(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زوړچينار

تاندومه زړېږم،دځوانۍ هيلې مې پاتې شوې
شڼاردپاڼونه شته،اوس لغړې څانګې پاتې شوې

څانګې چې مې ګورې وې،خوبان به تاوېدل رانه
زماترسيوري لاندې يې،دمينې کيسې پاتې شوې

نن مې سيوری نه شته،مهرويانو پښې ونيوې
مينه سودوزيان شوه،ا رښتينې مينې پاتې شوې

اندمې کليوال دی،له يارانو تل وفاغواړي
وايي سادګيه ! دوفاخبرې پاتې شوې

نن دزمانې مطرب،ګدۍ نغمه سرکړې ده
هغه ډمې ناڅي ورته،وخت سره چې پاتې شوې

خواريکښ کوپنهاګن

-
بېرته شاته