه د انسان

موږ چا آموخته کړو په چور او مفته ولجه

دا ټوله را پېښه ده وروسته له مهاجرته د افغان

که رښتیا راباندې وایې بیله کومې غوسې

له ازله خوارې پیشو په غوښه راوړی و ایمان

که رښتیا راباندې وایې ډیر زیات شرمیږم

درواغ ویل د مسلمان زوال دی د وجدان

چې ووینم دمفتو کتابو دومره علاقمندان

وایم عجبه ده ددې ټولو په کار دی در ګران

که د پښتو په کوم ا ثر کښېږدې یو څه بیه

دهغه په لیدو سترګه ور سي مورزاده چپکان

ژبه هغه وخته ژبه کیږي د ټولې دنیا ژبه

چې یې ونازول سي د هغې ژبې لیکوالان

کتابونه له موږه ډیر خوښ دي زموږ موږکانو

غوړکتابونه خوري چې خالي کړی ترې دوکان

پښتو کتاب په کتابتونو کې نه پیدا کیږي

زموږ په وطن کې کتابونه دي ټوله د ایران

نور خلک په کورو کې جوړوي کتابتون

پښتون په الماریو کې اوډې بلوري چینیان

خدایه پښتانه مین کړې په خپله ژبه او کلتور

له نورو ژبوسره د سیالی کولو ورکړ ې توان

چې کله راسي یو نوی پښتو اثر بازار ته

په سبا دهغه بل پیدا کول نه وي کار اسان

د سلو شاباسونه یو ه روپۍ لګول ښه ده

له پښتنونه نور څه نه غیرت غواړم د غیران

پښتو او دري دواړه زموږ ژبې دي رسمي

خو د پښتو سوي پښتانه خپله دوښمنان

په خپله مورنی ژبې شرمیږي لکه کبیره ګناه

ته چې وایې له لسمه پښته دي لا پاړسیبان

خود به د پښتو د ژبې کاروبار دومره پڅ وي

پښتون چې واکمن سي پښتانه بولي لیونیان

چې له واکه لیري سي بیرته سي اصیل پښتون

دا واک اعجاز کوي تغییر وي د انسان لیسان

د پښتو ګونډونو مشران چې ورسیږي واک ته

پښتو یې هیره سي د خدای راستي پر میدان

خبریال پوښتنې کوي له هغه په خپله ژبه پښتو

هغه په پښتو شرمیږي په دري ورکوي ځوابان

دا بخار یوازې په لویانو کې نه دی یارانو

ان پارټی بدلوې دلته دا واړه واړه مدیران

پاچاهان ټوله په نامه د پښتون سي واکمن

دندې یې د پښتو پر تابوت ټکوهل سي میخان

دپښتو د ژبې لاس لیوني سپي دی څټلی

خپل واکمن زامن یې خپله ورته سي بنزیان

-
بېرته شاته