(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښکلې نړۍ

يو ښايسته غوندي نړۍ ده

پکښي لمر دی هم سپوږمۍ ده

مخلوقات ټول  پکښي اوسيږي

خو په خپل شکل کښي ګيردۍ ده

د بشريت د زېږون ځای دئ

مالومه له تاريخه پخوانۍ ده

محل د ازل او مزل دواړو

که څه هم نورو ته کوچنۍ ده

بشر پکي پيدا پکي ښخيږي

پلمه د ژوند ده  آزادۍ ده

د عزت او ذلت ځای دئ

خبره د اسلام،  مسلمانۍ ده

څوک خوشحال پکي اوسيږي

چاته پېلامه د بدبختۍ ده

چا پکي عجيبه مزې وکړې

د چا کفن پکار دی، ليونۍ ده

بس په هر چا باندي تيريږي

ذکي وايمه ناڅي ښاپېرۍ ده

شاعر : عزت الله ذکي

-
بېرته شاته