(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بې غوره پښتنو نه خپه پښتو

پښتنو درنه خپه يم
ستاسو ژبه نه يم څه يم؟
تاسو پريښې يم بې قدره
وروسته پاتې يم بې حده
تاسو ما باندې شرميږئ
تاسو ما پورې خنديږئ
تاسو ماته سپک نظر کړئ
تاسو زما ځينې حذر کړئ
تاسو څرنګه بچيان ياست
تاسو څرنگ انسانان ياست
زه مو موريمه زامنو
زما خدمت وکړئ ښاغلو
دسيالۍ يم غورځيد لې
سرلوړۍ نه غورځيد لې
ښوونځي کې مې ځاى نشته
پو هنځي کې مې ځاى نشته
نه دفتر کې ځاى لرمه
نه بهر کې ځاى لرمه
زه خو ژبه دکروړ يم
زه خو ژبه ستا دکوريم
زه يم ژبه دغوريانو
دسوريانودلوديانو
دباننگه ابد ا ليانو
دتورزنو هو تکيانو
دخوشال او دروښان
دصوفي عبدالرحمن
زه لرغونې نه يم څه يم
ستا سو ژبه نه يم څه يم؟
نورې ژبې پرمختګ کړي
ستاسو ژبه پر شاتگ کړي
کتابونه پکې نشته
قاموسونه پکې نشته
په گوګل کې يې ځاى نشته
کمپيوټر کې يې ځاى نشته
نوڅه وکړئ!
پښتنو درباندې غږ کړم
ستاسو ژبه ده نن خواره
پښتوژبه ستاسې مورده
دروندنظر درځينې غواړي
درنه کار غواړي داژبه
درنه زيار غواړي داژبه
ملاوې وتړئ درجارشم
دپښتو شمله کړئ هسکه!
دپښتو شمله کړئ هسکه!
(ياد)

-
بېرته شاته