(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راشى پښتنو

راسئ سره يوسو،آزادى راوړو كارون جوړكوو
دلته پردې خاوره يو،آزاد پښتونستان جوړكوو
راسئ چى لاسونه سره وركو آزادى راوړو
ورك كړو نفرتونه پردې سمه ورور ولى راوړو
خاوره مى ژړيژى ددې خاورى خپل واكى راوړو
فكر هر سړى د باچاخان ومحمودخان جوړكړو
دلته به جرګې او فيصلې د مشرانو وى
دلته به عزت مودام خوندى زموږ د پيغلانو وى
سترګى به مى لوړى وهرچاته د زوانانو وى
راسئ پردې خاوره نن د خان شهيد ارمان جوړكوو
هرخواته ته به مينه او مينى ترانې به وې
عقيل آغا پرسرو جګى شملې به وى
لورپه لور به كيږى دپښتون ولس قيصې به وى
راسئ پښتنو دخپل خوژمن زړګى درمان جوړكړو

-
بېرته شاته